په بلخ کې د ولسي وګړو بمبارول نه یوازې یو انساني ناورین دی، بلکې همداسې یو جنګي جنایت، د بشریت په ضد جنایت او په ځانګړې توګه د پښتنو د ټول وژن یوه بله پېښه ده چې باید هر اړخیزه پوښتنه ګروېږنه یې وشي۔ له اته لسو کلونو راهیسې، که هره ورځ نه وي، په هره اوونۍ کې یو ځل دغه ډول ناورین پېښېږي۔ پړه د چا پر غاړه ده؟

که د تقدیر، قضا او قدر تر منطق ور تېر شو، د دغه پېښې عاملین نه یوازې امریکا، بلکې په بشپړه توګه طالبان هم دي۔

ولسمشر غني د خپلې دورې له پیل سره سم نه یوازې په طالبانو، بلکې په ټولو ناباندې (مخالفو) لوریو غږ وکړ چې د سولې راوستلو ته خپلې مټې ونغاړي، خپل شخصي او سیاسي مخالفتونه یوې خوا ته کېږدي او د سولې لپاره هېڅ شی درېغ نه کړي چې دا روان پلید او وژونکي ناورین ته د پای ټکي کېږدي۔ د ولسمشر غني د سولې نارې ته یوازې او یوازې اسلامي حزب ښه راغلاست ووایه، که څه هم چې اسلامي حزب ډېر ناوخته د دې ولس د ټپونو دردونه احساس کړل۔ خو بیا هم چې د سولې نارې ته یې لبیک ووایه، په دې ولس یې یوه لویه لورېینه وکړه۔ اسلامي حزب نه یوازې خپله خپلواکي زباد کړه، بلکې همداسې یې د دې ولس په وړاندې خپله پازه (مسئولیت) سرته ورسوه او دا یې ښه ترا وګڼله چې د مظلوم ولس له وژن تېر او د الله ج د سولې حکم ته غاړه کېږدي۔

هغوی چې پیدایښت یې یوه بدمرغه ښکارنده (پدیده) وه، روزنه یې د افغان مظلوم ولس پر ضد یوه توطئه، لویول او غټول یې د افغانانو او اسلام پر ضد یو جرم وو او دی، د ولسمشر غني د سولې په نارو پورې وخندل، د ولسشمر غني په غږ یې ملنډې ووهلې، په وړاندیزونو یې د کفر د ماتې نومونه کېښوول او د دې غمځپلي ولس پر هډو یې د غاښ وهلو، په هډوکو یې رمباړو او په ککریو یې د حکومت کولو خوبونه او تصمیمونه لا نور هم پیاوړي کړل۔ سوله یې رد کړه، خو له بده مرغه چې په خپله اراده سره نه، بلکې د خپلو ایراني او پنجابي بادارانو په امر یې دا ټول کارونه وکړل او لا لګیا دي د اسلام او جهاد په نامه د یهودو، نصاراروو او بل هر بې مذهبه او بې دین لپاره افغانان وژني، خو په دې شرط چې دوی خپله شپږمه ښځه وکړي او د قطر په ماڼیو کې د ورځې شل ځلې ډوډۍ وخوري۔ دا چې په جنګي طالب او د هغه په کورنۍ څه تېرېږي، هغه د طالب مشرانو لپاره ان د یادښت ارزښت هم نه لري۔

طالبانو له امریکا سره هغه وخت خبرې پیل کړې، کله چې پنجاب ورته امر وکړ۔ طالبانو هغه وخت له امریکا سره د سولې په نامه ناستې ولاړې پیل کړې کله چې امریکا پنجاب ته په ډاګه وویل چې یا طالبان د غلامانو او پسونو په څېر مېز ته راکش کړه او یا جزا ته ځان تیار کړه۔

دا دي یو نیم کال کېږي چې طالبانو د پنجاب په امر او پلان، د پنجاب د ګټو د ساتلو لپاره له امریکا سره ننداریزي (تیاتري) ناستې ولاړې پیل کړې دي۔ وخت ناوخت امریکا او طالبان اړوپېچ (ضد او نقیض) خبرونه ورکوي۔ یو لوری یو څه وایي، بل لوری بل څه ۔ هره ورځ د خبرو شرطونو بدلېږي۔ خو یوه خبره چې له ریښتینتوالي څخه یې څوک انکار نه شي کولای، دا ده، چې طالب په خپله هره ناسته کې د پنجاب ګټو ته لومړیتوب ورکړی او ورسره یې د ایران ګټې هم ساتلې دي۔ انډوخر، جنګ جګړه، وژن، ترهګري او وراني یې هرګوره یوازې زموږ د ګران هېواد په هر کور، کلي، کوڅه او ښار کې ترسره کړې دي، هغه هم د جهاد، البدر، المومنین او ۔۔۔۔ علمیاتو په نامه ۔

که د طالب شل کلن او د امریکا دوه سوه کلن تاریخ وکتل شي، دا به زباد شي چې طالب او امریکا په خپله ټوله مجموعه او مانا سره د وینو تږي دي او پرته له وژن څخه ژوند نه شي کولای۔ دا دواړه ترهګرې ډلې چې د یو او بل لازم او ملزوم دي، هېڅ وخت نه غواړي چې په افغانستان کې سوله واکمنه او دا مظلوم ولس له دې پنځوس کلن ناورین څخه خلاص شي۔ دا ځناور د وینو روږدي دي۔ د دې دواړو ډلو په شتون کې سوله نشته۔

له طالب سره د امریکا ناسته له دې امله نه ده چې ګواکي امریکا ستړې ده او سوله غواړي، بلکې امریکا خپله ګټه لټوي، د ټرمپ حکومت خپلې ټاکنې په پام کې نیولې دي او نورو امنیتي اورګانونو یې له ایران سره د جګړې خیال په سر کې لري۔ له طالب سره هم د سولې د خبرو ډرامه د دې لپاره پیل شوه چې یو خوا په امریکا کې سږ کال ټاکنې را روانې دي او بلخوا که چېرې د امریکا او ایران ناڅاپي جګړه پیل شي، امریکا غواړي چې په افغانستان کې له طالب څخه بې غمه وي، که څه هم چې طالب یوازې افغانان وژني، خو بیا هم امریکا غواړي چې نړۍ ته وښیي چې امریکا سوله غواړي نه جګړه۔

د بلخ ناورین یو لوی انساني ناورین دی چې جبران یې ټول انسانیت نه شي کولای۔ خو دا کېدای شي چې د دې ډول ناورین مخه ونیول شي۔ د مخنیوي لپاره یې هرګوره باید تر هر څه وړاندې طالب سړی او خپلواک شي، خپل ځان او خپل مشران وپېژني او د خپلې وژن، سنګر او جهاد په موخه او مانا ځان پوه کړي۔ همدا طالب دی چې له خپل پیدایښت سره سم یې په دې ولس یوه لویه بدمرغي را وستلې ده او د دې ولس هر غلیم ته د یرغل موکه ورکوي۔

حیرانوونکې نه ده چې طالب د قرآن د دفاع نارې وهي، خو حکمونه یې نه مني؟؟؟

د اسلام له راتګ وروسته، یهودانو به هم د قرآن ځینې آیتونه منل او ځینې به یې ردول۔ کټ مټ لکه طالبان چې له خپل طبعیت سره آیتونو سپړي، د خپلې خوښې یې خٰلکو ته رسوي او نور ردوي، همداسې به یهودانو هم کول۔

د سولې را وستلو او د روان ناورین لپاره باید طالب مؤمن مسلمان شي او خپل یهودي او ابوجهلي شخصیت د شریعت په رڼا کې بدل کړي۔ که طالب مؤمن مسلمان نه شي، دا جګړه به لا نوره هم اوږده شي۔ دا ناورینونه او بدمرغۍ به لا نورې هم ډېرې شي۔ نو سوله د طالب په عقیدې پورې اړه لري۔ په دې اوسنۍ عقیده او جهاد کې چې دوی یې خلکو ته وړاندې کوي، یوازې بدمرغي نغښتې ده۔ اسلام د بدمرغۍ دین نه دی، بلکې د سولې او ورورولۍ دین دی۔ نو طالب باید په خپله عقیده له سره غور وکړي او د سولې لپاره د الله ج حکم ومني۔