خبرونه او زموږ پر ولس يې رواني اغيزې
   څه د پاسه د دوو لسيزو  اوږدې او ناتاره جګړې اور ، نه يوازې زموږ د هيواد مادي شتمنۍ لولپه کړې، بلکې زموږ د   هيواد والو ذهني او رواني چاپيريال يې هم په زهرو لړلی دی . د جګړې د کلونو په بهير کې د شنه اسمان له لورې د بمونو بارانونه، د هسکو او دنګو غرونو له سمڅو  نه د راکټو، تو پونو او هاوانونو ګذارونه، واټ په واټ او کوڅه په کوڅه د ټوپک والو واکمني او خپل منځي جنګونه، د خلکو د کورونو لوټ  او تالان او په ورستيو وختونو کې ځان مرګي بريدونه ، د ښوونځيو سوزيدل ، له کورونو خلک ويستل او بيا وژل هغه څه دي چې زموږ د هيواد واړه او غټ، نر ا وښځه، ماشومان او بوډا ګان يې ،  دې ته اړ کړي دي  چې په  هره ورځ  او  پرله پسې توګه د هيواد د امنيتي وضعېت په اړه تازه او نوي خبرونه  تر لاسه کړي . . په ځينو هيوادوالو کې خو بيا  د خبرونو اوريدنه د عادی بڼی څخه اوښتي او  د اعتياد تر پولې رسيدلې دی. که څه هم د خبرونو  اوريدنه کوم بې ګتې کارنه دی، يوه لويه ګټه يې داده چې هيوادوال کولئ شي د خبرونو له لارې د خپل چاپيريال او شاوخوا سيمې د امنيتي  اوضاع په هکله لازم معلومات    تر لاسه کړي او د همدغو معلوماتو په رڼا کې بيا  لازم تصميم  ونيسي .  خو د ددې او نورو ګټو تر څنګ د خبرونو زياته اوريدنه يو لړ زيانونه هم لري .   په دې اړه د علومو د ارتباطاتو يو امريکا يې ډاکټر وايي: کله چې انسان له اندازې نه زيات د انديښنه پارونکو خبرونو د سيلاب  په په وړاندې واقع کيږي د هغه روغتيا يې حالت د رواني او  ذهني ناروغيو اوستونزو سره مخامخ کيدای شي  . بې له شکه چې د دې ناروغۍ ا غيزې موږ د خپل هيواد په دننه کې د يو شمير هيوادوالو په څيرو، روح او روان کې په ډاګه ليدلی شو. خصوصاً په هغو وګړو کې چې يو ځل يې د جګړې ترخه څکلي وي. يا په هغو بوډاګانو او ماشومانو کې چې اصلاً د خبرونو په هر  اړخيز تحليل او تفسير پوره نه پوهيږي. دغه ډله د  خبرونو دلړی   څخه يوازې هغه  بوګنونکي او ويره ونکي خبرونه خپل ذهن  ته سپاري او بيا د همغو خبرونو د لاسه شپه او ورځ ځوريږي. په داسې حال کې کيدای شي چې د هغه خبر هدف او موخه څه بل ډول وي، نه په دې ډول چې اوريدونکی   په خپل تصور کې له هغه سره لوبيږي.
 موږ د دغه ډول خبرونو د اوريدو  ښې بيلګې د خپل هيواد په يو شمېر کليوالو سيمو کې ليدلی شو. زياتره  هغه کليوال چې په ليک لوست نه پوهيږي د شپې اوريدلي خبرونه په ناسمه بڼه نورو کليوالو ته انتقالوي د دې ستونزو لو يه وجه او لامل کيدای شي ډير شيان وي، خو زما په نظر تر ټولو لوی لامل يې له يوې خوا د بې شميره هيوادووالو نالوستي او له بلې خوا د خبرونو د ژبې سمه نه کارونه ده.
 موږ د دې خبرې ښه شاهد يو چې يو وخت زموږ راډيو “د افغانستان راډيو” په نامه يا ديده . خو کومه ژبه چې  په دې راډيو کې د خبرونو  نه نيولی تر نورو پروګرامو پورې کارول کيده، يوازې د کابل او د لويو ولايتونو د مرکزونو د لږ شمير لوستو او قلموالو څخه پرته نور په ميلونونو هيوادوال په هغو نه پوهيدل. ځکه چې وياندانو د ليکنې او تحرير ژبه کاروله او هيوادوالو شفاهي او ګړنۍ  ژبې اوريدو ته اړتيا لرله . . هيله ده په راتلونکی وختونو کې د ميډيا مسئول چارواکي دغه اصل ته د يو جدي ضرورت په اساس ځانګړی پاملرنه واړوي. د ايلينوی د پوهنتون استاد     " ديل براشرز" وايي: په سيمه کې د جنګي وضعې د خړپړتيا د ناسمو او بوګنونکو خبرونو له اوريدو څخه د مخنيوي په خاطر، خلک بايد هڅه وکړي چې له معتبرو او موثقو منابعو څخه  خبرونه تر لاسه کړي. د خطر په پرتله  څار (تر صد)  او دوهم او تشويش اچونکو خبرونو د اوريدو  څخه د پرهيز  په منځ کې ، بايديو تعادل وساتي، خو پوښتنه دا ده چې زموږ د هيوادوالو له پاره به د خبرونو موثقې او معتبرې منابع کومې وي؟
 له بده مرغه بايد ووايو چې له کلونو  کلونو را هيسې زموږ په هيواد کې ازادو مطبوعاتو ته اجازه نه وه ور کړل شوې. د خلکو د خبرولو ټول خپرندويه او مطبوعاتي چينلونه، لکه راډيو، تلويزون، اخبارونه او مجلې د واکمنو حمکومتي چارواکو تر سخت سانسور لاندې فعاليت کاوه.
تل يې ترخه واقيعتونه د خپلو مصلحتونو نه  قربانول  او هيواد وال يې ورنه بې خبره ساتل. په دغسې تنګو شرايطو کې افغانان مجبوره وو چې د خپلې سيمې خبرونه له بهرني ميډيا خصوصاً د ګاونډيو هيوادونو د راډيو ګانو څخه اخيستل او هغه هم په داسې حال چې بې طرفه نه وې اوهرې يوې په خپل وار زيار ايستلو  چې د افغانستان په دننه کې د خپلو همخيالو او هم ګټو ډلګيو د مورال د لوړولو او د مقابل لوري د  جنګي ډلو د مورال د ټيټولو له پاره د ځانه جوړ شوي ډرامايز خبرونه خپاره  کړي او هڅه يې کوله   چې په دې ډول تبليغاتو،  خپلې موخې او اهداف تر لاسه کړي. د دغه ډول شوم او غرضي خبرونو خپرول هم زموږ د هيوادوالو په ذهن  او روان ناوړه اغيزې کړې ده، او حتی ويلې شو کوم تاو وتريخوالی چې د قومي، مذهبي او سمتي په نامه نن ورځ  زموږ په ټولنه مسلط او بر لاسي شوي، د همدغو راډيو ګانو د ناوړه تبليغاتو محصول دي.
بله د انديښنې وړ خبره داده چې ځينې بهرنۍ راډيو ګانې د بې طرفۍ تر شعار لاندې زموږ د هيوادوالو په ذهني چاپيريال دومره واکمنې شوي چې د هغوي په يوه قومانده تور په سپين او سپين په تور بدليدای شي. په څرګنده بايد ووايو چې نن ورځ په نړۍ کې مطلقه بې طرفي نشته، هره ميډيا په يو شکل نه په يو شکل غواړي چې خپلې موخې او اهداف په يوه يا بله بڼه په اوريدونکو، ليدونکو اولوستونکو قبول کړي. په نړۍ کې ډير داسې شواهد شته چې همدغو بې طرفه مطبوعاتو په ډيرې زير کۍ او ماهرانه بڼه د خپلو موخو سره سم د خپل پټ پلوي ډير کمزوري شخصيب نه قهرمان، اتل او نه ايليدونکی شخص جوړ کړی او بر عکس يې په خپل قام او خلکو مين شخصيب نه،  شر خوښونکی او ناوړه انسان جوړ کړی دی.
نو بنسټيزه پوښتنه داده چې موږ څنګه کولای شو، د خپلو هيواوالو له ذهني چاپيريال څخه د بهرنۍ غرضي ميډيا سيوری د تل له پاره لرې کړو؟ زما په نظر د دې شومې واکمنۍ څخه د ژغورنې او خلاصون يوازينۍ لار په هيواد کې د ژور ناليزم سپيڅلی مسلک  ته وده ورکول او په ريښتني معنا د  ازادو  مطبوعاتو را منځ ته کول دي . په دې توګه به زموږ د هيواد خواخوږي ژور نالستان وکولئ شي چې د پيښو او حوادثو د ريښتيني انځور په وړاندی کولو سره د هيواوالو هر اړخيز اعتماد او باور تر لاسه کړي او د بهرتۍ ميډيا غرضي واکمنې به د تل له پاره د خپلو خلکو له ذهني چاپيريال څخه محوه او له منځه يوسي .خو يو خبره د پاملرنې وړ ده او هغه داده کومې ورځپاڼې ، مجلې او نورې خبري رسنۍ چې نن موږ په خپل هيواد کې د ازادو مطبوعاتو په نامه ګورو او شمير يې سلګونو ته رسيږي اصلا د محتوا له پلوه هيڅ نه لري او څه چې په کې ليکل شوي وي بيا هم هغه دبهرنۍ  ميډيا په خبرونو دوهم ځل شخوند وهل وي . که چيرې زموږ  ازاد مطبوعات خپل ځانګړي خبريالان ولري او پيښې پخپله له نږدې نه وګوري او هغه د واقيعتونو له مخې   تعبير او تفسير کړي نو زه په پوره باور سره ويلی شم چې  هغه وخت به زموږ ازاد مطبوعات هم د خپل ولس باور او ډاډ تر لاسه کړي  .