ادب که د حد نه زيات شي بې ادبي ده ! 
هرښه کار هم بايد يوه پوله ، بريد او معيار ولري . که موږ له بريد نه ووځو ، نو طبعي خبره ده چې يا به افراط ته رسوو او يا به تفريط ته چې په دواړو حالتونو کې د ګټې په ځای تاوان کوو . دا خبره مې په دې پورې وکړه چې ځنې وخت زموږد فرهنګ او ادب په ساحه کې  هم ځنې دوستان   له همدغو بريدونو وځي  او په خپلو ستاينو کې دومره افراط کوي  چې دمقابل لوري  له پاره د ګټې په ځای تاوان  رسوي . په همدې اړه زه غواړم  چې د لوستونکو پاملرنه  هغو دريو بيلګو  ته راواړوم چې ما ددې ليکنې له پاره ټاکلې دي . :
لومړی _ د دانش خپرندويه ټولنې په دفتر کې ناست وم ،په پښتو ژباړل شوی پخوانی  مشهور اثر چې د بيا چاپ په ګاڼه سينګار شوی و ، لاس ته راغی . د تعامل سره سم مې لومړی تر هر څه دمخه  د کتاب  په عنوان سترګې ښخې کړې . ليکل شوي و :
 ګيتا نجلۍ ، ليکوال ټاګور ،  ژباړن _ فاضل استاذارواښاد  عبدالروف بينوا
سمد لاسه مې په ذهن کې وګرځيدل ، څومره بې انصافي شوې . اصلي ليکوال  يوازې ټاګور ليکل شوی  او ژباړن سره  هغومره القاب کتار شوي دي  . زه په  پوره ډاډ ويلی شم که ارواښاد بينوا صيب  ژوندی وای  نو د خوشالۍ په ځای به له غوصې تک سور اوښتی وای . ځکه هغه وخت چې بينوا صيب دا کتاب ژباړلی و نو په خپل لاس يې ورسره ليکلي و . مترجم _ عبدالروف بينوا
اوس پوښتنه داده : ايا څو ک دا حق لري  چې د بيا چاپ په وخت کې د اصل نسخې  په خلاف  دغه ډول زياتونې يا کمونې  وکړي  ؟
زما په اند خو دا حق هيڅوک نه لري ، ځکه د کتاب په لومړي مخ  چې هر څه ليکل کيږي هغه د ليکوال په خپل لاس او د خپلې خوښې سره سم ليکل کيږي 
بيا چاپ کوونکی يوازې   په سريزه کې  د ياداښت  حق لري  چې هر څه يې يې زړه غواړي  هلته يې په خلاص مټ وليکي ،خو په اصل کې لاس وهنه زما په اند  هيڅ وخت جايز نه ده .او که بيا هم  د اړتيا له مخې څه  ليکل کيږي نو بايده د ي چې په قوس کې ورسره  ياداښت وليکل شي  .
لوستونکی  چې کله کتاب لولي نو په هغه څه قضاوت کوي چې په سترګو يې ګوري خو کله چې د  ليکوال  د نامه سره دومره القاب تړلي  وويني نو طبعي خبره ده چې د هغه  دشخصيت د ځان ښودنې په اړه به  يو څه ټکنی کيږي ، خو له بده مرغه  له دې به نا خبره وي چې دا کار ليکوال نه بلکې ناشر کړی دی .
دويم _ د(  زرکه )  مجلې د  ١٣٨٥ ل  کال په دويمه ګڼه کې  مې دښاغلي  غضنفر صيب سره په مرکه  کې دا ټکي ولوستل :
د علم ګل سهر پوښتنه : کله چې ماشوم وې دا فکر دې کولی شو چې يو وخت به لوي ليکوال شی ؟
د غضنفر صيب ځواب : .....پلار مې راته کيسه کوله چې يو وخت يې يو چا د نظم ونثر په باره کې مضمون ليکلی او بينوا مرحوم ته يې وروړی وو ، استاذ
د مضمون له لوستلو وروسته ورته ويلي و : هر ليکونکي ته ليکوال مه وايه ، په څو ماتو ګوډو ليکنو څوک نه ليکوال کيږي . .... .... زموږ مشرانو به د(  ليکوال )  کلمه  په احتياط استعمالوله  خو موږ د کلمو سره انصاف نه کوو ، غوره خو داده چې کلمې د پيسو غوندې په احتياط ولګوو .
له پورتنيو جملو څخه مې موخه دا ده چې رښتيا هم موږ ډير وخت د کلمو سره بې انصافي کوو. او په کار دي چې په کلمو کې  له اصراف نه کار وانه خلو .
د بيلګې په توګه :   يوه ورځ د قلم د ټولنې له خوا دوتلي شاعر او ليکوال  ښاغلي سليمان لايق  ، وطن ته د راستنيدو په وياړ د هرکلي غونډه جوړه شوې وه ، دريځوال دريځ ته يې  د يوه ليکوال  د رابللو له پاره،  مخکې له مخکې چې نوم يې  واخلي دهغه په اړه  دومره القاب يو په بل پسې قطار کړل چې ټول ناست کسان يې  ګوته په غاښ کړل،  چا يوه ته کتل اوچا  بل ته چې دا به څوک وي ؟  ما سره هم دا پوښتنه پيدا شوه چې دومره ستر او نو ميالی ليکوال به څوک وي چې تر اوسه  زه خوارکی د هغه له پيژندلو بې برخې يم  ، زړه راته   وويل په کار دي ، چې له پيژندلو وروسته ورشم او لاسونه يې ښکل کړم ...
خو کله چې يې د هغه ليکوال نوم واخيستلو  نو باور وکړې چې ډير عادي ليکوال و او په کار نه وو چې دالقابو سره دومره بې انصافي شوې  وای . 
دريم _ معلومه خبره ده چې موجوده حکومت په اوسني وخت کې  ، په هيواد کې  فرهنګي ساحې ته ځانګړې  پاملرنه نه لري ،او  له نيکه مرغه  دا تشه اوس د يو شمېر ادبي او فرهنګي ټولنو په جوړيدو سره ډکه شوې ده .  هره ورځ دا ټولنې وده مومي  ، بيلا بيل کتابونه  چاپوي ، سيمنارونه جوړوي ، د خپلو علمي شخصيتونو لمانځنه کوي  او داسې نور ..
خو له بده مرغه دغه ډول ځنې ټولنې کله ناکله  دخپلو شخصي ذوقونو ، سليقو ، سياسي او ايډيالوژيکو اړيکو، قومي ، سمتي  او د خپلوی د تمايلاتو  له مخې  د فرهنګي اشخاصو په تعريف ، تو صيف او ستاينه کې د  افراط تر پولې کار اخلي چې  په حقيقت کې هغه شخص هيڅ وخت دومره وړتيا نه لري . موږ بايد په دې برخه کې هم د اعتدال لاره غوره کړو . او د داسې القابو( استاذ ، لوي استاذ ، علامه ، نابغه ... )  د کارولو نه په کلکه ډډه وکړو چې هغه يوازې موسمي او سيزني ارزښت ولري
 دبيلګې په توګه : حفيظ الله امين د خپلو ځانګړو سياسي اهدافو  په خاطر چې غوښتل  يې په ګوند کې  نورمحمد  ترکي ته ځان نږدې کړي نو سمدلاسه يې هغه بې له کوم معياره ، د شرق د نابغه په نامه ونوماوه . دا چې سياسي قدرت ورسره و نو  هره ورځ به له راډيو او تلويزون څخه  نورمحمد ترکی په همدې القابو ياديده ، خو کله چې  يې سياسي قدرت له منځه لاړ،  سيزن يې ختم شو نو بيا نه چا نه  نابغه ياد کړاو نه علامه .  ځکه هغه دا القاب طبعي   په لاس نه و راوړي  بلکې د سياسي واکمنۍ له لارې ور په برخه شوي و و .
زما وړانديز دادی چې ټولې فرهنګي ټولنې بايده دي  په خپلو کې سره کيني ، او د وياړنو ځانګړو القابو ( استاذ ، لوي استاذ ، علامه او نابغه ... )  له پاره يو ځانګړې لايحه جوړه شي او په همغې لايحه کې  د هر لقب له پاره ځانګړي معيارونه وټاکل شي ، هغه بيا د مطبوعاتو له لارې خپاره شي او د فرهنګيانو نظرونه پرې واخيستل شي
نو کله چې بيا يو فرهنګي ددغسې نورمونواو معيارونو  له مخې په فرهنګي ساحه کې  په دې وياړونو وياړل کيږي ¸نو هغه په  طبعي بڼه  ټولنه مني  او دا وياړ به ورسره تل پاتې کيږي . خو که يو څوک دوه ، درې د پام وړ علمي او اکاډميک اثار ونه لري او يوازې د خپلو شخصي اړيکو له مخې دغه ډول  وياړونه تر لاسه کوي ، باو ر وکړې چې دا يې درناوۍ نه بلکې سپکاوی دی . ځکه هغه  که هر څومره د اسمان شنو ته په مصنوعي توګه پورته شي ، ټولنه يې نه مني ځکه ټولنه په هغه څه قضاوت کوي چې له هغه نه په ميراث پاتې وي .