واک

د ژونـدانـه د ښـیرازۍ تـار مې شړیدلی پروت دی
څوچې جانان غفلت کې ډوب او غمـیدلی پروت دی
په هر مالـت هره کوڅه او چـم ستا مات خالـونه
پـه هـر ګـودر مې د بابا پـټکی لویدلی پـروت دي
مونږه دعوه د ننګ غیرت واړه په دروغو کـوو
کــنـډرکـنـډرزمـونـږه کلـی سوځـیدلی پروت دی
زمـونـږ د پـیغـلـو د ژړا غــږ تـر مغـربــه لاړو
ځوان اوسپین ږیری موپه وینو ژړیدلی پروت دی
زه بـه دې څـڼـو له ګلاب له کـومـه بـڼه راوړم
کابل لوټ شوی پيښور واک نه لویدلی پروت دی
زمـا او سـتا د لـوي کــالـه هـره ډبـره بـانـدې
د خدمتګار غزل په اور کې ټوکیدلی پروت دی