چټنګ  (   chatting ) 

چاټ (  chat ) خبرې کولو ته وايي ، دا همغه (Internet Relay Chat ) دی چې لنډيز يې IRC دی
په عمومي توګه چيټ هغه خبرې اترې دي  چې هر څوک يې له هره ځايه  د انټرنيټ په مرسته  ترسره کوي
 Chatکلمه په ځانګړې توګه  د يو تن څخه زياتو کسانو سره خبرو کولو ته وايي خو په عامه  اصطلاح کې  هر ډول خبرو کولو ته هم چاټ وايي .
نن ورځ  په انټر نيټ  کې د Chatting  له پاره زياتې اسانتياوې شتون لري  چې دا ټولې په وړيا توګه تر سره کيږي .    تر ټولو ساده بڼه يې هغه چيټ دی چې دوه تنه او يا هم زيات کسان يې يو بل ته د ټايپ کولو له لارې  ليکلي پيغامونه  ليږدوي .
د متني يا ليکنې چاټ سربيره  په ځنو چيټ خونو (    Chat Rooms) کې تاسو د مايک او کمرې په وسيله غږيز او ويډويي چټنګ  هم کولی شی .د Chatting له پاره لومړی  اړونده پروګرام بايد په خپل کمپيوټر کې ولری .  نن ورځ په انټر نيټ کې دChatting   له پاره ، د بيلابيلو پروګرامونو تر څنګ دوه مشهور پروګرامونه يو هم Yahoo Messenger او بل يې MSN Messenger    دي .
ددې پروګرامونو د کارولو له پاره لومړی   بايد  په نوموړو شرکتونو  کې  د ځان له پاره د خپل ځانګړی بريښنا ليک (  E-mail  ) حساب ولری . که چيرې تاسو غواړی چې په ياهو مسنجير کې د چا سره Chatting وکړې نو دواړه خواوې مجبوره دي چې په ياهو مسنجر کې  کې د خپل ايميل ادرس له لارې  په مسنجر کې په  ليکه يا One Line شي . او يا برعکس د MSN مسنجر له لارې . خو د خوښۍ ځای دادی چی په ورستيو پرمختللو مسنجرونو کې دا ستونزه له منځه تللې ده .
نن ورځ د چيټ په چاپريال کې د وخت د صرفه جويې په موخه ، لنډې ليکنې ( Abbreviation    ) دود شوي دي چې تقريبا د يوې وړې ډکشنرۍ بڼه يې خپله کړې ده .د بيلګې له پاره به يې يو څو نمونې دلته راوړو .
  . AND            _   any day now.
AFAIK            _  as far as I know
AFK           _ away from keyboard.
ARE   _ acronym-rich environment
B4N                     _ bye for now
BAK          _back at the keyboard
CU                            _ see you
CUL                      _ see you later
CYO                _ see you online