گرانو معززو دوستانو !
غواړم د دی دوه ډير مهم مطلب په هکله خپل نظریات له تاسو سره شریک ، هغه دعلیین او سجین دو عالی قرآنی مفاهیم دی .
عليين او سجين د قران عظيم الشان په آياتو نو کی يو دبل پسی ذکر شوی چی دواړو مفهوم او مطلب يو دبل په مقابل او ياهم يو دبل په خلاف ده .
الف :عليين جمع د( علی ) چی اصل کی په معنی د پورته مکان يا هم دافرادو او اشخاصو لپاره چی په پورته او لوړ مقام يا ځای کی ژوند کوي . و هغه خلکو ته هم اطلاق کيږي چی هغوي په لوړو او مرتفع ځايو کی اوسي . اما دلته هدف لوړ او پورته آسمان يا هم پورته جنت څخه تعبير او تفسير شوی . يو عده مفسرين بيا دا په معنی د ( علو فی علو ) يعنی په لوړ والي کی لوړ په جګ والي کی جګ . په عمو مي صورت سره مفسرين (عليين ) څخه هدف ( کتاب الابرار ) چی په هغه کی د نيکانو او پاکو مو منانو اعمال درج او ثبت کيږي . پدی معنی چی يو کل او کامل ديوان يا دفتر دی.
داسی ديوان او دفتر چې لوړ او خاص مقام او منزلت لري . د کوم چاچی دلته اعمال او کر دار ثبت وي د هغه ځای ، مقام او منزلت به په نزد د پر ور دګار ډير لوړ وي چی د خيال ، قياس او ګمان څخه پور ته دی هيڅوک ئې حد او حدود تعينولی نشي .
قرآن عظيم الشان د دی کلمی په تفسير کی داسی فرمائې »کلا ان کتب الابرار لفی علين - وما ادراک ماعليون - کتاب مرقوم» ) مطففين ) سوره ( ۱۸ - ۱۹ - ۲۰ ) آيات . ( بيشکه كوم کتاب چی پکی ليکل شوي يا ليکل کيږي اعمال د ابرارو نيکانو هغه ( عليين ) دی . او څه شي پوه کړی ته ( ای محمده ) چی څه دي عليين ؟ يو دفتر دي چی ليکل شوي دي پکی ( اعمال د ابرارو ) . تفسير : - چير ته چی د جنتيانو نو مونه ليکل شوی دي . او د هغو د ښو چارو پاڼی په روڼی او روښانه شکل سره ترتيب شوي دي . اول د هغو ارواح هلته بيول کيږي يا وړل کيږي او بيائې د خپلی هستو ګنی واصلي ځای ته ور بيائې . د دوي د ارواح علايق او اړيکی له قبرسره هم شته دي . ويل کيږي چی دا ځای په اوم آسمان کی دی . د مقر بينو ارواح به هلته هستو ګنه کوي . لکه چی فر مائې . ( الا الذين آمنو و عملوا الصلحت فلهم اجر غير ممنون ) ( التين سوره ۶ آيات . ( مګر هغه کسان چی ايمان ئی را وړی دی او کړي دي نيک او ښه عملونه نو وي به دوی ته اجر ، ثواب بی انتها بلا انقطاع )
ب : -سجين : اصلا« سجن » د زندان او حبس څخه اخستل شوی او مختلفی معنی وی لري پدی معنی چی سخت ، شديد او هولنا که جهنم چی هلته کی اعمال د بد کارانو ايښودله کيږي . د کوم هغه شيطان صفت او مشرک انسان چی د پر ور دګار د لياری څخه منحرف او پدی فکر او خيال چی د دوي څخه به د ژوند د ناروا اعمالو هيڅ کوم حساب ، کتاب او د پوښتنی سوال او جواب نه وي او کوم هغه کلام چی الله پاک د بشريت د رهنمائې لپاره خپل پيغمبرانو په ذريعه د انسان دعوت وسمی او سالمی لياری ته را ليږل شوي چی يوعده وو پری عمل ونکړه نه تنها چی عمل ئې ونکړه بلکی داسی فکر ئې کوه او ويل ئې څوک دی چی د دوې سره به حساب کوي . خطاء کی په خطاء روان ، نه وه غوږونه چی حق واوري او نه وي ورلره سترګی چی د حق او حقانيت ليار وويني.
الله پاک د دوی په هکله داسی فر مائې . « ثم ردد نه اسفل سفلين » ( التين سوره ۵ آيات . ( وګر ځاوه مونږ هغه ( انسان په ډير ښکته د ښکته نه هم ښکته په لاندی طبقه د دو زخ کی ) او هم د دوی ټول رفتار ، کر دار ، ګفتار ، هر هر څه بد او ژشت اعمال مسلسل په دفتر د فاجرانو ( سجين ) چی ورته تعين او ساز شوی دي ليکل کيږي .
پر ور دګار عليين او سجين دا دواړه کلمی يو دبل په مقابل کی داسی پيدا کړي که چيری په عليين کی د صالحانو لپاره لوړ والی او په لوړ والي کی هم لوړ ليکل کيږي بيا برخلاف په سجين کی د فجراوو لپاره ټيټ والی د ټيټ والي څخه هم ټيټ ليکل کيږي . خلاصه هدف د سجين د فاجرانو نيول ، حصارول او په ټيټه او سخته حصه د دوزخ کی قرار ورکول دي.
منظور د سجين څخه هغه جامع کتاب دي چی په هغه کی عمل نامه د ګنهګارانو مستقل او منظم شکل ثبت او ليکل کيږي . دوی هلته وړل کيږي او هلته ساتل کيږي . په قران عظيم الشان کی د دوي په هکله داسی فرمائې :« کلا ان کتب الفجار لفی سجين - وما اد راک ما سجين )» ( مطففين سوره ۷ - ۸ ) آيات . ( بيشکه ليکل شوي اعمال د فاجرانو په سجين کی - او څه شی پوه کړی ئې ته (ای محمده ) چی څه دی سجين ؟ يو دفتر دي چی ليکل شوی دي د ( فجارو اعمال )پکی.
تفسير : - يعنی سجين يو داسی دفتر دي چی په هغه کی د ټولو دوزخيانو نو مونه ليکل شوي دي . او د بند د چارو ليکونکي فرشتې د بد کارانو د مړه کيدلو څخه ورورسته د هر يو سړي چاری په بيلو ، بيلو دفترو کی ليکي او بيا پدی دفتر کی ئې ور دا خلوي . د هر يو دوزخي د نامه لپاره بيله علامه او نښه ايښو دله شوي . چی هغه دوزخي دي . د ځينو رواياتو څخه دا ښکاري چی د کافرانو ار واح په همدغه ځای کی دي . ځينی مفسرين دا هم وائې چی دا ځای تر ځمکی لاندی په اومه طبقه يا حصه د ځمکی کی قرار لري . ( والله اعلم.