( د ژوند سندره ) د ښاغلي پروازشعري ټولګه ده چې په تيرو کلونو کې چاپ شوې او ما ورباندې يو لنډ ياداښت ليکلی

دپرواز د ژوند  سندره !

تر هغه ځايه چې زه  پرواز پيژنم ، ټول  ژوند يې  دلوړو ژورورنه ډک دی ،  هغه په خپل کم عمرکې  ډير څه ليدلي ، کتلي او اوريدلي دي . د خپلو مشاهداتو دغه لړۍ يې په خپل ذهن کې په ښه توګه  تصوير کړی او   بيا يې د احساس او عاطفې  په ښکلي رنګ  ،رنګ کړې دی  تصوير يې نور هم  ښکلی شوی   او نوم يې ورباندې د(  ژوند سندره )  ايښې . د پرواز  شاعري په رښتيا هم د هغه د ژوند سندره  ده ، هغه سندره چې سوزاو دردر ورسره تل  مل دی .ځکه خو وايي : 

په ځوانۍ کې يې ارام په نصيب نه شو

چې پرواز دې خپل ازل ته ګوري ژاړي

هو!  پرواز زما دکلي دی ، زه يې له نږدې نه  پيژنم  . رښتياهم چې له ازله بد بخت دی خو يو ښه عادت هم لري او هغه دادی چې  دژوند دهر ډول   سختيو او ناخوالو په وړاندې تل لکه غر ولاړ وي اوزما په نظر  دا عادت  ورته دخپل شعرله برکته  په نصيب شوی دی  .ځکه پرواز د خپل زړه پټ دردونه دشعر په ښکلو تورو او لفظونو کې پيي او بيا يې  د نورو سره  شريکوي .

د قحتی کال دی ماشومان رانه له لوږې مړه شول

يو   مازيګر   رانه   مړ  کيږي  بل  سهار     اخلي

د کلي   خلکو  اعلان  واوری  سبا ټول به ورځی

پرواز    مړشوی    فاتحه    به يې    په   دار اخلي

د پرواز د ژوند په سندره   کې  خيال ، عاطفه ، احساس او انځورګري  ټول له ورايه  ډير ښه ځليږي چې همدا د شعراصلي توکي هم  دی .

د شعر د منځ پانګې بله ځانګړنه  يې  مينه ده ، هغه مينه چې دهر انسان په خصلت  او سرشت کې شته خو شاعر بيا دغه مينه  له بل هر چانه ښه انځورولی شي .

والله چې ټول ګودر پرې ښه ښکاريــده
چې ســـــــور پيـــزوان يې سری لمبې کولې
د هوسۍ خور وه پــــــه ټوپونو لاړه
مـــــــــــــا ورته څو د زړه ګيـــــــــلې کولې

دپرواز شاعري له بله  پلوه هم د پام وړ ده او هغه ارث يا جنيتيک دی  دنويو څيړونو له مخې  ،  هر انسان ځنې ځانګړنې  دپلرونو او نيکونو له پلوه  په ميراث وړي او پرواز ته،  د شاعرۍ  دغه ميراث له دوو خواو په برخه شوی  ، له يوې خوا يې ماما ګان هريومرحوم  نورحمن غرنی ا و  لطف الرحمن  خاموش  له  معاصرو ښو شاعرانو څخه دي  او له بلې خوا يې دوه ناسکه ورونه هر يو کشري خان چټک او ممتاز  تميز شينوارې  هم د وتلوشاعرانوپه ډله کې راځي .

پروا ز شينوا ری ځوان دی ، د شعر په نړۍ کې يې  لومړني قدمونه ايښي خو قدمونه يې درانه او پاخه دي .  موږ اميد لرو دغه ځوان شاعربه ،   په راتلونکې کې د پښتو ژبې  دسر لارو شاعرانو په ډله کې  ميدان ته راووځي  .  په همدې هيله او اميد

: انجنير ستانه مير زهير

پښتونخوا _   پيښور

 2005-10-30