جي بګ  (JPEG ):
جې پي اې جي ( JPEG  )   چې (جـِی‌پـِگ )  هم تلفظ کيږي  د  کمپيوټر ي فايلونو د جوړونې  د هغه مروج سټنډرډ نوم دی چې دعکاسی د انځورونو د سايز د کموالي  يا نښتځلو( فشرده سازی ) له پاره  کارول کيږي
JPEG  په حقيقت کې د (Joint Photographic Experts Group) لنډيز دی  . داد هغې کميټې نوم دی چی دا    سټندرد يې تعريف کړی دی .  د (عکا سۍ   د متخصيصينويوځای کيدونکې  ډله.  )   يې ژباړلی  شو .
د عکاسۍ د کمرو په وسيله اخيستل شوي تصويرونه  عموما د سايز يا اندازې له پلوه لوي او دوزن له پلوه  ډير درانه وي ، کله چې  څوک وغواړي دغه تصويرونه د خپل کمپيوټر نه ،  انټر نيت ته وليږدوي  او يا يې له انټرنيټ نه خپل کمپيوټر ته راښکته  کړي ،  که د انټرنيټ  چټکتيا ( speed ) کمزوری وي  ،  دا لړۍ د زياتو  ستونزو سره مخ کيږي ، له همدې امله نوموړي تصويرونه مخکې له مخکې د ځانګړو نښتځلو پروګرامونو ( Compression Software  ) له لارې  کوجني کيږ ي . هغه  تصويرونه چې د لومړي اصلي حالت نه JPEG   حالت ته اړول شوي وي عموما د JPEG  فايلونو په نامه ياديږي  .
د تصويرونو د سايز د بدلون  په  دې طريقه  کې،  ځنې  ضايعات هم موجود وي . ځکه د نښتځلو ( فشرده سازي ) په دې  پروسه کې د تصوير  ځنې ليدونکې ځانګړتياوې له منځه ځي  چې اصلي بڼې ته ، د بيرته  را اړونې په وخت کې  ، هغه بيا په لاس نه راځي . که څه هم د JPEG په سټنډرد کې دغه ډول زيانونه ليدل کيږي خو بيا هم ډير پرمخ تللی دی  او دهغو  لويو تصويرونو له پاره  چې ډانلوډ او يا د د انټرنيټ سره دconnect   سرعت  يې  کمزورې وي ، يو ښه  او مناسب قالب  بلل کيږي.   
د تصويرونو د جوړولو .زياتره ( سافتويری پروګرامونه  ) چې د JPEG  فايل سره ليکل کيږي ، په حقيقت کې د يو فايل جوړيدنه  د JFIF (JPEG File Interchange Format )  فايل په قالب  کې ښودل کيږي . داد تصويری  فايل دفارماټ  يو سټندرد دی.
د تصويري فايلونو د فارماټ يا جوړونې له پاره بيلابيل سټنډرډونه شته خو په دې ټولو کې JFIF د انټر نيټ ،  د نړۍ پراخه شبکه  ( W W W   )   کې د تصويرونو د زيرمه کولو او ليږدولو  له پاره،  يوله  ټولو نه زيات  کاريدونکی او مناسب  قالب ګڼل کيږي .
 د    JPEG/JFIF   قالب د GIF  (  Graphics Interchange Format  )  قالب  په پرتله او همدارنګه  د   PNG   ( Portable Network Graphics  )  قالب    په پرتله  چې  ديو څه  لويو تصويري فايلونو د فارمات   له پاره کارول کيږي ، .هم ښه والی لري