راليږونکی :Dr hassan
د راليږونکي پته :hassandoctor2000@yahoo.com
نيټه : 08-10-2008


هره سا مې جل وهلې

سروکال شي نه تیریږي ستا دعشق موسم داوښکو
ستا په ښار کې ږدم جانانه په ارمان قدم داوښکو

زمادسوي ارمانجن زړه سوز ګداز وي پکې نغښتی
چې لیکم يې لکه شمع هر غزل په نم داوښکو

هر یو دم مې دم ختلی هره سا مې جل وهلې
چې همیش ورته ملګرولپې لپې وړم داوښکو

نه امید نه دلاسه شته نه دیار طبیبې سترګې
ګوندي سپک يې شي دردونه ږدم په زړه مرهم داوښکو

ته پروامه کړه جا نانه زه یوازي نه در ځمه
بدرګه را سره درومي څنګ په څنګ عالم داوښکو

ټوله شپه ژاړي حسنه ګلورینه ستا په یاد کې
چې يې پروت په اننګو وي هر سحر شبنم داوښکو
ډاکتر حسن-لندن