دا مهال هېواد کې د ګډ حکومت په اړه بېلا بېل نظرونه او وړاندیزونه کیږي چې یو يي هم د ۱۳۹۸ کال د تولټاکنو پر بنسټ د ګډ حکومت طرحه ده چې ټاکنو کې د ولسمشر غني په مشرۍ د دولت ساز ټیم لخوا وړاندې کیږي. همدارنګه د ټاکنو بله ډله د عبدالله په مشرۍ چې ټاکنو کې يي ماته خوړلې د ټاکنو د ماهیت د مسخه او بې اعتبارولو لپاره، ګډ حکومت په یو بل نوم چې دوی يي ټولشموله حکومت نوموي، د افغانستان لپاره کیمیا ګڼي. ځینې نور بیا د پراخ بنسټه حکومت وړاندیز لري او هغه د افغانستان لپاره وړ بولي.
خو خبره تر ډېره بریده د ګډ حکومت، ټولشموله حکومت او پراخ بنسټه حکومت په نومو پورې نه ده تړلې. که پرحکومت د یادو نومونو څخه هر نوم کېږدو، ډېر توپیر نه لري. حقیقت کې د حکومت جوړښت او دندې دي چې په اړه يي طرحې ارزښت پیدا کوي.
دولت ساز ټیم چې ټاکنې يي ګټلي، واک لري چې نوی حکومت جوړ کړي. دا حکومت به د هغو ژمنو د پلیتوب لپاره چې ټاکنو کې يي خلکو سره کړې، جوړیږي. بلخوا حکومت به هغه تګلار او کړنلار چلوي چې وار له مخه يي د حکومت لپاره تدوین کړې. دا ټیم اساسي قانون او ریاستي جمهوري نظام د ځان لپاره سره کرښه ګڼي او پرې د معاملې قانوني واک هم نه لري. د دې ټیم په اند په ټاکنو کې پاتې راغلی ټیمونه یا ډلې او نورې سیاسي ډلې او یا خپلواک سیاستوال چې د دوی د تګلار په پلیتوب کې همکاري کوي، دوی سره په نوي حکومت کې برخه اخیستلی شي او دا ټیم دې ډول حکومت ته ګډ حکومت وایي. ښه بېلګه يي د حنیف اتمر په مشرۍ د حق او عدالت ټیم دی چې له ټاکنو وروسته يي د ولسمشر غني په مشرۍ د دولت ساز ټیم تګلا سره خپله همکاري اعلان کړه.
د عبدالله عبدالله ډله چې ټاکنې يي بایللي، د اساسي قانون له مخې حکومت نه شي جوړولای. دا ډله باید اپوزیسیون ته لاړه شی. دا ډله چې د اساسي قانون خلاف پارلماني نظام او د لومړی وزیر پست غواړي او په داسې بنسټ د حکومت چلولو لپاره جلا تګلار هم لري، د دولت ساز ټیم او نورو سیاسي ډلو او سیاستوالو سره چې هغوی د اساسي قانون ضد داسې تګلار نه لري، په یوه حکومت کې ګډ کار نه شي کولای. د عبدالله ډله اساسي قانون ته د بیرته راتګ او د خپلې تګلار له بدلون پرته، د دولت ساز ټیم او یا د نورو سیاسی ډلو سره چې اساسي قانون او ریاستي نظام ته ژمن دي «ټولشموله حکومت» نه شي جوړولی.
په دې توګه د عبدالله ټیم د «ټولشموله حکومت» وړاندیز غیرې عملي، نامشروع او ناقانونه دی!
عبدالله د «ټولشموله حکومت» بولاله د یوه ریښتیني ګډ حکومت د جوړېدو په مقابله کې غږوي. بلخوا د عبدالله دا ډول سر درګمه«ټولشموله حکومت» د طالبانو د «اسلامي امارت» سره چندان توپیر نه لري. هلته هم اساسي قانون، نظام او د نظام په بشپړتیا کې د افغانانو د تېرو لسیزو زیار او بریاوې بابیزه ګڼل کیږي او د عبدالله په «ټولشموله حکومت» کې هم دغه بریاوو ته په سپکه سترګه کتل کیږي!
د عبدالله «ټولشموله حکومت» د موازي حکومت یوه بڼه ده. کله چې د عبدالله د ناحقې لوړې غونډه کې د نوموړې ډلې موازي حکومت؛ افغانانو او نړیوالو په پراخه کچه وغانده، نو يي د «ټولشموله حکومت» نوم پرې کېښود!
دا مهال تر ټاکنو وروسته، د عبدالله او د هغه د ډلې هر چلند چې دولتي واک کې د ناقانونه ونډې لپاره ترسره کیږي، ګډوډي او بغاوت ګڼل کیږي او مرکزي حکومت قانوني حق لري چې دا ډله تر عدلي او قانوني څار او جزا لاندې ونیسي!
د ۲۰۲۰ کال د اپریل ۶ مه
سرلوڅ مرادزی