تیره پنج شنبه د استرالیا لومړي وزیر مالکم ټرنبل اعلان وکړو چې د استرالیا د ۴۵۷ په نوم د بهرنیو مهارت لرونکو ویزه یې فسخه کړې.

نوموړي وویل چې یاده پریکړه یې ځکه وکړه تر څو استرالیایي کاریګرو ته په استرالیا کې د کار د ترلاسه کولو لومړیتوب ورکړي.

استرالیا د نړۍ تر ټولو لوی څوکولتوریزه هیواد بلل کیږي، او له ډیرو کلونو راپدیخوا د دغه هیواد حکومت دا زمینه برابره کړې وه چې له نورو هیوادونو بهرني کاریګر استرالیا ته راولي، چې بیا تر څه مودې وروسته دغو کسانو کولې شول چې د استرالیا دایمي اوسیدونکي هم شي.

یاد پروګرام لومړی ځل په کال ۱۹۹۶م کې د 'جان هاورډ' د حکومت له خوا رامنځته شو او تر دی دمه په زرګونو هندي، انګلیس او چینایي وګړي له دغې لارې استرالیا ته راغلي او میشت شوي چې شمیر یي ۹۵ زرو ته رسیږي.

ښاغلي ټرنبل خبریالانو ته د یاد اعلان په وخت کې وویل، چې د ۴۵۷ په نوم ویزه به په یوه نوې موقتې ویزه تبدیله کړي، چې په دی سره به څوک ونشي کړی په استرالیا کې دایمي تابعیت ترلاسه کړي.

نوموړي وویل، اوس له بهر څخه په دوو ويزو باندې کاريګر کولی شي اسټراليا ته راشي، چې يوه يې د ۲ کلونو او بله یې د ۴ کلونو لپاره ده، چې د ۴ کلونو ویزه د ډيرو سختو شرايطو په اساس یوازی لوړو مهارت لرونکو بهرنیانو ته ورکول کيږي.