جاوا Java د کمپيوټري پروګرامونو د جوړولو ديوې ژبې نوم دی ، د لوړې کچې د ژبو (High Level Languages) په ګروپ پورې اړه لري جې د ( دريمې دورې ژ بې ) هم ورته وايي
. ددې ژبودستورونه انګليسي او يا انګليسي ته ورته کلمو څخه جوړ شوي چې بشري ژبو ته ډير نږديوالی لري .
جاوا د نړۍ په سطحه د ( programming Language ) له ژبو څخه يوه پيژندل شوې ژبه ده چې دپروګرام جوړونې ټولې وړتياوې لري لکه دمتن ليکل ، دتصوير رسمول ، د رياضی د مغلقو او پيچلو محاسبو تر سره کول ، ګرځنده تصويرونه ( Animation ) جوړول او داسې نور ...
. نن ورځ جاوا د انټر نيټي د ويبپاڼو د طراحی او جوړونې له پاره ښه او مناسبه ژبه ده . په زړه پورې خبره يې داده چې په جاوا کې جوړ شوي پروګرامونه د وزن له پلوه ډير سپک وي چې کمزوری کمپيوټرونه يې هم چلولی شي .په موبايل تليفونونو کې زياتره سافتويرونه هم د جاوا ژبې محصول دي . بله ځانګړتيا يې داده چې مستقله ده يعنې د کمپيوټر په هر عامل سيستم
( Operating System )کې کار کولی شي . د امنيت کچه يې هم لوړه ده .
جاوا ژبه دلومړي ځل له پاره د (سان مايکرو سيستمز) شرکت له خوا منځ ته راغلی ده ، دا يو امريکايي شرکت دی چې د کمپيوټر د سافټويرونو او هارډ ويرونوپه برخه کې فعاليت کوي .
نوموړي شرکت په ١٩٩٠ م کال کې يو ه څيړنيزه پروژه د گرين( Green) په نا مه پيل کړه . هدف يې د يوې داسې نوې ژبې جوړول و چې هغه په مجموع کې د C او C++ ژبو ځای ونيسي . په پايله کې ټول هغه مثبت ټکي چې په هغو دواړو ژبو کې وو ، هغه په دې ژبه کې را ټول شول .
ددې ژبې ليکونکی ( جيمز ګاسلينګ ) و هغه په لومړي سر کې يې دغه جوړه شوې ژبه د
Oak( څيړۍ _ بلوط ) په نامه ونوموله . خو کله چې دې ژبې نيټ ته لاره پيدا کړه نو د ځينو حقوقي ستونزو له امله يې نوم په جاوا بدل شو.
دګرين پروژه په لومړيو وختونو کې د له منځه تللو په حال کې وه خو کله چې په ١٩٩٣ م کال کې Web د انټرنيت نړۍ ته لاره پيدا کړه ، نو په دې وخت کې د جاوا ژبې ته هم اړتيا پيدا شوه . همدا سبب و چې (سان مايکرو سيستمز) شرکت د١٩٩٥ م کال د مۍ په مياشت کې جاوا په تجارتي بڼه بازار ته وړاندې کړه او په همدې کال کې Netscape Navigator هم له دې ژبې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
په ١٩٩٦ م کال کې د سن مايکروسيستمز شرکت دجاوا ژبې د Java Development Kit په نامه برخه غښتلې کړه.
په کال ١٩٩٧ کې د (سان مايکرو سيستمز) شرکت د مايکروسافټ پر ضد شکايت وکړ، او نوموړي شرکت يې په دې تورن کړ چې په خپل قرارداد يې وفا نه ده کړې او جاو ا يې په Internet Explorer کې کارولې ده.
په وروستيو وختونو کې (سان مايکرو سيستمز) شرکت د JDK2.1 Swing تر نامه لاندې د ګرافيکي چارو له پاره يو بل پوستکالي ( سافتوير) نړۍ ته وړاندې کړچې اوس مهال د نوموړي پوستکالي پنځم ورژن ( نسخه ) هم بازار ته وړاندې شوی دی .