غزل

"ساه نيولى دې راغلى يم درشل ته
ما پخپله ځان سپارلى دیاجل ته"

                                 دوست شينوارۍ
زړه چاودون هم څه په ځاى پکار شو ګل ته
لار يې وکړه اخر ستا خواره وربل ته
حسنه ته بويه چې ناز واخلې د مينې
که جونګړې نه واى چا کتل محل ته؟
درد، ارمان، پرهر او داغ يې ولې کم وو؟
تمغه څه پکار ده ستا د عشق اتل ته؟
مرګ خو دادى چې راپورې نه شو تور ستا
غم دا نه دى چې روان يمه مقتل ته
ياران وايي انسان تېر شو له سپوږمۍ نه
او زه وايم لا خو پاته دى ځنګل ته
توغ راواخله چېرته يې افغانه عشقه؟
د هوس پردي راځي د زړه کابل ته
ستا کاږه باڼه د خاال تر سيوري لاندې
پښتانه څنګه په ملا ټيټ دي مغول ته؟
تر منزل چې ستا د غېږې رسي نور دي
موږ پيدا لکه وختونه يو مزل ته
په صحرا کې نرګس نه دي ټوکېدلي
سترګې سترګې واړه لارې دي ستا پل ته
د يوه "زهير"* زړګي پاس و درمله
ګنې زه؟! و استقبال د "دوست" غز ل ته؟!

٢٥/١٠/١٣٨٧- پېښور
* يادونه: ګرا ن مشر ورور انجنير ستانه مير زهير يادوم، چې د ارواښاد دوست شينواري پر پورتنۍ طرحي مطلع يې راته د څه ليکلو وويل (ا. درمل).