د يارانو ياد   
خدای دې لري، ياران مې ډير وو، خو په ټولو کې مې يو يار ډير ياديږي.، هر چيرته چې وي خدای دې ژوندی لري .
 نوم يې  ( مرچکی ) و، خوپه خوږوالي کې د ګوړې نه هم خوږو. ډير عجيبه سړی و، تل به يې خوله له خندا ډکه وه، د زغم او حوصلې خويې هيڅ پوښتنه مه کوه، چې لس څپيړې دې وهلی وای، ويلي  به يې نه وای  چې ستا په مخ څو سترګې دي ؟
.په ټول کلي کې به  د هغه د ښه سړيتوب خبرې کيدلې نو ځکه به ځنو کليوالو ويل :
_ کاشکې د مرچکي نوم شيرين وای او د شيرين  نوم مرچکی وای .
(شيرين )  زمونږ بل يار و، نوم يې شيرين و، خو د مرچکی نه هم  تريخ و. د يوې خبرې نه،  بله چا ورسره نه شوه کولی. په نه خبره به د هر چا سره لاس او ګريوان و. خو ددې ټول تر يخوالي سره بيا هم خلکو ورته هره ورځ د شيرين غږ کاوه. ځکه چې نوم يې شيرين و.
نه پوهيږم ( تورګل ) ياربه په کوم وطن وي ......؟ 
ډير ښايسته سړی و. درنګ  له پلوه د سپينې پاغوندې نه هم تک سپين و، خو مور او پلار له دې ويرې چی له نظره نه شي، نوم يې تورګل پرې  ايښی و. کليوالو بيا ګل ورنه شکولی و او (( توری ))  به يې ورته وايه .
 توری ښه غټ  پټ ،هډور او چناري سړی و، تل به يې پاکې، ښايسته او نوې جامې اغوستې وې   .
په اول ځل به چې څوک ورسره مخامخ شو  ، د هغه باډي ،  کش پش او ښايسته، پاکې او سپينې جا مې  به يې وليدې، نو فکر به يې کاوه چې په څلور کنجه دنيا کې به له  توري نه هوښيار، پوه او ځيرک سړی نه وي. خو چې کله به  يې په خبرو پيل وکړ او يو غر به يې په بل غر وويشت، نو ژربه پوه شوې چې سړی مړی نه دی،  بس په سر کې يې د مغزو په ځای بوس پراته دي.
 ځينو کليوالو خو به  کله نا کله دا خبره هم کوله :
_کاشکې باډي د تور ګل وای او هوښياري دښايسته ګل !!!.
(  ښايسته ګل ) زمونږ  يو بل يارو. نوم يې ښايسته ګل و، خو د
بدرنګو  نه لابدرنګ و.وچ پوچ، تش د څو هډوکو يو اسکليټ و. پلنه  پوزه ، پيړې شونډې، ببرې وروځې، پپړ غوږونه، غټ سر، ټيټه ونه، تک زيړ اوږده غاښونه، بس داسې يو شی ولکه يوماشوم چې کيني او د خټونه يوه څيره جوړه کړي. خوپه پوهه او هوښيارۍ کې دومره وړاندې وچې شل تورګله په يوه ښايسته ګل پسې نه شورسيداۍ  ددې ټولو بدرنګيو سره سره بياهم خلکو ورته ښايسته ګل ويل ،ځکه چې نوم يې ښايسته ګل و.
نه پوهيږم زموږ ( سخي  ) يار به مړوي او که ژوندی؟
زمونږ په منځ کې هغه ډير پيسه داراو پيسه دوست و. ښې ډيرې پيسې يې لرلې، خو نه يې پخپله خوړلې او نه يې بل چاته ور کولې.
هغه ورځ مې ښه په ياد ده چې د ګاونډي زوی په وارخطايې راغی او ورته ويې ويل :
_ سخي کا کا! پلار مې مړ دی، د کفن پيسې نه لرم، که يو څو روپۍ په پور راکړې، ټول عمر به درته دعا ګا نې کوم.
سخي يار چې دا خبره واوريده، نو په ټنده يې دولس بجې شوې او په غوسه يې ورته وويل:
_ وراره ګله! په کومه لار چې راغلی يې په هماغې بيرته لاړ شه: له دې ټولو کروړو سره بيا هم خلکو ورته سخي ويلو ، ځکه چې نوم يې سخي و او د انوم ورباندې مور او پلار ايښی و