د ښار په يوه ګڼه ګوڼه کې د سرک غاړې ته يوه ښځه چادري په سر په داسې حالت کې ناسته وه، چې ماشوم يې په غيږ کې نيولی وو. مخې ته يې يو څادر غوړيدلی وو، چې دپاسه ورباندې د دنداسو وړې وړې ګيډۍ پرتې وې. کله به د ماشوم په غلې کولو او کله د مشتري سره په خبرو کولو کې بوخته وه.
د لرې نه يې اعلانونه تر غوږ شول، خو د بازار د شور له امله ورباندې پوهه نشوه. د لاوډسپيکر دا غږ ورو ورو نژدې کېدو، تر دې چې تر دوی راورسېدو. دا د ترافيک پوليسو موټر وو، چې دپاسه ورباندې لاوډسپيکر لږيدلی وو. بار بار ترې دا اعلانونه کېدل، چې د کرونا ناروغۍ له امله سر له سبا ټول ښار تر يوې مياشتې تړل کيږي. هيڅوک حق نلري چې د کوره راووځي. که هر څوک د باندې وليدل شو، بيا به يې خېر نه وي.
ښځه په سوچونو کې شوه او ځان سره يې وويل: که ښار بند شي، زما بچيان به څه خوري؟ کله به کرونا ته په بدو ردو شوه او کله به يې زړه ته يو څه تسلي ورکړه، خو چې يوه مياشت به يې راياده شوه؛ نو بچيان به يې نيغ سترګو ته ودريدل. بې اختياره به يې سترګو نه اوښکې روانې شوې.
يو ساعت همداسې په سوچونو کې ډوبه وه او د دنداسو ګيډيو ته يې کتل.
ځان سره يې وويل: دا بايد نن خرڅې شي، ځکه بله چاره نشته. بيا وبنګيده، خو څنګه؟ په نيمه بيه. بس خلاص! وشوه.
مازديګر مهال يې د دنداسو د ګيډيو زياته برخه په نيمه بيه خرڅه کړې وه؛ يو څه نغدې يې کړې وې. ورته خوشاله ښکاريده. دا نغدې يې بار بار شمېرلې. د موټر کرايه يې ترې بيله کړه، خو لږ ساعت وروسته يې بېرته د نورو پېسو سره ګډه کړه او ويې ويل: کور ته به په خپلو پښو لاړه شم.
بيا ځان سره لکه ليونۍ په خبرو سر شوه.
په دې پېسو اوس څه واخلم؟ اممم! موسکۍ شوه. داسې څه بايد واخلم چې تر څو ورځو ورباندې ژوندي پاتې شو.
پای
کجنګ، سلنګور، ماليزيا
2020/04/06