Gmail    دهغه  وړيا بريښنا ليک ( E-mail) نوم دی چې په ورستيو وختونو کې دګوګل (Google ) شرکت  له خوا دخپلو مينوالو  په واک کې ورکړل شوی دی .

دا برښنا ليک دويب پرمخ په دې ادرس  ( www.gmail.com   يا http\\google.gmail.com   ) ترلاسه کولی شو .

Google  يو امريکايي شرکت دی چې په 1998 م کال کې جوړ شو ی . اصلي او عمومي  خدمتونه يې د نيټ په نړۍ کې د www.google.com  ويبسايټ    له لارې د معلوماتو لټون دی .

د ګوګل شرکت له خوا د 2004 م کال د اپريل په اوله نيټه  ، يو په زړه پورې او عجيب خبر خپور شو چې د نيټ په نړۍ کې  يې د اتوم بمب د چاودنې غوندې شور او زوږ يې  جوړ کړ .خبر په دې ډول و :

.د ګوګل شرکت  به د يو  داسې وړيا  بريښنا ليک نوی سروس د خپلو مينوالو په واک کې ورکړي چې فضا به يې څه نا څه يو ګيګا بايټه (   1Gb) وي  .

دا خبر په لومړيوشيبو کې نه باور کونکی و او خلکو فکر کاوه چې دا به د اپريل د لومړۍ ورځ دروغ وي  چې په غربي نړۍ کې دود  دی . خو ددې  خبر رښتياوالی په ډيرې چټکۍ سره د ګوګل شرکت مشرانو ، دمعتبرو رسنيو په وړاندې تاييد کړ .

ددې خبر د تاييد نه وروسته د بريښنا ليک دوه پخواني شرکتونه  Yahoo Mail  او Hotmail

 د سختې ويرې سره مخ شول ، دوي فکر کاوه  چې کيدای شي د Gmail په راتلو به دوي خپل مشتريان له لاسه ورکړي . ځکه تر دې دمه دغو دوه شرکتونو د خپلو مشتريانو د بريښنا ليک له پاره ډيره کمه فضا په واک کې ورکړې وه . دهمدې انديښنې  د له منځه وړو له پاره  ، پراخه سيالي پيل شوه چې  په پايله کې Yahoo Mail  او Hotmail هم په بيړه په خپلو انټرنيټي سرويسونوکې د بريښنا ليکونوله پاره ورکړل شوې  فضا زياته کړه  او اوس کارن (   User ) دپخوا په شان مجبور نه دي چې د نوي ايميلونو د لاس ته راوړلو له پاره زاړه ايميلونه پاک کړي. .

ددې سيالۍ سره سره  د ګوګل شرکت ،  د Gmail بريښنا ليک سرويس   ، بيا هم د خپلو سيالګرو څخه د مخه دی او خپلو مينوالو ته يې په زړه پورې اسانتياوې برابرې کړې  دي