لنډه کيسه : انجنير ستانه مير زهير شينواری

زما د مينې نه توبه ده!             

جلال په زمزمه د ځان مينځلو له تشناب نه راووت.  سمدلاسه يې راډيو يې چالان کړه.

په راډيو کې ګلزار عالم دا سندره ويله:

له پاسه واوری وريدی غرونو لمبی کولې

ما او جانان چې له يو بل سره وعدې کولې

راډيو يې نوره هم په زوره کړه، په داسی حال کې چې د خپل سر ويښتان يې په دسمال وچول، د راډيو د سندری د موزيک سره سم يې د نڅا حرکات هم پيل کړ.

ناڅاپه يې مور راننوتنه، لومړيی راډيو مړه کړه او بيا يې په قهر جلال ته وويل:

- دا څه ډمتوب دی شروع کړی دی، ټوله ورځ ته يې او سندری دی، تاسو ته داميراث له پلار نه پاتی دی. هغه به هم په ځوانی کې همدا کارونه کول.

جلال له ډير خجالت نه  سر ټيټ ونيوه . هيڅ غږ غوږ يې ونه کړاو په بيړه له کوره ووت.

مور يې په کوټه کې خواره واره شيان، ټول ځای په ځای کړل   په تلويزون يې دسمال وغوړاوه، راډيو يې په خپل ځای کيښوده.  هری خوا پرتې داډيو او ويډيو CD ګانی يې په يوی پلاستيکی کڅوره کې واچولی او هغه يې هم د تلويزون په خوا کې کيښودلی.

د جلال ملګری او د دوستان هم د سندرو د اوريدو ډير زيات مينوال و. کله نا کله به يې په يوه او بله حجره کې د منګی، ستار او رباب سره د ټنګ ټکور مجلسونه جوړول. په هغو ودونو کې چې به ساز او سرورد و نو دجلال ياران به د هر چا دمخه په کټونو کې ناست و.

خو نن چې د کلی په ميدانی کې دجلال يارانو د هغه  سره روغبړ  کاوه نو يو څه خپه معلوميده. يوه او بل ورنه د خپګان پوښتنه کوله، خو هغه خبره هاخوا ديخوا کوله  او ځواب يې نه ورکاوه. ملګرو هم نه پريښوده ، په بيا بيا يې ورته وويل  ، په پای کې مجبور شو او داسی يې وويل   :

- خپه په دې يم چې په ټول عمر کې مې يوازې همدا نن د راډيو د سندری سره په خپله کوټه کې ډانس کولو چې ناڅاپه مې  مور راغله  او زه  يې وليدلم، اوس مې خدای شته ډيره خوا بده ده .

د دی خبری سره سم ټولو ملګرويې په کړس کړس وخندل ، يوه ملګری پری غږ کړ:

- يارهيڅ چرت مه خرابوه، دا دومره  د خپګان خبره نه ده،څه  بل چا خو نه يي ليدلی، خپلی مور ليدلی!   خپله مور خو مور وي.

د دی خبرې سره سم د جلال ټنډه وغوړيده او يو څه مسکی شو. يو  بل ملګری پرې غږ کړ:

- جلاله! زيری مې درباندی، بيګاه ته په برکلی کې واده دی، له ښار نه يې زبردست ډمان راوستی دی.. بس ټول به ورځو  ، پام دې وي چې بيا بانې مانې ونه کړې .

جلال چې داخبره واوريده، له ډيری خوشحالی نه يې رنګ تګ سور شو او په لوړ غږ يې وويل:

- بيشکه! ته بيګاه يادوې زه خو وايم راځی چې همدا اوس ورشو.

جلال ماښام د خپلو ملګرو سره واده ته لاړ ، تر نيمی شپې پورې د ډمانو سيل ته ناست و. کله چې ډمانو خپلی باجی او دوکړۍ(دبلی) وتړلی، نو جلال هم د خپل کور مخه ونيوله.

کله چې د کور دروازی ته را ورسيده نو په زړه يې ويره او ډار  ننوت ، ځکه په نيمه شپه يې نه شو کولی چې د کلا دروازه ووهی، په ډيری خواری د کلا د ديوال له لاری د خپل کورانګړ ته ښکته شو .غلی غلی روان چې مور او پلار يې په راتګ خبر نه شي . خپلی کوټی ته د رسيدو سره سم يې لومړی تلويزون چالان کړ او بيا د خپل کټ دبسترې په سمولو اخته شو . په تلويزون کې يو دم نوې سندره داسې پيل شوه  

زما د مينی نه توبه ده  بيا ببه نه کړم مينه

د جانان مينه عجيبه ده بيا به نه کړم مينه

جلال چې په کار اخته و او د سندر غاړی غږ يې تر غوږ شو، نوپه بيړه يې د تلويزون د پردې په لور وکتل ، هک پک شو ، د سندر غاړی په څيره يې خپلې سترګی نورې هم  ښخی کړی. يو ناڅاپه يې په کړيکه وويل :

- آخ!  خدايه ! دا څه ګورم!؟

د دی خبرې  سره سم يې، په خوا کې ايښی د اوبو ښيښی جک او ګيلاس يو په بل پسې د تلويزون په ښيښه وار کړل او د تلويزون د سکرين  ماتې ښيښی هری خوا خوری وری دل شوې .

جلال د ډيره وخته په خپله کوټه کې بې هوشه پروت و، خو کله چې په هوش راغی رڼا ځمکی ته رالويدلی وه. په بيړه يې د خپل سفر له پاره تياری ونيو، څو يې چې مور او پلار له خوبه را پاڅيدل جلال له کلا وتلی و او د ښار مخه يې نيولې وه

مور يې  چې سهار د جلال کوټی ته ننوتله،  د جلال نه شتون او دمات شوی تلويزون ښيښی هر لوري ته خورې ورې پرتې   وليدی حيرانه دريانه ودريده. په سترګو کې اوښکی راغلی، په ډيرې وارخطايې دا خبره د جلال پلار ته ورسوله ،هغه هم وارخطا شو او په دی انديښنه کې ډوب شو چې په زوی به  يې څه پيښه راغلی وي ؟.

له بلی خوا جلال تياره ماښام ښار ته ورسيده د شپې د تيرولو له پاره ، نيغ دخپلی خور کورته ورغی .خور د وروور په ليدلو ډيره زياته خوشحاله شوه، د کور د ټولو وړو او غټو پوښتنه يې ورنه وکړه او جلال هم د خپلې خور هرې پوښتنې ته ځواب ورکاوه .

خور د خپل ورور ډير قدر او عزت وکړ. چې کله ويده کيده نو ښايسته نوې بستره يې ورته وغوړوله ، په خوا کې يې اوبه ورته کيښودلې ، بيا يې د هغه د کوټې  برق مړ کړ . دښه خوب او ښې شپې هيله يې ورته څرګنده کړه  اونوره خپلې کوټې لاړه .

 شپه تيره شوه او چې سهار شو نود جلال خور خپل خاوند  د بازار نيږدې دوکان ته  په شيدو پسی وليږه چې نن خپل مسافر ورور ته د شيدو خوږ او مزه دار چای برابر کړي .

جلال همدا شيبه غنيمت وګڼله  له خپلی بډې يې تومانچه راوويستله، کارتوس يې وروست خور يې ډيره وار خطا شوه ، غږ يې پرې وکړ :

_ جلاله وروره ! په دې تو پانچه څه کوې ؟

جلال بې له ځواب ورکولو د توپانچې ماشه کړه او  درې څلور ډزی وکړې .

کله چې  د جلال د خور خاوند له شيدوډک  لوښی په لاس ، خپل کورته راستون شو ګوری چې ميرمن يې په سرو وينو کې پرته ده او جلال اوښی يې په کور نه شته.دوه دری ساعته وروسته د هيواد په مشهورو  تلويزونونو او راډيوګانو داسی خبر خپور شو:

- په خواشينی سره مو خبره اخيستی چې دخوږ ژبی سندر غاړی ...... چې تر اوسه يې يوازی يوه سندری په تلويزون کې ثبت شوی وه. د خپل ورور له خوا په دې تور چې ولې يې په تلويزون کې سندرې ويلی ، د توپانچی په ډزو ووژل شوه.او بيا يې د وژل شوې سندرغاړې همغه سندره يو ځل بيا د تلويزون په پرده وښودله :

زما د مينی نه توبه ده  بيا به نه کړم مينه _ د جانان مينه عجيبه ده،  بيا به نه کړم مينه

2009-05-15

پای