د    جيوسټشنر ي مدار (  Orbit  Geostationary) چې د چيو  (GEO ) مدار په نامه هم ياديږي  د سمندر له سطخی څخه ٣٥٧٨٦ کيلومتره  لوړوالی لری.نن سبا د مخابراتي ،  تلويزوني او  د هوا د وړاندوينې ، د سپوږمکيو د ځای په ځای کولو له پاره   تر ټولو ډير کاريدونکی مدار ګڼل کيږي .

 دا مدار د (Arthur C.Clark) په نامه هم ياديږی، ځکه چې نوموړی عالم په ١٩٤٥ م کال کې د _Wireless World) بې سيمه نړۍ ) په مجله  کې يوه مقاله نشر کړی وه اوهغه وخت يې  د همداسی يوه مدار مفکوره اوخيال وړاندی کړی و.

ددې مدار سپوږمکۍ چې په يوه  دايروي مدار کې ځای لري ، د استوا د کرښې سره يو ځای له ځمکې سره هم مهاله تاويږي او تل د استواکرښې  پر يوه نقطه تمرکزلري .

 دا د فضايی سپوږ مکيو د ځای په ځای کولو له پاره ،  تر ټولو ثابت اوپايداره مدار دی چې دځمکی د وضعی حرکت سره سم حرکت کوی. هره فضايی سپوږمکی چې په دی مدار کې ځای په ځای کيږی هغه هم د ځمکې د وضعی حرکت سره سمه چورليږي نو ځکه د ځمکی اوسيدونکې ته ځای پر ځای او ثابته ښکاري.

د استوا کرښې د پاسه فضا ، او س  د بيلابيلو سپوږمکيو د ځای په ځای کيدو له امله  ، په ډکېدو ده، نوځکه  د سپوږمکيو په لېږدولو کې بايد ډېر پاملرنه  وشي تر څو د نورو سپوږمکيو په سګنال کې مداخله ونه شي ..

 Geo   مدار سپوږمکۍ څو ښيګڼې لري چې له هغې جملې نه يوه داده چې د سپوږمکۍ موقعيت داسې دی چې د ځمکې له حرکت سره  سم چورليږي ، نو ځکه د سپوږمکيو او پر ځمکه د ايښودل شوو انټنونوتر منځ  د فريکونسۍ بدلون او تغيرد ستونزې سره نه مخ کيږي. دوهم ښيګڼه  يې داده چې  سپوږمکۍ څارل له ځمکې څخه ساده وي.

جيو سټيشنري مدار سپوږمکۍ،  د ځمکې دکرې نږدې ٤/١ برخه  فضا رانغاړي، نوکه  ٣ دا ډول سپوږمکۍ چې يو له بل نه ، په ١٢٠ درجو زاوېې جدا، ځای په ځای شي ،  د ځمکې د کرې تقريبا ټوله فضا پوښلی شي .

خو له بلې خوا  يو څه ستونزې هم لري:چې يو له هغو  څخه داده چې د  ٣٥٠٠٠ کيلومتره سفر وروسته سګنال تر ډېره حده کمزوری  کيږي.. بله ستونزه  يې داده  چې د جيو سټيشنري سپوږمکۍ څخه د ځمکې د کرې ، شمالي او جنوبي قطب  لرې پرتې سيمې په ضعيفه توګه تر پوښښ لاندې راځي  .