١_ ارمسترانګ (  Armstrong ) :
لومړنی امريکی فضا نورد دی چې د لومړی ځل له پاره يې د سپوږمی په مخ قدم ايښی پوره نوم يې نيل ارمسترانګ  (   Neil.Armstrong)  دی .  هغه د ١٩٦٩م کال د جولايې په ١٦ نيټه ، دځمکی څخه د (اپولو ١١) په نامه  کيهانی بيړۍ کې ، د سپوږمۍ په لور سفر پيل کړ. دوه نيمی ورځی وروسته دسپوږمۍ مدار ته نږدی شو او دهمدی مياشتې په ٢٠ نيټه، ارمسترانګ د يوې بلې وړی سفينې په مرسته  د يولسمی اپولو څخه جلا او په همدې ورځ د سهار په لسو بجو يې د سپوږمۍ پر مخ را ښکته شو.
 ارمسترانګ چې په سپوږمۍ خپل لومړۍ ګام کيښود نو په مخابره کې يې خپلی خبری داسی پيل کړی: دا لومړی کوچنی ګام چی اوس ما دسپوږمۍ پر مخ ايښی ،  په حقيقت کې  هغه ستر ګام دی د انسانانو له خوا پورته شوی دی .
 ارمسترانګ دوه نيم ساعته په سپوږمۍ کې پاتی شو او هلته يې لومړی يو يادګاری څلی او د امريکی د متحده ايالاتو ملی بيرغ و درولو. وروسته يې د سپوږمۍ د مخ دخاورو او ډبرو نمونې راټولې او بيا يې د ځان سره ځمکی ته راوړی. همدا رنګه ارمسترانګ د سپوږمۍ پر مخ د علمی څيړنو له پاره  ، لابراتواری ليږدونکی تجهيزات هم ځای پر ځای کړل.
ارمسترانګ د ١٩٣٠ م کال د اګست په ٥ نيټه د امريکی د(  او هايو  ) په ايالت کې زيږيدلی او د دوو زامنو پلار دی.
 لومړی زده کړی يې د فضايې انجنير ۍ په ځانګه کې د امريکی د پوردو (Purdue) په پوهنتون کې بشپړی کړی دی. او د ماستری ديپلوم يې د جنوبی کالفرنيا د پوهنتون څخه تر لاسه کړې دی.
 يو شمير افتخاری دکتورا وي يې هم له  بيلا بيلو پوهنتونونو څخه په نصيب شوی دی. ارمسترانګ دخپل ژوند په بهير کې بيلا بيل مدالونه او وياړونه هم تر لاسه کړی دی. لکه: په ١٩٦٩ م کال کې د (H. Goddard)  يادګاری انعام، په ١٩٦٩ م کال کې د
 (R. J. Collier) انعام او په ١٩٧٨م کال کې يې دکيهاني کنګری افتخاری مډال تر لاسه کړی دی.
نيل ارمسترانګ دخپل ژوند په اوږدوکې بيلا بيلې دندی ترسره کړی دی چې له هغی جملې نه:
د (١٩٤٢-١٩٥٢م) کلونو په موده کی يې د امريکی د ملی اردو د پيلوټ په توګه دنده لرله. نوموړی د کوريا د جګړی پر مهال ٧٨ جګړيزی الوتنی تر سره کړی وې.
د (١٩٧١-١٩٧٩م ) کلونو تر منځ د خلايې انجنيری په برخه کې د سنسناټی (Cincinnati) په پوهنتون کې د استاذ يا پر وفيسور په توګه د نده تر سره کوله. ارمسترانګ په دې موده کې د تدريس تر څنګ څيړنی هم تر سره کولی. وروسته بيا د
(N. Y All. Systems, Inc. Deer park) دکمپنۍ  د مشر په توګه مقرر شو. ارمسترانګ په NASA ( د امريکا د هوا نوردی د علومو ملی کميټه) کې هم دندې تر سره کړی دی.
 په ناساکې ارمسترانګ د محقق پيلوټ په توګه د (Cleveland) په (lewis) لابراتوار کې دنده در لوده، وروسته بيا د کلفورنيا د (Edvard AFB) سټېشن د زياتی چټکتيا د الوتنی مرکز ته تبديل شو. هغه د دی سټيشن له وتلو پيلوټانو څخه ګڼل کيده چې کولای شول له هغی جملې نه (400 mph. X15) الوتکی نوم واخلوچې هغه چلولی شوه . نوموړی له ٢٠٠ څخه زياتې  بيلابيلې  الوتکی هوا ته پورته کړی چې په هغو کې جټ، هليکوپتر، توغندی او بې موتوره الوتکی هم  شاملی دی.
ارمسترانګ د (١٩٧٠-١٩٧١) کلونو په موده کې د ناساد مرکزی ادارې د پر مختللی څيړنی او ټکنالوژۍ د فضايې علومو د ادارې دهماهنګی د مرستيال په توګه دنده اجرا کوله خو په ١٩٧١ م کال کې يې د ناسا څخه استعفا ور کړله.