د بشردوستانه سازمانونو د فشارونو له کبله اندونیزیا او استرالیا د بالي پروسې په چوکاټ کې خبرو اترو ته اړ شوي ترڅو د روهنګیايي کډوالو کړکیچ لپاره د حل لارې پیدا کړي او په اندامان سمندرګي کې د روهنګیايي کډوالو یو بل احتمالي ناورین ته چمتووالي ونیسي. 

په اندامان سمندرګي کې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د روهنګیايي کډوالو څو کښتۍ ډوبې شوې چې په پایله کې سلګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په تیرو څو اونیو کې یو ځل بیا سلګونو روهنګیایانو د بنګال په خلیج کې خطرناکه سفرونه ترسره کړل ترڅو نږدې هیوادونو کې پناه واخلي خو د کرونا وایرس وبا له امله ډيرو هیوادونو بیرته وګرځول. 

مالیزیايي او تایلینډيي چارواکو په تیره اپریل میاشت کې ۳۸۲ روهنګیايي کډوال د کرونا وایرس د اندیښنو له امله خپلو هیوادونو ته داخل پرینښودل. د دغه کډوالو کښتۍ لومړی د څو اوونیو لپاره په سمندر کې بند پاتې وې خو وروسته د بنګله دیش لخوا وژغورل شوې.

د رپوټونو په حواله، د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر (ريټنو مارسودي) او د هغه استرالیايي سیال (ماریس پاین) د جمعې په ورځ د روهنګیايي کډوالو د کړکیچ په هکله تلیفوني خبرې اترې ترسره کړي.

دواړو خواوو هوکړه کړې چې دا مسله به د شته میکانیزم له لارې او د بالي پروسې لاندې پلټي او د لوړ پوړو چارواکو په کچه به یې تر بحث لاندې نیسي ترڅو موثره حل لاره یې پیدا کړي.

د بالي پروسه د اندونیزیا او استرالیا لخوا په ۲۰۰۲ میلادي کال کې تاسیس شوه ترڅو د کډوالۍ او انسانی قاچاق او همداراز د اړونده نړیوالو مسایلو په اړه د مالوماتو شریکولو او خبرو اترو ته لاره هواره کړي.

دې پروسه کې د اندونیزیا او استرالیا په ګډون د سیمې نور هیوادونه لکه بنګله دیش، میانمار، مالیزیا او تایلینډ هم شامل دي او لسګونه نور هیوادونه او نړیوالې ادارې یې هم غړیتوب لري.