دکمپيوټر حافظه
په هغی الکترونکی وسيله کې چې معلومات او پروګرامونه زيرمه يا ساتل کيږی د کمپيوټر حافظی په نامه ياديږی.
د کمپويټر حافظه د انسان د حافظې په څير ده خو توپير يې دا دی چې د کمپيوټر حافظه په زياته اندازه معلومات خوندی او ساتلی شي. بی له دينه چې په هغې کې کوچنی بدلون راشی او يا هغه هير او له ياده وباسي.
د  کمپيوټر حافظه په کوچنيو او زياتو حجرو (Cell) ويشل شوی او هره حجره يو ټاکلی ادرس لری. په کمپيوټری حافظه کې زيرمه شوی معلومات د حافظی منځ پانګه (Contents) په نامه ياديږي.
د حافظی منځ پانګه توري، شمېری، نښی او نور دی په عمومی توګه ويلی شو، هر هغه څه چې په (٠) او (١) باندې د خونديتوب وړتيا ولری، هغه په کمپيوټری حافظه کې زيرمه کيدای شی.
په دی توګه ويلی شو:
د حافظی منځپانګه هر څه چې وی (توری، شميری، نښی، شکلونه، تصويرونه، غږونه...) په حافظه کې په کود شوی (Coded) بڼه ځای نيسي. دغو کوډونه يوازې د صفر او يو نه جوړوی.
کله چې د حافظی په يوه حجره کې، معلومات ځای په ځای شی نو پخوانی معلومات له منځه ځی او ځای يې نوی معلومات نيسي. حافظه د پراسيسر يوه بيله او ځانګړی برخه ده خو له هغه سره نږدی اړيکی لري.
کله چې معلومات (Data)  کمپيوټر داخل شی نو د کنټرول برخی په مرسته حافظی ته ليږل کيږی. دکنټرول برخه (control Unite) د اړيتا په وخت کې، هغه له حافظی نه اخلی او دحساب او منطق برخی (    ) ته ليږدوی. حافظه د هغه پروګرام معلومات او د ستو رونه خوندی کوی چې هغه د کار لاندې وي.
په عمومی توګه د کمپيوتر حافظه په دوه ډوله ده: اصلی او ثانوی.
١. اصلی حافظه (Main Memory ): دا هم په دوه ډوله ده.

الف: ( ROM  (Read Only Memory ):
دا د کمپيوټر هغه اصلی حافظه ده چې يوازې لوستل کيږی. کله چې بريښنا قطع کيږی، محتوی يا منځپانګه يې له منځه نه ځی. اصلی دنده يې د کارن (User) له دستورونو د مخه، دکمپيوټر لارښوونه ده.

ب  : ( RAM (Random Access Memoy : دا د کمپيوټر د فزيکی حافظی او يا هم د سيستم د حافظی په نامه ياديږی. دا دکمپيوټر د اصلی حافظی يوه برخه ده چې هم لوستل کيږی او هم په کې (مجازاً) ليکل کيدای شی.په دی حافظه کې هره حجره (Cell) يوه ټاکلی ادرس لری چې پراسيسر يې کولی شی نيغ په نيغه تر لاسه کړی. د برښنا د له منځه تللو سره سم د RAM محتوی هم له منځه ځی. له دی امله داحافظه د ژر تلونکی (Volatile) په نامه هم يادوي.

٢- ثانوی (دوهمه ) حافظه (Secondary Memory  ):
هغه وسيلی چې دمعلومات (Data) دايمی او يا نيمه دايمی ساتنی له پاره کارول کيږی د ثانوی حافظی (Secondary Memory) او يا هم کمکی حافظی (Auxiliary Memory) په نامه ياديږی او هغه وسيلې چې معلومات په کې زيرمه کيږی د (Storage Devices   ) په نامه ياديږی. چې په دوه ګروپونو ويشل کيږی.
١- مقناطيسی ډيسکونه: لکه فلاپی ډيسک او هارډ ډسک.
٢- نوری يا ليزری ډسکونه: لکه (CD_ROM، CD_R ، CD_RW ،
DVD ، Flash Memory ) او نو ر
بايد يادونه وکړو چې يوازی کمپيوټر حافظه نه لری بلکی نوری الکترونيکی وسيلی لکه ګرځنده تليفونونه، د موټرو ګرځنده راډيوګانی، VCR، د عکاسی کمرې،  تلويزونونه او نور هم حافظی لری چې هره يوه خپلی ځانګړتياوې لري.