جي پي ار اس  ) GPRS  )  
   GPRS  د (   General Packet Radio Service) لنډيز دی .
دا د  بي سيمه مخابرې (wireless communications) لپاره يومشهور  سټنډرډ دی  چې د GSM او IS-136 موبايل ټليفون استعمالونکو له پاره د موبائيل data سرويس د Packet  (غوټی) په بڼه اماده کوي. د دې Data دليږد راليږد اندازه  په يوه ثانيه کې د ٥٦ نه تر ١١٥ کيلو بايټو پوری رسيږی..
 د GSM (Global System for Mobile communications ) په موجوده موبايل تليفونونو کې د Data    دليږد راليږد چټکتيا ٩،٦کيلو بايټه ده . خوکه همدا موبايل تليفونونه  GPRS  ولري نو په عملي بڼه ، په يوه ثانيه کې  د 40 کيلو بايټه په چټکتيا  د انټرنيټ سره د دوصل کيدو شونتيا برابريږي  .
. GPRS په حقيقت کې  د GSM په شبکه کې د  Circuit Switched سټنډرډ بشپړونکی دی. يعنې د دويم نسل (2G)او دريم نسل  (3G) موبايل تليفونونو له پاره ، يو په زړه پورې ټکنالوژي ګڼل کيږي   چې په   زياتې چټکۍ سره  د معلوماتو ( Data) د ليږدولو او لاس ته راوړلو دنده تر سره کوي .
.GPRS د لومړي ځل له پاره د موبايل تليفونونو له لارې په دايمي توګه د انټرنيټ سره دنښلولو شونتيارا منځ ته کړه. نن ورځ هرهغه مو بايل  تليفون چې GPRS ولري او د انټرنيټ د يوه  سروس ورکونکې شبکې سره تړلی وي ، هرهغه څه چې  په يوه کورني يا دفتري کپميوټر کې دانټرنيټ نه د استفادې وړ وي،  په موبايل  تليفونونو کې يې هم وړتيا  شتون لري . لکه  يو بل سر چټ کول ، انټرنيټي ويب پاڼو کتل ، د FTP  فابل  ليږدول ،برښنا ليک تر لاسه کول اويانورو ته  ليږل ، د WAP (Wireless Application Protocol)  کارول ، ديوه موبايل نه بل موبايل تليفون ته د  لنډ متني پيغام (  SMS (Short Message Severs)   اويا هم د تصويري ، ويدويي او غږيز پيغامونوMMS 
  (Multimedia Massaging Services) ليږدول  او داسې نور .   
د GPRS يوه  ښه ځانګړتيا داده چې موږ په دايمي ډول د انټرنيت سره تړلي ساتي ، يعنې دا اړتيا نه شته  چې هر ځل موږ د انټر نيت ورکونکي سرويس سره ځانونه وصل کړو .
بله ښيګڼه يې داده جې د لګښت اندازه يې د هغو معلوماتو ( Data) په حجم پو رې اړه لري  چې موږ يې چاته ليږو او يا يې په لاس راوړو .يعنې د انټرنيټ سره يې تړلتيا ، په زمان او وخت پورې اړه نه لري
د GPRS ټکنالوژي په افغانستان کې هم  په ډيرې چټکۍ سره د ګرځنده تليفونونو شبکو ته لاره پيدا کړی او په دې لړ کې لومړی د روشن د ګرځنده  تليفونونو شبکې او ورپسې افغان بيسيم ګرځنده تليفونونو شبکې خپلو مشتريانو ته دازمينه برابره کړې ده .