د  ا چې نصرالدين  به  څوک و ؟ په دې اړه بيلابيل روايتونه موجود دي .څوک يې د ايران بولي ، څوک يې د ازبکستان د بخارا او څوک يې هم د ترکيې  .خو په غالب ګمان چې  دنصرالدين اصلي ټاټوبی اوسنۍ ترکيه ده . د نصرالدين خوندورې کيسې  دمنځنۍ اسيا او شمالي افريقا په  ډيرو هيوادونو کې د ګړني ( شفاهي ) ادبياتو يوه برخه ګرځېدلې ده.  نصرالدين د ژوند په اړه هم  دوه ډوله څرګندوني شته: لومړی دا چې نوموړی د څوارلسمې پېړۍ په شاوخوا کې ژوندی و، چې د اول بايزيد، تېمور او کرماني دوره ده او دويمي څرګندوني داسي ښيي  چې نوموړی د ديارلسمي پېړۍ، ياني د” علاولدين سلجوقي ”  په دوره کې ژوندی و. د “ اوليا چلبي “  په سفر نامه کې د  نصرالدين او تېمور د هغو ليدنو کتنو يادونه راغلې چې په حمامونو کې تر سره شوي دي. خو په پخوانيو قلمي نسخو کې نوموړی     “  شياد حمزه”  سره په يوه دوره کې ښوول شوی دی، چې د سلطان علاولدين غوري دوره ده .
دملانصرالدين قبر د “ اق”  په ښار کې دی. د نوموړي پر شناخته د ده د مړينې نېټه) 1284_  1285 )  مېلادي کلونه ليکل شوي دي.   د حسن افندي له څرګندونو سره سم  ملانصرالدين په “ خورتو” کې چې “ سوره حصار” ته نژدې دی، په ٦٠٥هـ= 1208-1209 ميلادي کلونو کې زېږېدلی او په هغه ځای کې يې د خپل پلار پر ځای  يي ملايي غوره کړې ده. په ٦٣٥هــ  1237-1238مېلادي کال کې د “ اقچه” ښار ته لاړ، چې د ژوند تر وروستۍ شېبې پوري هملته و.  نصرالدين د خپل ذهانت، ساده ګۍ او انساندوستۍ له کبله په منځنۍ اسيا او شمالي افريقا کې يو منل شوی شخصيت دی. په چين او ترکستان کې ورته د احترام په توګه “  افندي” ياني  محترم، يا بابا وايي چي کوجنيان او غټان ټول له نوموړي سره ډېره مينه لري او کيسې يې په ډېره مينه اوري. د ملا نصرالدين  د ټوکو لومړنۍ مجموعه په 1837م کال کې چاپ شوه، چې ١٢٥ ټوکي په کې وې. بله بيا د محمد توفيق نسخه ده چې په ( ١٢٩٩هجري )  1883 م کال کې چاپ شوې ده. په دغه نسخه کې د  نصرالدين بې ډوله او غيرمذهبي کيسې نه دي راغلي او يوازې ٧١ کيسې په کې دي. د دغي مجموعې نوم “ بوادم” دی، ياني “ دا سړی” چې مطلب يې  نصرالدين دی.
کونوس، په ايدين او د قونيه په منځنۍ علاقو کې له عامو وګړو څخه د  نصرالدين په اړه ډېري کيسې او ټوکي را ټولې او په ١٨٩٩ م کال کې چاپ کړې.
د  نصرالدين يوه بشپړه قلمي نسخه چې د ترکيې په بهايي ژبه ليکل شوې، په ١٩٢٦م کال کې د څلرم ځل له پاره چاپ شوه چې څه نا څه  څلورسوه ټوکي ټکالې په کې وې. په شلمه پېړۍ کې د  نصرالدين ډېر اثار په وار وار چاپ شوي او د نړۍ په بېلا يېلو ژبو ژباړل شوي دي، چې په هغه کې انګرېزي، پښتو، روسي، يوناني، هنګري، سربو، کروټ، بلغاريايي او داسي نوري ژبي شاملي دي. د يادوني وړ ده چې د  نصرالدين کيسې ځينو جرمني، روسي او ترکي شاعرانو په خپلو نظمونو کې هم راوړي دي.                 ( ميوند مجله _ ژباړن : احمد موسی افغان  )