وايی : د هيواد مشهور او وتلي تاريخ پوه ، د هيواد نه لرې د مهاجرت او پرديسۍ په وطن کې  د خپلو هيوادوالو د جهاد،  اتلوليو او ميړانو تاريخ ليکه چې يونا څاپه سپين ، تور او شنه بيرغونه ورپيدل ، ورسره سم دا نارې هم پورته شوې   : ازادی، ازادی، ازادی....
وتلي تاريخ پوه چې دا نارې واوريده نور ژر، ژر يې خپلې عينکې په سترګو کړی، ښه ډير رنګارنګ قلمونه يې دخپل کميس په مخامخ جيب کې قطار کړل ، يو پنډل سپين کاغذ يې هم د ځان سره واخيست اوپه بيړه يې کابل ته ځان ورساوه.چې پاتې تاريخ په کابل کې وليکي  .
کابل ته درسيدو سره سم پغمان  ته لاړ ، د طاق ظفر نه يې پيل وکړ،
د دارلامان ماڼی، د تاج بيګ قصر، ملی موزيم، د بابر باغ ، د چهلستون ماڼی، د دهمزنګ منار، ملی ګالری، د کابل تاريخی چارچته، د پل خشتی جامع جومات، د ساعت برج، د عيدګاه جومات ، د ميوند د شهيدانو څلی، سپاهی ګمنام څلی، د استقلال منار ، د اعيلحضرت نادرشاه مقبره او داسې نورو تاريخی ځايونو په لټه کې شو
خو دا ټول تاريخی ابدات د ازادی د جنګ نه وروسته د ((چوکۍ)) په جنګ) کې له منځه تللی وو.
د هغه ليکلی تاريخ نيمګړی پاتې شو او اوس د پيښور په ښار کې د سرک په غاړه ناست دی کله الوګان، کله ګلپيان او کله ټيپر کله مټر خرڅوی خو د ټرافيکو د ځورونې او ډبوئې نه زيات ګيله من ښکاری.
١٣٧٥ ل کال  _ کابل 
دشين ځنګل په ټاپ