پيغورونه
د پرديو په کوڅو کې
هره ورځ اورم له سيالو
ستغې، سپورې، پيغورونه
نه خو دلته اوسيدای شم
او نه هلته ورنه تلای شم
دروازې دی په ما بندې
وهم چغی او کو کارې
ای زما غيرتي ولسه!
ته يې اورې او که نه؟
پيښور _ ١٣٧٧ ل کال