مور
مور ته مه وایه چی څه ده
مور نعمت د مځکې سرکی
بهترین د مخلوقاتو
چی هغی باندی تیریږي
یو خدای په دی پوهیږي
مور نعمت د خدای په مځکه
څوک چی یی نه لري پوهیږي
د یو ځل دیدن لپاره
هره ورځ دی هوسیږي
لکه آور دا غم ورښکاري
پدی اور باندی سوځیږی
او له خدای نه په ګیله
چی دا غم به کله سوړ شی
او دوزخ به یی جنتیږي
پای
سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
د جنوری ۲۷، ۲۰۲۰ کال