ډبليو ډبليو ډبليو
په هيواد کې د اوږدې جګړې وير او ناتار زموږ يو شمېر هيوادوال د تازه او تودو خبرونو په اورېدلو د اعتياد تر پولې رسولي دي . په ځانګړي ډول له هغو بهرنيو راډيوګانو څخه ، چې د افغانستان لپاره په پښتو او فارسي ژبو خاصې خپرونې لري ، په دې راډيو ګانو کې بي بي سي او امريکا غږ تر ټولو زيات اورېدونکي لري ، نو ځکه ويلی شو ، چې (WWW) به هغه اشنا غږ وي ، چې په کراتو کراتو به زموږ د هيوادوالو تر غوږو رسيدلی وي ، ځکه نو موړي راډيوګانې په خپل هر نشراتي پروګرام کې يو ځل يا دوه ځلې په انټرنيټ د خپلې پاڼې د ادرس د اعلان لپاره د (WWW)کلمې تکراروي ، خو له بده مرغه په افغانستان کې د انفارميشن ( اطلاعابي) ټکنالوژي او خصوصاً د انټرنيټ د نشتوالي له امله دا غږ د ډيرو پوهو او لوستو خلکو په غوږو هم نااشنا لګيږي او ډېر ځلي مې اوريدلي ، چي دا “ ډبليو” يې لاڅه بلا شوه ؟.
زه غواړم په دې ليکنه کې تاسو د دغه نااشنا غږ يا تورو سره په لنډه توګه اشنا کړم . “ډبليو ډبليو ډبليو” د انګليسي د دغو کلماتو اختصار يا لنډيز دي (web wide world) چې لغوي مانا يې (نړۍ پراخه جال – تار جهان ګستر) ده ، په اختصاري بڼه (ويب web) هم ورته ويل کيږي ويب web په لغت کې د غڼو جال ته وايي او دا چې ولې د web اصطلاح د دې سيستم لپاره کارول شوې ، لامل يې په انټرنيټ کې له هر اړخيزه پلوه د ويب web اوبدنه او پراخوالی دی. وايي انټرنېټ نړی ته ټکان ورکړ ، خو ويب انټرنيټ ته .
دا خبره بيخي په ځای ده ، ځکه د ويت web کمال په دې کې دی ، چې متن ، غږ ، تصوير او هر ډول (Data) په ډيره ښه توګه د نورو په واک او اختيار کې ورکوي ، په داسې حال کې چي پخوا به يوازې د کمپيوټر په پرده متن ښودل کيده . د کلونو په اوږدو کې د متن (Text) وچ او ستړي کوونکي محيط نه خلک زيات ستومانه شوي وو . له همدې امله د عامل سيستم لکه وينډوز (Windows) په راتلو سره ټولو پارامترونو بدلون وموند ، چې يو له دغو څخه په انټرنېټ کې د Web منځ ته راتلل دي . (ويب) له متن سره عکسونه ، غږونه او ويډويي تصويرونه هم يو ځای کړل ، چې د لومړي ځل لپاره په (١٩٩٢م) کال کې د Tim Berners-Lecپه نوښت ( په سويس کې دهستوي فيزيک اروپايي پوهنتون کار کوونکی ) د On-Line په بڼه وړاندي او نوم يې ورته webيانې د غڼې جال ورکړ. څنګه چې د غڼې جال د بيلا بيلو شبکو له پيوندونو او اړيکيو نه جوړ شوی ، همدارنګه (ويب) هم يو له بل سره پيوند کيږي او خلکو ته د دې امکان برابروي ، چې هر چيرته وي خپل معلومات يو له بل سره شريک کړي . په انټرنېټ کې (Web) منځ ته راتلل هغه څه دي ، چې په ټوله نړۍ کې يې د کمپيوټرونو تر منځ د راکړې ورکړې لپاره په زړه پورې اسانتياوې برابرې کړې په ( ١٩٩٣م ) کال د اکتوبرپه مياشت کې د ويب د خدمتونو وړاندې کوونکي مرکزونه څه نا څه (٢٠٠) وو خو په ( ١٩٩٥ م ) کال کې د غه شميره ٦،٥ ميليونو ته پورته شوه . د ويب ښه والی او قوت په دې کې دی ، چې متن ، تصوير،غږ او فلم په ګډوله شکل وړاندې کولی شي. د ويب محيط کې تصويرپه دوه ډوله ليدلی شو:
١_ په متن کې تصوير ( Inline) ٢_ مستقل يا بهرنی تصوير.
د دواړو تر منځ توپير په دې کې دی ، چې لومړی يې بيلې پاڼې ته اړتيا نه لري ، خو دويم يا مستقل تصوير بيا په ځانګړې نوې پاڼې باندې (Load) يا راښکته کيږي . هر څومره چې يو ويب زيات تصويرونه ولري ، په همغه اندازه يې راښکته کيدنه (Load) زيات وخت نيسي . د دې لپاره چې د (ويب) په چاپيريال کې بيلا بيل څه واورو يا وګورو نو يوه Browser ( کتونکې ، چې ايرانيانو په مرورګر ژباړلی) ته هم اړتيا لرو . نن ورځ د انټرنېټ په نړۍ کې ډول ډول کتونکې (Browser) شته چې تر ټولو مشهور يې د (IE ) Explorer Internet او Netscape دي . داکتونکې د Windows په محيط کې تر ټولو ښه متنونه د بيلا بېلو تصويرونو او غږونو سره وړاندې کوي . هر شخص يا موسسه ، چې وغواړي خپل اطلاعات له نورو سره شريک کړي ، نو په انټرنېټ کې خپل ويب سايټ (web site) خلاصوي . هر ويب سايټ ځانګړی ادرس يا پته لري . کله چې څوک وغواړي په انټرنېټ کې يو ويب سايټ مطالعه کړي ، نو تر هر څه د مخه يې بايد ادرس ورته په دقيقه توګه معلوم وي . د بيلګې په توګه هغه ادرس ، چې موږ يې تل له BBC راډيو څخه اورو داسې ليکل کيږي: www.bbcpashto.com دلته www ويب ، bbcpashto د بي بي سي راډيود پښتو ويب سايټ نوم دی ، کوم چې د Com (Commercial) تجارتي حوزه کې ثبت او راجسټر شوی دي . هر ويب سايټ په يو ځانګړي سيستم کې ، چې د NIC (Network Information Center ) په نامه ياديږي ثبت او راجسټر کيږي. يانې هيڅ وخت دوه نومونه په يو شکل او يا يوه بڼه نه راجسټر کيږي . بل مهم ټکی ، چې د نومونو په ثبت کې رول لري هغه د ادرس په اخير کې روستاړ ی پا پسوند دی . هر روستاړی د يوې مشخصې حوزې نمايندګي کوي ، چې د بيلګې په توګه يې د څو يادونه کوو:
سوداګريز ( تجاراتي سازمان ) .Com ( commercial)
د ښوونې موسسه . Edu (educational)
نظامي سازمان .mil ( Us military )

ديپلوم انجنير ستانه مير زهير
پيښور ښار، ١٣٨١کال ، سرطان مياشت