ما لږ مهال مخکې د «ګډ حکومت» تر سرلیک لاندې، یوه لیکنه په رسنیو کې خپره کړې وه.
هلته مې د عبدالله د ناحقه لوړې غونډه کې د نوموړي د موازي حکومت په اړه چې عبدالله ورته د «ټولشموله حکومت» نوم ورکوي، لیکلي ول چې داسې موازي حکومت افغانانو او نړیوالو په پراخه کچه وغانده. په دې اړه یو نږدې دوست لیکي«جناب ډاکټر صیب تاسې لیکلي چې موازي حکومت نړیوالو وغانده اوس خو همدا نړیوال او په سر کې يي امریکا ده چې د همه شمول چغې وهي او ولسمشر يې تر ټینګ فشار لاندې نېولی، کله د یو میلیارد ډالرو مرسته کمول او یا همداسې نور فشارونه»
د نوموړي دوست غوښتنه او نېوکه تر یوځایه پرځای بولم، خو د ډیری افغانانو په اند د ولسمشر غني په مشرۍ پر افغان حکومت د «یو میلیارد ډالرو مرستې د کمېدو او نورو فشارونو» مسوولیت تر امریکا مخکې د عبدالله او د هغه د شرګډې او ملي ضد ډلې پر غاړه دی. دلته باید په مسوولیت کې د عبدالله او امریکا ترمنځ توپیر ته پام ولرو. د مرستې د کمېدو او نورو فشارونو لومړی او اصلي لامل او مسوول عبدالله او د هغه لنډه غره ډله ده او کېدای شي وروسته امریکا او نور.
موږ پښتو کې وایو:
چې کاڼې اخلې ځان پرې ولې، ملامت څوک دی؟
په یو تازه خبر کې ګوهمارټ د امریکا د ګانګرس پخوانی غړی وايي: «د مسعود (احمد ضیا مسعود) په ګډون د شمالي ټلوالې مشرانو مونږ ته څو څو ځلې ویلي چې تاسو نه شۍ کولی د ټول عمر لپاره په افغانستان پاتې شۍ، یوه ورځ باید لاړشۍ، مګر مخکې له ې چې ولاړشۍ، تاسو باید د افغانستان اساسي قانون بدل کړۍ او د حکومتولی غیر متمرکز نظام یا سیستم رامنځته کړۍ.
ګوهمارت زیاتوي، ما مسعود ته وویل چې څنګه به وکړای شو ستاسو دولت دې ته راضي کړو چې اساسي قانون بدل کړي؟ په ځواب کې ، مسعود وویل، تاسو د دولت لپاره ترټولو ډیره مرسته ورکونکي یاست او تاسو کولی شۍ دا بدلون راوړۍ»
(نوټ: نن چې د امریکا یو میلیارد مرستې کمیږي د همدې لوبې یوه کړی ده)، د سفیر احمد له لیکنې څخه کاپي
امریکا او نور هېوادونه د خپلو ملي ګټو په غم کې دی او امریکا دلته د خپلو ګټو لپاره راغلې ده. که د امریکا ملي ګټې د ولسمشر اشرف غني په حکومت کې وي، له هغه ملاتړ کوي؛ که دا ګټې يي د عبدالله او د هغه د ډلې په ملاتړ کې نغښتې وي له عبدالله ملاتړ کوي او که دا ګټې يي په طالبانو او نورو کې وي له هغو ملاتړ کوي.
بلخوا موږ افغانان نه شو کولای امریکا ته د هغو ګټې وروپېژنو او دا مو دنده هم نه ده، هغوی پخپلو ګټو پخپله ښه پوهیږي. موږ باید خپلې ملي ګټې وپېژنو او د هغو په ګټلو او خوندیتوب کې پخپله لاس پکار شو او د نورو هېوادو په تمه کښېننو!
دا موږ افغانان یوو چې امریکا او نور هېوادونه باید اړباسو چې موږ سره په اړیکو کې سم او عادلانه چلند ونیسي.
امریکا او نړۍ په افغانستان کې موازي حکومت وغانده، خو عبدالله او ډلې يي په همدې لامل خپل موازي حکومت ته بل پرتوګ ورواغوست او هغه يي د«ټولشموله حکومت» په نوم وړاندې کړ. د عبدالله عبدالله«ټولشموله حکومت» په ماهیت کې همغه پخواني «د ملي یووالی دوه سری حکومت» یا موازي حکومت دی، خو په بدل نوم!
اوس دا زموږ د افغانانو دنده او مسوولیت دی چې دا «نوی دوه سری حکومت» د امریکا په ګډون نړیوالو ته افشا کړو او د جوړېدو مخه يي ونیسو.
په تازه پرمختیاوو کې د «عبدالله یو ویاند رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي چې دوی د سياسي کړکېچ حل غواړي، خو بايد د ولسمشر ترڅنګ د اجرائيه رئيس پوست هم رامنځته شي. بلخوا عبدالله ته يو شمېر نېږدې سرچينو ويلي دي چې عبدالله عبدالله د اجرائيه رئيس پوست، د سولې عالي شورا مشري او په حکومت کې خپلو کسانو ته د ۴۰ سلنې ونډې غوښتنه کړې ده.، روهي بریښناپاڼه»
دا دریواړه غوښتنې د پخواني «دوه سري ملي یووالي حکومت» چې د ولسمشر غني د فرمان له مخې ړنګ شوی، غوښتنې دي چې عبدالله يي دا ځل د«ټولشموله حکومت» په نوم وړاندې کوي.
تر ټاکنو وروسته او د ولسمشر غني په مشرۍ نوی حکومت هم د ګډ حکومت یا پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو خبره کوي، خو دا حکومت او د عبدالله«ټولشموله حکومت» د نوم له مخې نه، بلکې د ماهیت، جوړښت او دندو له مخې بنسټیز توپیر لري. په نوي حکومت کې به موجوده جمهوري نظام، اساسي قانون او په تېرو دوه لسیزو کې د افغانانو تر لاسه شوې بریاوې خوندي ساتل کیږي، خو دعبدالله «ټولشموله حکومت» د موجوده نظام او اساسي قانون سره مخالفت لري.
افغانان باید په یوه پراخه جبهه کې د عبدالله د ملي ضد«ټولشموله حکومت» په وړاندې ودریږی. دا د افغانانو دنده ده چې د امریکا په ګډون نړیوال په دې قانع کړي چې ټاکنو ته درناوی ولري او د هغو پر بنسټ رامنځته شوي حکومت سره اړیکې ټینګې کړی.
افغانان باید د عبدالله دغه توطیه افشا کړي چې امریکایان او نور هېوادونه لمسوي چې د ولسمشر غني په مشرۍ د متنخب حکومت سره مرستې کمې یا پرې کړی.
د ۲۰۲۰ کال د اپریل ۷ مه
سرلوڅ مرادزی