د استرالیا حکومت د مهاجرینو لپاره د دغه هیواد د تابعیت د ترلاسه کولو پروسه کې نوي تغیرات او د انګلیسي ژبې یوه ازموینه زیاته کړی.

یاد شوې حکومت وایي، د استرالیا د تابعیت یا په دغه هیواد کې د دایمي هستوګنې د ترلاسه کولو پروسه لا پسې سخته او تقویه کوي، تر څو یوازی هغه څوک یې ترلاسه کړی شي چې په ریښتینې ډول یي مستحق اوسي.

نوې ازموینې سره هغه کسان چې غواړي د اسټراليا تابعت ترلاسه کړي، بايد دا وښايي چي څنګه یې ځان اسټراليايي ټولنې سره برابر کړی او څومره يې ټولنې ته خدمت کړی.

يو کس بايد لومړی ۴ کاله د اسټراليا دايمي اوسيدونکی واوسي، تر څو د اسټراليا تابعت ترلاسه کړي. برسیره پر دې د استرالیا د تابعت ترلاسه کولو لپاره د انګليسي ژبې ازموينه هم اخيستل کيږي او شرايط يې د پخوا په پرتله ډیر سخت کړي.

د اسټراليا د تابعت ترلاسه کولو ازموينه کې، کورنی تاوتريخوالی، د ښځو سنتول، او جبري ودونو مسلې هم شاملې دي، چې که څوک په يادو برخو کې ککړ وي د اسټراليا تابعت ورته نه ورکول کيږي.

لومړي وزير مالکم ټرنبل د ياد اعلان وخت کې وويل، "دا نوي تغیرات د دی لپاره وړاندې شوي ترڅو د اسټراليا ملي ارزښتونو ته لومړيتوب ورکړل شي."

بله خوا د اسټراليا د مهاجرت وزير پیټر ډوټن هغه خبرې ردوي چې ګواکي دا قوانين داسې جوړ شوي ترڅو له مهاجرو ټولنو څخه ځانګړې ډلې په نښه کړي.