د رنجو غل
زما د زړه له ښاره
زما د سترګو کور ته
د نيمی شپی په زړه کې
راغی يو غل د رنجو
په توره شپه يې رانه
د سپينو او ښکو په زور
زما له تورو سترګو
څه تور رانجه غلا کړه
ما د تروږ مې رڼاکې
په خپلو سترګو ليده
چې د رنجو قافله
د رڼو اوښکو په اوښ
زما د مخ په ګلابی
دښته کی
په منډه، منډه تلله
د تورو خاورو په لور
چغې مې ډيرې وکړی
کوکې مې ډيرې وکړی
خو هيچا غږ نه کاوه
ځکه ميرات، ميرات و
زمونږه کلی، کلی