د وينو څاڅکي !
د ښوونې او روزنې وزارت د ودانۍ په څلورم پوړ کې د خپل دفتر په کوټه کې د لويې او رڼې ښيښې تر شاه ناست وم او د سالنګ واټ د ارت او پراخه سرک په لور مې په ځير ځير کتل . د طبعت او ژونديو بنيادمانو منډو ترلو په فکر کې ډوب کړی وم .
د مازديګر مهال و د چا په لاس کې تازه ترکاري ، د چاسره تازه ميوه او د چا سره هم د ټوټو په کڅوړو کې چارک ، نيمن الوګان وو هرچا هيله لرله په بيړه خپل کور ته ځان ورسوي .
دخير خانې په تم ځای کې د خلکو ګڼه ګوڼه شيبه په شيبه زياتيده ، د ملي بسونو درک نه و. که کوم يو به را پيدا شو ، دومره بيروبار به پرې جوړ شو چې يوازې به زلمي او غښتلي کسانو پورته شول خو ماشومان ، بوډاګان او ښځې به ټولې اريانې دريانې ولاړې وې .
شيبه په شيبه د خلکو ګڼه ګوڼه نوره هم زياتيده . ناڅاپه د کابل د شاوخوا د پرتو غرونو تر شاه ، له ورايه د يو ډز غږ راپورته شو د سترګو په رپ کې دخيرخانې مېنې په تم ځای کې يې داسې کړنګ وکړ چې د چا خبره د غوږونو پردې يې څيرولې .
د راکټ د ډز سره سم د خير خانې مېنې په تم ځای کې ولاړ کسان په ځمکه داسې سترې سترې ولويدل لکه لوګری چې په پټي کې غنم وريبي .
شيبه نه وه تيره چې د ترافيکو او روغتون د امبولانسونو غږ د کابل ښار فضا په سر وا خيسته . د څارندوی ( پوليس ) ټولګي هم په ډکو ډکو موټرو کې سيمې ته راورسيدل ، سيمه يې تر خپلې ولکې لاندې راوستله . ښاريان هم د مرستې له پاره راورسيدل ، هر چا دا هڅه کوله چې مړي او ټپيان ژر ، امبولانسونو ته پورته کړي . وير او ماتم ګډ وو. د ښځو او ماشومانو ژړا ګانو د ټپيانو زګيرويو او دخلکو ويرې د خيرخانې مينې په تم ځای کې سم دم قيامت جوړ کړی و
په دغسې زړه بوږنونکي ماتم کې ، يوې ښځې چې توره بوکره يې اغوستې وه او د وينو څاڅکو ورپسې لاره جوړه کړې وه ، غوښتل يې په پيړه د خير خانې له تم ځای نه ځان وباسي . د څارندويو يو تن پرې پام شو او په عذر يې ورته ويې ويل :
_ خورې ودريږه ! هله ژر شه ، امبولانس ته خيژه چې روغتون ته دې ورسوو.
د تورې بوکرې والا ښځې غږ غوږ ونه کړ ، او بيا يې هم خپل منزل ته په بيړه دوام ورکړ. د څارندوې کارکونکي د خپل څنګ ملګري ته وويل
_ لکه چې دا ښځه په توده کې ده، ته وګوره وينې ورنه څاڅي خو بيا هم په ځان نه پوهيږي او هغسې تيزه روانه ده . ملګري يې د تا ييد سر وښوراوه او ورته ويې وويل :
_ نو بيا ورشه مخه يې ونيسه او له تګ نه يې راوګرځوه .
څارندوې په چټکې بوکرې والا ښځې ته ځان ورورساوه ، تر مخ يې ودريده ، په لاسينه يې ورته وويل :
_ خورې ! تاته وايم ! په ځان پوهيږې که نه ؟ وينې درنه څاڅي وينې ! يو ځل ځان وګوره ، معلوميږي چې سخته ټپي شوې يې ...
د تورې بوکرې والا ښځې ځان ته ښکته پورته وکتل او بيا يې په
وار خطايې وويل :
_ نه نه ، زه جوړه يم، له مخې مې لرې شه ، زه کورته ځان رسوم .
څارندوې بيا ورته وويل :
_ معلوميږي چې د راکټ ډ ز دې ماغزه خراب کړي ، زه درته وايم چې له تانه وينې څاڅي او ته وايې چې روغه يم ...
خو د تورې بوکرې والاښځې بيا هم ټينګار کاوه ، زه جوړه يم هيڅ راباندې نه دي شوي
.څارندوې فکر وکړ چې د ښځې ماغزه په رښتيا هم کار نه ورکوي . ژر يې ټوپک اوږې ته کړ او دواړه لاسو نه يې د ښځې تر مخ خلاص ونيول ، او بيا يې ورته وويل :
_ وايم نه شې تللی ، مجبوره يې چې امبولانس ته وخيژې او روغتون ته لاړه شې
ښځې بيا هم نه منله او په غوصه يې همدا خبره تکراروله: زه جوړه يم ، ته دروغ وايې ، له مخې مې لرې شه .......
. څارندوې له مجبوريته هغه ښځه ، د يو لاس نه کلکه ونيوله او د ځان پسې يې کش کړه .
ښځې چغې او کوکې پيل کړی او څارندوې يې په دې تورن کړ چې هغه غواړي په زور يې روغتون ته بوځي . له هرې خوا نه خلک پرې راټول شول ، ګڼه ګونۀ زياته شوه ، د ښځې او څارندوې تر منځ کش او ګير همغسې روان و چې نا څاپه د ښځې له لاسه يو شی په ځمکه ولويد .
څارندوې په بيړه هغه راپورته کړ : ګوري چې په راکټ د يوې بلې وژل شوې ښځې پرې شوی لاس د ی ، چې په مړوند کې يې د سروزربنګړي اوپه ګوتو يې دسروزرو ګوتې وي . ١٣٦٦ ل کال _ کابل