دا تیره میاشت د افغانانو په زړو کی د سولی، آزادی، او د سوکالی هیلی راوټوکیدی او د دی خوشباوری په ګناه مایوسو افغانانو خپل ارمانونه د توصیی په توګه له جنګمارانو سره شریک کړل. هره ورځ د دی په هیله وه چه د افغانستان روشنفکره (!!!) خلک به له خودنمایی نه تیر شی او د سولی لپاره به خود ایثاری وکړی او دهغی په لور به مثبت قدم واخلی. متاسفانه دا د سولی هیله یو هوس وو چه خدای خبر بیا به کله زمینه ورته برابره شی. 

امریکایان یو شریر دولت دی چه د افغانستان اداری ته یی داسی کسان راوړی چه هغه د افغانستان د خلکو په ارمانونو پسی خاندی او ټول عمر یی یا امریکا ته خدمت کړی او یایی د هغه لپاره لوړه کړی ده او یا داسی ړانده دی چه د استعمار په ایدیالوجی باندی ویده شوی چه له ارتعاش نه سوا بل څه نسی کولای. داسی کسانو نه به نوره څه ګیله وی.

د قطر د تړون له شرطونو سره مطابق باید بی له قید او شرط نه د طالبانو بندیان آزاد شوی وای. دا تقاضا د یو مخلص لوری نه جایزه خبره وه. خو له ډیری خواشینی سره سره دا ونشول. نه دا چه دا شرط په ځای نشو د جنګ ډګر نور هم تود شو. 

د غنی سرکښی صرف د ګډوډی سرکښی بللای شو ځکه هغه هیڅ د واقعی رهبر وظیفه اجرا نکړای شوای. د عبد الله سره بی قاطعیتی، د کرونا سره بی اعتنایی، او د سولی په هکله نخری یوازی او یوازی د هغه له کډوډی سره د مینی شاهدی ورکوی. 

مونږه بیریدو چه د قطر تړون به د فلفین په ماډل ولاړ وی. په دی هکله مو په تیره مقاله کی هوشدار ورکړی او دا مو هیله وه چه غنی به له خپلو نخرو تیر شی. د هغه کسانو د ګټی لپاره چه د امریکایی ماتیو تاریخ ئی ندی ویلی باید دا توضیح کړو. د امریکایی استعمار او وخشت دوه مثالونه د ویلو وړ دی: په فلفین کی سل کاله مخته د مسلمانو (مورو) قومونو د دفاعی جنګ نه وروسته امریکا شکست و خوړ او له هغی خاوری نه و وتله. خو د پری ایښی یا د ځای ناستی حکومت او د مسلمانو تر مینځ لا تروسه جنګ روان دی. دوهم مثال یی د ویتنام جنګ دی. هلته د امریکا او د آزادی غوښتونکی خوځون تر مینځ تړون وشو مګر د یو کال په مینځ کی په امریکایانو ځای ورک شو او په ډیر خجالت له ویتنام نه و تیښتیدل. دا چه په افغانستان کی د ویتنام شرایط نشته نو د فلفین ماډل ډیر امکان لری. د دی دلایل دادی: 

1.  غنی او خلیلزاد د افغانستان د اوبادی په هیله لبنان ته استول شوی وه چه په یو امریکایی پوهنتون کی څه زده کړی. دوی دواړه لا تراوسه د امریکا په خدمت کی دی او ول. د هغوی اولادونه هلته په امریکا کی لوی او په امریکنیزم به ایمان لری. دا چه د غنی استازی د ټرمپ په خلاف د امریکا په قومپرستو پسی ګرزیدل او هغوی ته ئی د افغانستان نه د نه وتلو لپاره زاری کولی دا ښیی چه اخر به دوی او امریکایان د فلفین په ماډل سره موافق شوی وی. دا دا معنی لری چه امریکا به ووزی، او څه قاتلان به پریږدی، او د کابل اداره به د امریکا لپاره د یو ګورکه سپاهی په ډول کار کوی. 

2.  د تړون د لاسلیک نه وروسته غنی په نخرو شو. بیا دا ثابته شوه چه امریکایانو کابل ته د قطر د تړون په خلاف بله مسوده ورکړی وه. 

3.  که څه هم دوی د جنګ د اور بند خوله کړی وه خو د جنګی بندیانو د نه ازادولو د تعهد نه وروسته طالبانو حملی زیاتی کړی او بیا د امریکایی فشار نه وروسته بیرته یی د هغوی ازادی و منله خو له قید او شرطو نه تیر نه شول. له دی نه وروسته دوی د خپلو بمباریو او د بیګناه په وژلو او د هغوی د مالونو په غلا کولو پیل وکړ. 

4.  د کابل د اداری تصمیم چه جنګ ته به ادامه ورکوی. د هغوی باټی ویستل، د ځینی تیښتیدلو نمایندګانو د جنګ اعلانول، او د یو ډل کسانو اییدیالوجیک تضاد او د اینده لپاره د اسیمیتریک یا د ګوریلای جنګ په ضد د لازم تکتیک اختیارول اعلانول، د طالبانو په خلاف اتی پتی ویل، او د هغوی تسلیمیدلو تفاضا کول د هغه تصمیم تائید کوی. 

5.  د افغان او نورو خبریالانو خوله پټول دا ښیی چه هغوی د کابل د اداری او امریکا په تهدید د امریکا او د کابل د اداری په جنګی جنایاتو باندی خبری ونکړی او وښیی چه جنګ صرف طالبان کوی او نور نه. 

 

دا پورته دلیلونو مونږ و دی ته اړ کړو چه سوله راوستل یو سهراب دی، نو ځکه د تیر په څیر خپله خوله او قلم باید خاموش کړو او کله که بیا هیله پیدا شی او د اهل خلک و میندو نو خپل نظر به وړاندی کړو. 

 

لوی خدای دی افغانستان ته پوه ور په برخه کړی