څلورمه برخه 
                                    ايډز _ کلينيک
شينوګی د ښار ديوې کوڅې په دوه لارې کې ولاړ دی ، پړی يې په اوږه پروت دی ، د ځان سره په چرت کې ډوب دی ، کله يوې خوا  ګوري ، کله بلې  خوا  . يوه شيبه وروسته  په مخامخ لار روانيږي : په مخامخ لو حه يې سترګې لګيږي : ورنيږدې کيږي ، بيا د ځان سره وايي :
ک زور کا ، ل زير لې ، ن ای زير ني ، ک زورکا _ کلينيکا ( خاندي او ځان سره وايي ) پيدا مې کړ : د کلينيک په دروازه ننوځي  ، په دهليز کې مخ ته ځي ، په يوه کوټه کې چې دروازه يې خلاصه ده ، يوشمير عام ښاريان  ناست دي ، ډاکټرورته د ايډز په اړه خبرې کوي : شينوګی  د ايډز نوم اوري ،  په دروازه کې ودريږي ، بيا ورځي او په لوړ غږ وايي :
شينوګی  : ډانکټر ما ما ! زه شينوګی يم شينوګی ، زه ستا سبق ته کينم
ډا:کټر  : شل ځلې خو کينه ، د همدې له پاره مې  نن يو څو تنه ښاريان راغو ښتي ،  چې د  ايډزله  ناروغۍ يې نه يې خبر کړم .
شينوګی : خواچې ډانکټر ما ما ، زه هم همدې ته راغلی يم
ډاکټر  : ښه دې کړي ، بس نو ته هم ورته  غوږ ونيسه ( او بيا خپلو خبرو ته داسې دوام ورکوي
_  ..... ......، يوې خبرې ته مو پام وي او هغه دادی چې د HIV  وايرس نن په دنيا کې په ډيرې چټکۍ خبريږي ، دا وايرس ، په سلو کې ٨٠  ، د زنا يا  بدلمنۍ نه پيدا کيږي او په سلو کې شل ، د ايډز په وينه د ککړو پيچکاريو  ، د نايي له پاکي ګانو او داسې نورو شيانو څخه پيدا کيږي .
شينوګی : ( پاڅيږي )  ای ډانګټر ماما ! زه نورلاړم ، خواچې دا خبره ماته  نايي ماما هم کړې وه خو ما نه منله ، اوس چې مې له تانه واوريده ( خاندي ) خواچه زړه مې ومنله
ټول  : ( خاندي )
ډاکټر : ته کينه ، نور خبرې هم واوره
شينوګی : نه نه ډا نګتر ما ما ،  زما همدومره خبره په کار وه ، نور لاړم ( چې لرې کيږ ي) خواچې وعده دار يم وعده دار ( خاندي )
( د څلورمې برخې پای )

 
                                   پنځمه برخه 
            ا  يډز_ د څادري دارې ښځې د کور تر مخ
شينوګی د يوه کور مخامخ ، د برق د ستنې شاته ولاړ دی ، د دوو ګوتو په وسيله په خوله شپيلۍ کوي ، او بيا بيرته د ستنې شا ته پټيږي ، د کور د بام  په سر څادري داره ښځه راښکاره کيږي  ، يو څه اشارې ورته کوي ،  وروسته  له کوره راوځي ، ناشکه په سرک مخ ته ځي   ، شينوګی ځان ورسوي ، ښځه  مخکې او شينوګی ورپسې دی :
شينوګی : ای توړی ! تاسره مې وعده کړې وه ، خواچې دادی راغلم خو زه بيرته ځم
ښځه  : راځه نيکه ، يو ځای ته دې بيايم ، هلته به دې ساعت تير شي 
شينوګی  : خواچې توړی ، زه تاسره نه ځم
ښځه  : نيکه ولې ماسره نه ځی ، ته پوهيږي چې زه تا چيرته بيايم
شينوګی  : ( په حيا ) خواچې ښه پوهيږم خو ....
ښځه  : نو بيا خو په کې څه ده ؟
شينوګی : خو داچې ډاڼکټر ما ما ويل چې بد لمنۍ نه ، کله کله د ايډز ناروغي پيدا کيږي
ښځه : غم مه کوه ، ماسره داسې شی شته چې نه به له تاته ما ته  او نه به  له مانه تانه د ايډز ناروغي درشي
شينوګی  : ( په خوښۍ ) توړی! خواچې دا خو به ډير ښه شی وي ،  ته يې وښايه  چې دا څه شی دی ؟
ښځه  :  له څادري نه  کنډوم راوباسي او شينوګي ته يې وښايي ، دا ګورې ! دا هغه شی دی چې هر څوک د ايډز نارغۍ نه ساتي
شينوګی : نه ، نه توړی ! دغه خو د ماشومانو پوکڼی ده ، خواچې ته ماته  جادوګره غوندې ښکاره شوې ( چې په ويره لرې کيږي ) 
ښځه  : ( په وروغږ ) ای ليونيه تاته وايم ، راوګرځه ! په حيرانۍ ورپسې ګوري او شينوګی په يو ه منډه په کوڅه کې له سترګو  پناه کيږي
( د پنځمې برخې پای )


                                         شپږمه يرخه 
                د ښار پاکۍ او صفايې  ته پاملرنه
د شينوګي پړی په اوږه پروت دی ، د پاخه سرک په غاړه روان دی ،  نا څاپه راوليږي ، ها خوا ديخوا ګوري چې سترګې يې د کېلې په پوستکي لګيږي چې دی پرې ښويدلی دی .
له ځمکې راپورته کيږي ، په اعصاب خرابی وايي
شينوګی  : توبه خدايه ، توبه ! خواچې داد ښار خلک  لکه چې سترګې نه لري
د سرک په غاړه چې يو څو قدمه مخکې ځي ، سترګې يې په يوه لوکس موټر لګيږي چې چې د سرک په غاړه ولاړ دی ، دوه ځوانان په کې ناست دي ، کيلې خور ي او پوستکي يې  پاخه سرک ته راغورځوي ، ورنيږدې کيږي :
شينوګی  : ای ما ما ! زه شينوګی يم شينوګی
لومړی ځوان   : معاف کړه ، ماتې پيسې نه شته
شينوګی : ای ما ما ! خواچې خوله دې سمه خوځوه ، زه خيرات خور نه يم
دويم ځوان  : نو بيا څه  غواړی ؟
شينوګی : خوا چې ما ويل ، کيلې چې خورې ، پوستکي يې سرک ته مه راغورځوه
دواړه  : ( خاندي ) دا لکه چې نوی ښاروال مقرر شوی ( خاندي )
شينوګی : ای ما ماګانو ، خوشې به نه خاندې ، خوا چې همدا اوس هلته ستاسو د کيلې په پوټکي ولويدم ، نږدې و چې سر مې مات شوی وای
لومړی ځوان :  ( په خندا ) تا به هوا ته کتل ، ځمکې ته ګوره ، نه به لويدې    ( دواړه خاندي او د کيلې پوستکی بهر ته غور ځوي او ورته وايي ) را وايې خله ! وګوره که لږ په کې پاتې وي ، وبه يې خورې ( خاندي )
شينوګی : خواچې  ما ما ګانو تاسو خو دواړه ډير بې ادبه ياستی ، زړه راته وايي چې دواړه په دې پړي کې وتړم او د کيلې د پوستکي غوندې مو په همدې سرک راکاږم
دوهم ځوان  : ( يو څه په غوصه ) جوالي ته لکه چې موږ نه پيژنې چې موږ څوک يو ؟ له مخې مو ورکيږه که نه ....
شينوګی :خواچې  ښه مو پيژنم ، چې ښه ښايسته موټر لری ، ښه ښايسته کور به لری ، ښې ييرې پيسې به لری ، د لويې کورنۍ نه به ياستی .( خاندي ) خو
لومړی ځوان  : ( جدي ) دا خو دې څنګه وويله ؟
شينوګی  :  خو دا چې د لويې کورنۍ اخلاق نه لری ، که زه ستاسو په ځای وای خواچې کيلې مې خوړې خو پوستکي به مې په همغې کڅوړه کې اجولی او هغه به مې بيا په کوم ډيران اچولی
دوهم ځوان چې دا خبره اوري ، غواړي چې د کيلې پوستکی د موټر له کړکۍ  بهر وغورځوي ، کمره يې  عکسودرو ي  ، لومړی او دوهم ځوان يو بل ته په خجالت  حيران حيران ګوري ، بيا کمره شينوګي ته متوجه کيږي چې د سرک د غاړې  دکيلې څو پوستکي راټولوي ، په کڅوړه کې يې اچوي ، يو څه مخ ته ځي او هلته يې د ښاروالی په کثافت دانۍ کې اچوي 
                             (    د شپږمې برخې پای )