دالیکنه دښاغلي ګهیځ «ریښتین» دلیکني ځوابیه نه ده. زموږ ټوله نړۍ اوکائنات مادي دي، حیه،نباتات اوجامدات دي. داټوله تريوه فزیکي قانون لاندي دي.ماده شی نه سوخلق ولای یاني خالق نه ده. نومخلوق ده. ماده پخپله په هره ستاینه چي ده مطلقه هم نه ده،ځکه چي تغیرپزیره ده. اوتغییرمومي.ماده تجزیه کیږي په ډېرو وړو «زرو» سره.
نباتي اوجامداتي مادې ظاهري شکلي فزیکي خواص لري. معنوي روحي شی نه لري.
حیه مادې ظاهري شکلي او داخلي باطني «معنوي» ستایني لري. چي دحیوانانو داخلي ستاینه ئې شعور دی. دانسان دافهم او عقل دی. ټوله حیه احساس لري، چي دغه احساس دحیوان او انسان یوتر بله توپیرسره لري. حیوان او انسان دخپل ظاهري فزیکي شکل دساتلو لپاره خوراک اوچیښاک ته اړتیا لري. اوانسان دخپل روغتیالپاره درملوته اړ دی. دحیه وو روح خاص د دوی دژوندلپاره دی. نوراوصاف دانسان لکه عقل،نفس،فهم،درک،قهر،رحم،صله اودغسي نور باطني سستم جوړه وي.روح که څه هم باطني دی خوپه دغه پورته اوصافو پوري اړه نه لري؛ څرنګه چي پورته هم وویل سوه. روح دحیه ووژوندته بقابخښي. کله چي روح له بدنه وووت نو حیه مري اوژوندئې پای ته رسي. روح یوازي اویوازي دالله (ج) په اختیار کي دی. الله(ج) پخپل کلام کي وایي: (روح دالله په امرکي دی. دانسانانو پوه لږده چي په روح پوه سي.) اوبېشکه چي ژوند اومرګ دالله (ج)له خوادی. انسان پرژوند اومرګ باندي ځواکمن نه دي.
پخپله الله (ج) پخپل کلام کي وایي: (ټوله ژوندي دمرګ څکه کوي.) او دغسي هم دی. موږ ئې وینو. کله چي وخت راغی نوانسان مري یاني روح له بدنه وزي.
که انسان ځان په ریاضت،زهداوپاکي دنفس الله(ج)ته ځان نږدې کی داهغه مهال دی،چي دانسان نفس پاک اودمادي سستم څخه خلاس دی او ددنیامادي حالت بیا نه ویني له ځان بېرون وي. ژوندې بولګه ئې «منصور علاج» دی،چي د(ان الحق)نارې ئې وهلې. دی اصلاپه مادي کي نه وو. و الله(ج) ته نیږدې شووی وواو داخبره ئې له خولې راوته. ده «دار» اومرګ نه ليده.
بله بولګه (بایزیدبسطامی) ده: دی وایي: (سبحانی ماعظیم الشانی انا سلطان السلاطینی) (یاني پاک یم زه اولوړدی زماشان اوزه پاچا دپاچاهانویم .)دی له ځانه راوتلی الله ته قریب وو؛ نوده مادي حالت چندان نه لیده. بله بولګه ئې (خواجه عبدالله انصار)دی.او بله بولګه ئې (شمس تبریزي) ده.
الله خالق دی نړئ اوکاینات ئې چي مادې دي مخلوق دي. ماده مخلوق ده خالق کېدای نه سو. الله پخپل کلام کي ملائکوته وايي: (زه پرځمکه د ځان له خوا خلیفه غوره کوم.) خودا خلیفه آدم وو. مګر که څه هم دالله خلیفه دی خالق کېدای نه سي. نور صنعتي خارالقعادکارونه کوي، مګربیاهم فناکېدونکی دی.
که دنن ورځي حالت یوه بولګه وبولودغه مقتدر ځواکمن انسان چي فضائې تسخیرکړې ده او(ګېن تخنیک)باندي ترډېره بریده حاکم دی او د(الکترونیکي اواتومي واړنګیو) باندي برلاسی دی؛دیوه «کروناویروس» ومرض ته لاعلاج پاته دي. پخپله طبیبان وایي،چي داناروغي داسي ده لکه یو«ګریپ»؛خوپه میلیونوخلک په اخته سوي اوپه زرهاوو ئې وژلي. دټوله نړۍ پر اقتصادي حالت،ټولنیزحالت اوسیاسي حالت باندي دې «وېروس» فشارراوړ. انسان پخپل دغه قدرت ورته عاجزه پاته دی. دا په دې ماناده،چي انسان ډېرعاجزه واکمن دی. له دې نه څرګنديږي،چي ماده ډېره ضعیفه او بېواکه ده. که څه هم دداټوله نړۍ جوړښت اوسستم مادي دی. خو بیاهم دیني پوهان توصیه کوي، چي د«نفس اماره» پیروی نه سۍياني ډيرمادي پرسته نه سۍ .
ماده چي زېږه ونکې اوزېږېدونکې ده. الله (ج) نه زېږېدونکی اونه زېږه ونکی دی او هیڅ یوسیال نه لري. واحدخالق دی او له مادې نه د پورتنیودلایلوپربنسټ الله ماورادی. الله لایزال دی،مطلق دی،خالق دی،واحد دی اوبې سیاله دی. اوماده چي ده بدلون مومي، شی نه سي خلقه ولای یاني مخلوق ده او واحده نه ده.