دريمه برخه

ايډز _ د نايي دوکان

د نايي دوکان  ښودل کيږي ، بيا کمره شينوګی  ته اوړي    چې په بيړه د نايي دوکان ته راننوځي .

 

شينوګی               : نايي ماما ، زه شينوګی يم ، شينوګی ، وزګار يې کنه .، که وزګار نه يې چې بل دوکان ته لاړ شم

نايي                       : وزګار يم ، نه ګوري چې په دوکان کې هيڅوک نه شته 

شينوګی               : ( په خوښۍ ) خواچې نايي ما ما!   زه نن  دومره خوشاله يم چې له خيره سره تا هم نه ګورم ( خاندي )  ته خولا نور خلک يادوې 

نايي                       : ( په خندا )  ښه نو بيا ملامته نه يې ، راځه دې څوکۍ ته کينه

شينوګی               : سمه ده ( په چوکې کيني ، په اينه کې ځان ګوري ، په خپل پيکي لاس وهي ) نايي ما ما ! ته ووايه !  زه ښايسته ځوان نه يم ؟

نايي                       : ( چې په غاړه کې دسمال ورته اچوي _ په خندا ) وايم دومره ښه ځواني لرې ، که زه ښځه وايي ، له تانه مې د بل چا سره واده نه کاوه .

شينوګی               : ( خاندي  ) خواچې نايي ماما ، ته خو ډير ښه سړی يې ، لږ ژر ژر کوه ، وعده دار يم وعده دار !

نايي                       : ( چې سر ورته جوړوي ) د چا سره وعده دار يې ؟

شينوګی               : ( په خوښی ) ځه څه يې کوې نايي ما ما ،  خواچې هغه ډيره ښايسته ده

نايي                       :  نو بيا خو داسې ښکاري چې ځان  به همغې ته ښايسته کوې

شينوګی               : ( په خندا ) هو ماما ، چې له تانه په  خيره سره خلاص شوم   ،خواچې هملته نيغ  ورځم

نايي                       : شينوګيه !  له کلي خو به  نوی ښار ته  نه يې راغلی ؟ 

شينوګی               : خواچې نوی راغلی يم  ! خو ما ما ښار ډير ښايسته ځای دی ، خواچې ډيرې خوږې مزې په کې دي ( خاندي )

                                 

نايي                       : خوږې مزې په کې دي،  خو  پام دې وي  چې د خوږو مزو په څنګ کې ،  ترخې هم لري  

شينوګی               : ( په حيرانۍ )  نايي ما ما! خواچې  ستا په خبره  سم پوه نه شوم

نايي                       : زما مقصد دادی چې نن سبا په ښار کې ډير ې بدې ناروغی  شته  ، هسې نه چې کومه يوه تاته درنه شي  

شينوګی               : ( په حيرانی ) نايي ما ما د څه شي ناروغۍ يادوې ؟

نايي                       : ناروغۍ ډيرې دي خو يوه يې د ايډز په نامه ياديږي   ، نه پوهيږم تا به يې تر اوسه نوم اوريدلی وي که نه  ؟

شينوګی               : ( په حيرانۍ) خواچې  ما ما، همد اوس يې له تانه اورم ، دا څنګه  ناروغي ده ؟

نايي                       : ډيره خطرناکه  ناروغي ده ، که يو ځل څوک پې اخته شي  ، بيا يې جوړيدل نه شته

شينوګی               : ای ما ما ! په دوشانده باندې هم نه ښه کيږي

نايي                       : ( په خندا ) په دوشانده څه چې په ګوليو او ستنو هم نه ښه کيږي .

شينوګی               : ( په انديښنه )  نو اخير بيا سړی مړ کيږي ؟

نايي                       : هو ، ځکه درته وايم چې ځان ورنه ساته 

شينوګی               : توبه خدايه توبه ! نايي ما ما خواچې دا ناروغي له څه شي نه پيدا کيږي ؟

نايې                       : د بد لمنۍ نه ، که په دې ناروغۍ ښځه اخته وي ، نو د ښځې نه سړي ته او که سړی اخته وي ، نود سړي نه بيا  شځې ته ورځي

شينوګی               : نايي ما ما ، ماغزه خو دې نه دي خراب ؟

نايي                       : ( په خندا ) څوک چې چاته سمه خبره کوي ، ته څه وايې چې دهغه به ماغزه خراب وي ؟

شينوګی               : خواچې ماته خو همداسې مالوميږې ، په چل چل کې غواړې چې ما پښيمانه کی .

نايي                       : شينوګيه  ! زه درباندې خپله غاړه خلاصوم  ، نوره ستا خپله خوښه

شينوګی               : ( په بې پروايې )  ته خو نايي ما ما يې ، څه ډانکټر خو نه يې چې داسې غټې غټې خبرې کوې .

نايي                       : سمه ده چې زه نايي يم ، خو موږ ته دا خبرې ډاکټرانوښودلي  دي

شينوګی               : ( په حيرانۍ )  نايانو ته ډاکټرانو ښودلي  ؟

نايي                       : هو يوه ورځ ددې کوڅې ټول نايان ، ډاکټر کلينک ته غوښتي وو ، هلته يې اول  موږ ته د ايډز د ناروغی په هکله خبرې وکړې او بيا

شينوګی               : (  په بيړه ) او  بيا يې څه درته وويل ؟

نايي                       : بيا يې دا خبره وکړه، ددې له پاره چې  د ايډړ  ناروغي د يوه نه بل ته لاړه نه شي نايان به  ، په يوه پاکي دوو کسو سرونه ، نه خريې ، اوس پوه شوې کنه ( د لاسونو ټس وباسي )  دادی سر دې هم خلاص شو

شينوګی               : نايي ما ما خير اوسې ( چې جيب ته لاس کوي او پيسې ورکوي _ په خندا ) خواچې نايي ما ما دا پيسې هم هغې راکړی دي --------------- ( خاندي او ورورو له دوکانه وځي )

( د دريمې برخې پای  )