د تایلینډ حکومت د جمعې په ورځ لږترلږه ۶۰ تنه ناقانونه کمبودیایي کاریګر له خپل هیواده وویستل.

تایلینډي چارواکي وایي دغه کسان چې ۲۳ میرمنې هم په کې شاملې وې په پټو سرحدي لارو په ناقانونه ډول او پرته له کومو اسنادو تایلینډ ته د کار کولو لپاره راغلي وو.

د تایلینډ د پولیسو یو لوړپوړی چارواکی 'نام یونګ' وایي، له کمبودیا څخه ډیری کاریګر د قاچاق کوونکو لخوا په ډیرو کمو پیسو تایلینډ ته د شاقه کار کولو لپاره راوړل کیږي، چې له یوه اړخه په تایلینډ کې د کار او تجارت توازن کډوډوي او بل په امنیت هم بد اغیز کوي، چې دا یوه لویه ستونزه ده.

نوموړي د تایلینډ حکومت د تیر کال د یو راپور پر بنسټ وویل، "اوسمهال په تایلینډ کې تقریبآ یو میلیون کاریګر په کار بوخت دي، چې لږترلږه ۳ سوه زره یي هیڅ ډول اسناد په لاس نه لري.

هغه وایي، دا د حکومت لپاره یوه ستره ستونزه ده چې له منځه وړل یې جدي اقدامات او سالم مدیریت ته اړتیا لري.