چاپګر ( Printer )
چاپګر، د کاغذ پر مخ د معلوماتو ( Data) د چاپولو دنده په غاړه لري .يا په بل عبارت هغه ماشين ته چاپګر يا پرنټر وايي چې معلومات ( Data ) د نرم حالت( soft) څخه سخت حالت ( Hard) ته اړوي .
د کاغذ پرمخ چاپ شوې پاڼې ته Hard Copy او او د کمپيوټر د سکرين پرمخ ښودونکې کاپي ته Soft Copy وايي .
چاپګر دکمپيوټر د CPU سره عموما د موازي پورټ ( Parallel Port) لکه LPT ( Line Printer) ، USB او يا هم Fire were پورټ له لارې تړل کيږي .
ځنې چاپګر يوازې توري ، شميرې او نښې چاپولی شي خو ځنې بيا ددې تر څنګ ګرافيک يعنې د تصويرونو د چاپ وړتيا هم لري .
چاپګر د کار ي چلند له مخې په دوه ډوله دي :
١_ ضريه اي چاپګر ( Impact Printer ) :
دا ډول چاپګر د چاپ په وخت کې په فزيکي بڼه د کاغذ سره تماس نيسي او د داسې يوې فيتې
( Ribbon) نه ګټه اخلي چې د ټايپ فيتې ته ورته ده . ددې چاپګرو غوره بيلګه دDot Matrix Printer په نامه ياديږي . د کار سرعت يې کم وي يو توری يا يوه ليکه په يوه ثانيه کې چاپوي .د فيتې د ډول له پلوه رنګه او يا هم غير رنګه چاپونې تر سره کولی شي .په ماتريس چاپونه کې يو توری د څو نقطو د يوځای کيدو څخه منځ ته راځي .
٢_ غير ضربه ای چاپګر (.Non_Impact Printer ) :
داډول چاپګر بې له دي چې په فزيکي بڼه د چاپ د کاغذ سره تماس ونيسي Data د کاغذ پر مخ چاپوي .
ځنې يې د چاپ له پاره پر پاڼه رنګ شيندي ، ځنې نور يې بيا له تودوخې يا فشاره کار اخلي . ددې ډول چاپګرو د کار چتکتيا زياته ، د کار کيفيت يې ښه او د چاپ په وخت کې غږ نه لري .
مښهور ډولونه يې دادي :
رنګ شيندونکی چاپګر( Inkjet Printer ) ، ليزر چاپګر ( Laser Printer ) ، تصوير چاپګر
( Photo Printer) ، ليږديدونکي چاپګر ( Portable Printer ) ليبل او پوستي ټکټ چاپګر
( Label and Postage Printers )، پلاټر ( Plotters ) ، حرارتي چاپګر ( ِThermal Printers ) او د لويو توکو چاپوونکي ( Large Format Printers ) او داسې نورچې دا هر يو يې بيلابيلې ځانګړتياوې لري .