په فضايي  تخنيکي علومو کې (  Apollo) د هغې کيهانې بيړۍ (سفيتې) نوم دی چې دامريکا متحده ايالات يې ، د کيهانی څيړنو له پاره،  دځمکې څخه د فضاء په لورتوغوي .
 دا کيهاني څيړنيز پروګرام په ١٩٦١ م کال کې پيل شوی او تر ١٩٧٢ م کال پورې يې دوام موندلی دی.
د کيهانی څيړنو په بهير کې د امريکا متحده ايالاتو ته،  ستر برياليتوب هغه وخت په برخه شو چې د ١٩٦٩ م کال د جولايې په ٢٠ نيټه يې د يو لسمی اپولو (Apollo-11) په مرسته د لومړی ځل له پاره ، انسان د سپوږمۍ پر مخ ښکته او بيرته يې په ډاډ منه توګه ځمکی ته راوليږداوه.
 د غه لومړنی انسان چې د سپوږمی پر مخ يې خپل لومړنی  قدم کيښود نيل ارمسترانګ نوميده. هغه د خپل سفر په لړ کی په دی بريالی شو چې د سپوږمی په اړه  ضروری معلومات دځان سره ځمکی ته راوړی.
 هره اپولو خپل ځانګړی نمبر لري. چې وروستی اپولو يې ١٧ ده. د (٧) اپولو څخه تر (١٧) اپولو پورې ټولې الوتنې په فلوريډا کی د کينډی له هوايې اډې څخه ترسره شوي دي.
• لومړی اپلو (Apollo 1) : په ١٩٦٧ م کال د جنوري په ٢٧ نيټه کيهان ته وتوغول شوه خو د اور لګيدنی له پيښی سره مخامخ او دری  تنه فضا نور دان په کې وسوزيدل.
• دويمه او دريمه اپولو (Apollo 2, Apollo 3) په رسمی  بڼه شتون نه لري.
• څلورمې او شپږمې اپولو (Apollo 6, Apollo 4) بی له انسانه خپلې امتحانی
 الو تنې تر سره کړی دي.
• اوومه اپولو (Apollo 7) :  د ١٩٦٨ م کال د اکتوبر په ١١ نيټه يې الوتنه لرله د لومړی ځل له پاره بې انسان د ځمکی مدار ته وليږداوه.
• اتمه اپولو (Apollo 8) : د ١٨٦٨ م کال د ډسمبر په ٢١ نيټه يې الوتنه لرله د لومړی ځل له پاره يې انسان د سپوږمی مدار ته وليږدواه.
• نهمه اپولو (Apollo 9) : د ١٩٦٩ م کال دمارچ په ٣ نيټه د سپوږمۍ مدار ته الوتنه لرله.
• لسمه اپولو (Apollo 10): د ١٩٦٩ م کال د می په ١٨ نيټه د سپوږمی مدار ته توغول شوی ده.
• يولسمه اپولو (Apollo 11): د ١٩٦٩ م کال د جولايې په ١٦ نيټه د ځمکی څخه سپوږمی ته وتوغول شوی چې د جولايې په ٢٠ نيټه يې لومړنی انسان (ارمسترانګ) د سپوږمۍ پر مخ کښته کړ .
• دولسمه اپولو (Apollo 12) : د ١٩٦٩ م کال دنومبر په ١٤ نيټه الوتنه لرله چې ويې کولی شو د سپوږمی پر مخ د پخوانه په يوه ټاکل شوی دقيق موقيعت کې راښکته شی.
• ديارلسمه اپولو (Apollo 13) : د ١٩٧٠ م کال د اپريل په ١٣ نيټه يې الوتنه لرله خو په خپل ټاکلي  هدف ته ونه رسيده او بيرته ځمکی ته را ستنه شوه.
• څوارلسمه اپولو  (Apollo 14):  د ١٩٧١ م کال د جنوری په ٣١ نيټه الوتنه لرله او خپل څيړنيز پروګرام يې په سپوږمی  کې په ښه توګه  بشپړ کړ.
• پنځلسمه اپولو (Apollo 15) : د ١٩٧١ م کال د جولايې په ٢٦ نيټه د سپوږمی لور ته الوتې وه.
• شپاړسمه اپولو (Apollo 16):  د ١٩٧٢ م کال د اپريل په ١٦ نيټه د سپوږمی په لور الوتې وه ،  دی اپولو وکولی شول چې د لومړی ځل له پاره د سپوږمی دمخ  په لوړه نقطه کې انسان پلی کړي.
• اوولسمه اپولو (Apollo 17) د ١٩٧٢ م کال د ډسمبر په ٧ نيټه دځمکی څخه د سپوږمی په لور الوتې او د لومړی ځل له پاره يې يو ځمکپوه (جيولوج) د شپې په تياره کې د سپوږمی پر مخ پلی کړ چې دا تر ټولو وروستۍ اپولو وه.
 په نظر کې وه چې Apollo 20, Apollo19, Apolll18  هم د سپوږمی په لور وليږدوی. خو د NASA  ( د امريکې د کيهاني څيړنو ملي کميټه ) د بوديجی د کموالی له امله يې دی کارته دوام ورنه کړای شو.