(د دوست شينواری د غزل په اقتفاء
غزل
(( ســــــاه نيولی دې راغلـــــــی يم درشل ته
ما پخپله ځان سپارلــــــی دی اجل ته ))
تور ماښام دی، تورې لړی را خورې دی
د وهمونو د يو ختلـــــی دی مــــورچل ته
د رڼا نـــــــــــاوې په تـــــورو کــــــــاڼو ولی
د حيا نـــــــــــــــاوکۍ ژاړی خپل وربل ته
ډيوې مــــــــړې دی د يارانو محفل نشته
ځان ځانـــی ښامار راغلی دی بورجل ته
د ظلمونو سيــــــلاب وړی که لږ تم شول
بيا به وګــــــــــــــــــوری رقيبه خپل بدل ته