ستړی اروا وې
د سرو وينو سمندر ،په غاړه ناست يم
دتور ماښام، د سره شفق
سرو اننګو کې
د هغه تللو، ستړې اروا وې ګورم
چې قاتلانو، جلا دانو
د چا په سر ميخونه وټو نبله
د چا يي غوږونه پرې کړل
او څوک يې ژوندی
په اور کې وسوځول.