د ساينس فيکش  دلړۍ لنډه کيسه     

انجنير وحيد نن  بيا هم  د نورو ورځو په شان   يو څه ناوخته ، د خپل کور تر مخ موټر ودراوه ، هارنډ يې وکړ .  ميرمن يې دتل په شان  نن هم د ګراج دروازه خلاصه کړه ، اود بيرته ستنيدوپه وخت کې يې همدومره وويل :

_ په يوه خبره خو ته نه پوهيږې ، سل ځله مې درته ويلي چې په خپل وخت کورته راځه. ..

 انجنير وحيد پوه شوچې په ناوخته راتګ يې ميرمن  بيا خپه ده  خو هيڅ غږ يې ونه کړ.  موټر يې ودراوه ، دروازې يې بندې کړې ، نيغ  خپلې کوټې ته لاړ ،  خپلې  جامې يې بدلې کړې ، مخ او لاسونه يې په   صا  بون  ومينځل ، ځکه چې ټوله ورځ يې په خپل موټر کې کار کړی و .  ډير ستړی و ، غوښتل يې چې ويده شي . خو د ميرمنې غوٍصه او نا کراري ور په زړه شوه ، ميرمنې ته يې غږ وکړ ، هغه راغله  ،  په غوړه مالۍ يې ورته يو څو خبرې  وکړې ،  خو ميرمن يې د غوصې نه مخ بل لور ته واړاوه او هيڅ ځواب يې ورنه کړ . انجنير وحيد بيا هم  په خندا ورته وويل : 

_ ته هسې په غوصه يې ، خبره نه يې  چې په دنيا کې څه حال دی ، ښار نه دی غم دی غم . په کار و چې په خپل وخت راغلی وای خو  پوره دوه ساعته  مې  مخه ډب وه ، موټر مې نه شاته تللی شو او نه مخکې ، بس  دموټرو  په يو لوي کتار کې راګير وم

د خبرو اترو  د اوږدې لړۍ  په اخير کې يې ، ميرمن په دې  ډاډه شوه چې ميړه يې بانې نه کوي ، نو ورو يې ورته وويل :

_ ددې سپيره ښار نه به اخير څه جوړيږي ، هر څوک همدا خبره کوي چې په ښار کې ګڼه ګوڼه ده ، په ساعتونو ساعتونو واټونه بند وي خو هيڅوک نه شته چې غم يې وخوري .

 انجنير وحيدوويل :

_  همدې ستونزې  خو دا څو کاله  له ما نه خوب وړی . شپه اوورځ په همدې انديښنه کې يم ، که يو څوک اپنډسي شی، که يوه ښځه د زيږون په ناروغۍ اخته شی او دښار سر کونه په ساعتونو ساعتونو همداسې  بندوي، ايا هغوي به ژوندی پاتې شی؟

 ميرمن يې وويل : هو  ! دا ستونزې خو شته ، څه وکړو ، خدای به  راپيښه کړي وي . خو ته له ځانه جهان غمی  مه جوړوه ، خپل خوب کوه ، دښار واکدار خو ته  نه يې چې دومره غم يې در سره دی . 

انجنير وحيد مسکی شو او بيا يې وويل : که د خدای رضا وه ميرمنې  ! ډير ژر به  يو ښه خبر واورې

ميرمنيې په حيرانۍ ورنه وپوښتل : د څه شي خبر  ؟

انجنير وحيد وويل :
_ اوس يې درته نه وايم ، بيا به پخپله خبره شې 

د همدې خبرې سره سم انجنير وحيد له خپله ځايه پورته شو او د تګ په وخت کې يې خپلې ميرمنې ته همدومره وويل:

_    په دنيا کې هيڅ شی ناشونی   نه دی ، که د خدای ر ضا وه ډير ژر به واورې چې په ښار کې  به  ، نوره ګڼه ګو ڼه  ختمه شي .

ميرمن يې همدومره ورغبرګه کړه :

_ خدای دې مهربانه شي 

انجنير وحيد که څه هم ډير ستړی و ، خو بيا هم تر نيمې شپې خوب ورنغی ،  د سهار د لمانځه اذان سره سم    په بيړه يو ځل بيا ګراچ ته لاړ ، د خپل موټر دروازه يې خلاصه کړه ، ښکته پورته يې ښه په ځير وکوت   ، د يو څه فکر وروسته په خپلو دوه کلنو  هلو ځلو  يو څه نور هم ډاډه  شو . بيرته لاړ او په يو  لنډي خوب ويده شو . خو مير من يې  ژر بيرته راپورته کړ او دا خبره يې ورته وکړه :

_ پخوا خو ته ډير د وخته راپورته کيدی ،دا نن در باندې څه شوي چې تر غرمې پروت يې ؟ 

وحيد هغه دغه وکړه خو نور يې سم ځواب ورنه کړ . په بيړه يې  د تګ  تياری ونيو .

سهارپه اوو نيمو بجو انجنير وحيد  ، خپل موټر د ګراج نه راوويستلو. بهر يې ودرولو، ګر د چا پيره يو ځل بيا ورنه تاو شو، ځان يې ښه ډاډ کړ ، بيا يې د موټر دروازه  خلاصه کړه ، شټرنګ ته کيناست ،  موټر يې چالان کړ او د ښار د مرکزی  واټ په لور روان شو. خونن  د نورو ورځو په شان  نه و ، يو څه چرتي معلوميده .

په تلو تلو کی د ښار مرکزی واټ ته ورسيد. شيبه نه وه تيره چې بيا هم د نورو ورځو په شان د موټرو په اوږده کتار کې داسی را ګير شو چې نه شاته او نه مخکی تللی شو.

انجنير وحيد د ځان سره پريکړه وکړه چې همدا يې د خپلو اوږ دو هلو ځلو اوتجربی  دپلي کولو وخت دی.

 په بيړه يې دخپل موټر بټنه ووهلو، موټر ورو ورو ځای په ځای هوا ته په جګيدوشو، چې کله دځمکی نه درې څلور  ګزه پورته  شو، نو بل بټنه يې ووهله، سمدلاسه دموټر دواړو خواو ته د الوتکی په شان دوه وزری وغوړيدې. د انجنير وحيد موټر په هوا کې  د الوتکې په څير  په الوتوشو. په مرکزی واټ کې ټول خلک له حيرته  ورته ګوته په غاښ پاتې شول خو انجنير وحيد له ډيرې خوشحالۍ نه په جامو کې نه ځايده او  خپله اختراع يې دخپلو هيوادوالو د ستونزو د حل له پاره ستره لاس ته راوړنه ګڼله او د خپل دغه برياليتوب زيری يې د لاس په ښورولو د ځمکی پر مخ خلکو ته رسولو.

د موټر په هوا کيدوسره سم  د ښار په امنيتی ځواکونو کې د ستر خطر د ګواښ زنګونه وشرنګيدل . د ځمکنيو اوهوا يې قو او تر منځ دمخابرو له لاری د تيارسی امرونه صادر شول.  د حکومت لوړ پوړی چارواکی  په ډيری چټکی له خپلو اصلی ځايونو بی ځايه شول. څوک په يوه زيرزميني او څوک په بله زيرزميني کې ننوتل .

ددفاع د وزارت د لوي درستيز له خوا  هوايی او ځمکنيو قواو د چټک غبرګون قطعو ته وروستی او قاطع امر داسی صادر شو:

_ د ښار مرکزی واټ چې د سترو دولتي چارواکو د اوسيدوځای دی، دستر  ترورستی خطر ناک بريدلاندې راغلی دی.  د دفاع وزرات حکم کوی چې نوموړی هوايي موټردې ،  د ځمکنيو او هوايې قواو د تشريک مساعی په نتيجه کې ډير ژر له منځه يووړل شی.

د حکم سره سم په يو شيبه کې د ښار شين اسمان له جنګی الوتکو ډک شو او د ځمکی پر مخ د دافع هوا اوږده توپونه دمرکزی واټ په سر د ګرځنده موټر په لور توجيه شول او دسترګوپه رپ کې د انجنير  وحيد موټر په هوا کې د اورپه غونډ سکه بدل شو.

د کابل ښار _ خير خانه مېنه

2005-12-27