ډرامه
شينوګی په ښار کې _ دويمه برخه
ايډز
_ د شينوګي پړی په اوږه پروت دی ، د ښار د ګڼې ګوڼې په منځ کې د سرک په غاړه د راتګ په حال کې ښودل کيږي ، د کوڅې په بل سر کې يوه چادري داره ښځه د سرک په غاړه ولاړه ده او يو فلزي بکس يې په مخ کې ايښی ، يوې خوا بلې خوا د جوالي په لټه ګوري . کله چې يې په شينوګی سترګې لګيږي غږ پرې کوي
ښځه : ( په لوړ غږ ) ای پنډي ! دې خوا راشه !
شينوګی : ( چې ورځي ) خوا چې ماته وايې ؟ زه پنډي نه يم شينوګی يم شينوګی
ښځه : هره بلا چې يې وې به ، دا ووايه ! دابکس به ماسره کورته په څو يوسې ؟
شينوګی : دروند دی که سپک ؟
ښځه : ويې ګوره !
شينوګی : ( چې بکس پورته کوي ) خواچې دروند خو دی ، لس روپۍ به راکوې .
ښځه : سمه ده ، پړی ورته خور کړه او په شا يې کړه
شينوګی : ښه ده ( بکس په پړي کې تړي او په شا کوي يې _ شينوګی مخکې دی او ښځه ورپسې ده ، چې يو څه فاصله ځي نو شينوګی ورته وايي )
_ ای توړۍ ستاسو کور لرې دی که نږدې ؟
ښځه : توړۍ به دې مور وي
شينوګی : ای توړۍ ! ته خو ماته ښکنځلې کوې
ښځه : ښکنځلې ته کوې چې ځوانې ښځې ته توړۍ وايې
شينوګی : خواچې ته ځوانه يې ؟
ښځه : خود ځوانه يم
شينوګی : نو زه څه خبر يم ، د څادرۍ لاندې خو ځوانه او زړه نه مالوميږي
ښځه : چې سړیسړی وي ، له خبرو نه ځوان او زړوړ پيژني
شينوګی : خواچې زه د کلي نه راغلی يم ، ما په کلي کې د ښځو سره خبرې نه دي کړي
ښځه : ډيرې خبرې مه کوه ، همدا مخامخ زموږ کور دی ، بکس همدلته کيږده
شينوګی : ښه ده توړی
ښځه : ( په خندا ) ای شينوګيه ! تا خو ماته بيا توړۍ وويل
شينوګی : ( په وار خطايې ) خواچې توړۍ خوله مې غلطه شوه ، خپه کيږې به نه توړی ، ښه توړۍ ( له شانه بکس ښکته کوي )
ښځه : ( په خندا ) ښه سمه ده نيکه ،
شينوګی : ای توړۍ ته خو ماته نيکه وايې ، ما خو لا واده نه دی کړی .
ښځه : واده وکړه کنه ؟
شينوګی : د ولور پيسې نه شته ، چې پيسې وګټم بيا په خپل کلي کې شا ببو سره واده کوم .
ښځه : ( په ناز ) چې ما وګورې ، شا ببو به دې هيره شي
شينوګی : رښتيا وايې ، ته ډيره ښايسته يې ؟
ښځه : هو زه ښايسته يم ، خو ته بدرنګ يې
شينوګی : نه نه ، زه بدرنګ نه يم ، ماته په کلي کې به، شاببو ويل ،چې ثاني دې په ټولو ځوانانو کې نه شته .
ښځه : ښايسته يې ، خو نايي ته لاړ شه په ځان باندې لږ ګوتې متې ووهه چې نور هم ښايسته شې .
( چادري لږه پورته کوي ، شينوګی ورته متوجه کيږي )
شينوګی : ای ته خو رښتيا ښايسته يې ، څومره ښايسته شونډې دې سرې کړي دي
ښځه : ډېری خبرې مه کوه ، هه دا لس روپۍ دې واخله
شينوګی : ( پيسې ورنه خلي ) مجوي يې او بيا يې په ګلداره دسمال کې تاووي او په جيب کې يې کيږدي ) دا به له خيره سره واده ساتم واده ته
ښځه : هه ! دا ديرش روپۍ نورې هم واخله ، خو دا به په جيب کې نه ږدې ، نايي ته به ځې او اجامت به کوې
شينوګی : ای توړۍ ! څه سبا ته خو مې واده نه دی چې نن مې نايي ته ليږې
ښځه : ډير ساده بنيادم يې ، په نيمه نه پوهيږې ، څه چې زه درته وايم همغسې وکړه ، پوه شوې که نه ؟
شينوګی : ښه ده چې د نايي له دوکانه راووتم ، بيا به څه وکم ؟
ښځه : ( د کور ترمخ ورته يو ځا ی وښيي ) هغه وړاندې ځای کې به ودريږې ، زه دې د بام له سره ګورم ، بيا دې يو ځای ته د ځان سره بيايم )
شينوګی : ( په خوښی چې لرې کيږي ) خواچې دا خو به ډير ښه خوند وکی ( له ورايه مخ رااړوي ) ای توړۍ! چې زه راغلم ، بيا ګوره پټه نه شې .( خاندي او په منډو پيل کوي )
( د دويمې برخې پای )