د يوه افغان معلم تعلیمي ژوند ته یوه کتنه!
عبدالله - وردک
درېیمه - برخه
انګلستان - جنوری - ۲۰۲۰

ګرانو او قدرمنو لوستونکو السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته!
الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ، جوړ، خوشحاله او په نېکو کارونو بوخت وئ.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
له تاسې ټولو نه په ډېره درناوۍ هیله کوم، چې زما لیکنې، تر آخره په ډېر غور سره ولولئ، او خپل نظر له ما سره شریک کړئ.
غواړم، پدغه لیکنه کې، قدرمنو لوستونکو ته، د خپلې ثانوي زده کړې په هکله، معلومات وړاندې کړم.
زه د ۱۳۴۷ کال د قوس په میاشت کې، د وردګو د سیدآباد له متوسطې څخه، چې اوس لېسه ده، فارغ شوم. نو لدې کبله، چې زه عمومی اول نمره وم، زه یې ثانوي تخنیک ته ورکړم. البته، له ما سره دوه نور هم ټولګي هم، ثانوي تخنیک ته ورکړل شول.

ثانوي زده کړې:
زه په ۱۳۴۸ شمسی کال کې، د ثانوي تخنیک د لسم ټولګي زده کونکی وم. مونږه د ثانوي تخنیک د نوي تعمیر، لومړنۍ دوره شاګردان وو. دغه نوی تعمیر په ۱۳۴۸ کال کې پرانستل شو، او ډېر ښکلی تعمیر و، او د هغه وخت په ټولو عصري وسایلو سمبال و.
په ثانوی تخنیک کې ټول درسونه، په انګریزی درس ورکول کېدل، او ځینو امریکاىٔی معلمانو هم درس ورکاوه. زیاتره افغانی استادانو، هم خپلې زده کړې په امریکا کې سرته رسولې وې. ډېر ښه مجهز لابراتوارونه، او ورکشاپونه یې لرل، چې په هغو کې به شاګردانو، خپل عملي کارونه سرته رسول.
زه چې د وردګو څخه نوی راغلی وم، نو انګریزي مې دومره زده نه وه. یوه ورځ زمونږه د ریاضی استاد ډير آسانه سوال په انګریزی کې له شاګردانو وکړ، او هغه دا و، چې یوه سړی له یوه دوکانه، په لسو افغانیو کچالو، او په شلو افغانیو یې نوره سودا رانیوله، نو وواىٔی، چې دغه سړي ټولې، څومره افغانۍ مصرف کړېدي؟
ما یوازې د ”total“ د ټکی په پوهېدو سره توکلي لاس پورته کړ، او ځواب مې دېرش افغانۍ ورکړ. دغه استاد زه ډېر تقدیر کړم، او ډېر شاباس، او آفرین یې راته وویل.
زما دغه راتګ کابل ته، د ما له کوره لومړنۍ جدایي وه. زه پخواه هم کابل ته، د خپلې شیرینې مور سره، د خپلو ماماخېلو کور ته ډېر ځله راغلی وم، لېکن، د خپلې کورنۍ له غړو څخه جدا شوی نه وم. نو په همدې خاطر، زه پخپل کور پسې ډېر خفه وم. زه به په لومړني وخت کې هر مازدیګر، د ثانوی تخنیک تر مخ د سرک د غاړې دېوال ته ناست وم، او هرکله به چې ما کوم موټر ولیده، چې د وردګو ترانسپورت به پرې لیکلي و، نو ما به له ځانه سره ویل، چې دغه موټر څومره نېک بخته دی، چې د زمونږه د کور له مخې به تیریږي!
کله چې د لومړنۍ پنجشنبې ورځ شوه، نو زه سمدلاسه، کلی ته ولاړم. زما مور، او پلار، چې کله زه ولیدم، نو دوی هم خوشحاله، او هم خفه شول. خفه پدې شول، چې دوی فکر کاوه، چې زه له کابله را تښتېدلی یم. لېکن، ما ژر دوی ته اطمنان ورکړ، چې زه را تښتېدلی نه یم، او د هفتې په ورځ به ان شاءالله، بېرته ځم.
د یادونې وړ ده، چې پلرونه او میندې باید، د جداىٔۍ په لومړنیو ورځو کې، د خپلو اولادونو ډېره پوښتنه وکړي، او دا ځکه چې هر شاګرد، چې په لومړۍ دفعه له کوره مسافر کیږي، هغه ډېر خفه وي.
د یادولو وړ ده، چې د ثانوی تخنیک په لسم ټولګی کې، عمومی مضامین درس ورکول کېدل، او په یوولسم ټولګی کې به بیا شاګردان، د برق، ساختمانۍ، موټر، او تعمیراتو، په شعبو وېشل کېدل.
هېره د نه وي، چې په ثانوی تخنیک کې، تاریخ، جغرافیه، علوم دینی، او بیالوژی، نه تدریس کېدل. د پښتو او د دری تدریس ته هم، چې څرنګه لازمه وه، هغسې توجه نه کېدله.
همدارنګه، د ثانوی تخنیک شاګردانو، یوازې د کابل د انجینرۍ پوهنځۍ ته د امتحان ورکولو حق درلوده، او له دوی څخه به د کانکور خصوصی ازموینه اخستل کېده.
ځینو شاګردانو به د دولسم ټولګی څخه کار ته شروع وکړه. ډېرو به د مزار په کود برق، د کابل د جنګلک په فابریکه، ښاروالۍ، او نورو تخنیکی ادارو کې کار پیدا کاوه.
د ثانوی تخنیک په لیلیه کې به، په هره کوټه کې څلورو شاګردانو په ګډه ژوند کاوه. په لسم ټولګی کې مونږه د خپلې کوټې څلور واړه شاګردان، په مختلفو ټولګیو کې اول نمره ګان وو. ددغه څلورو ملګرو څخه، الحمدلله، تر اوسه ۳ ژوندي دي.
زما د کامیابۍ راز پدې کې و، چې ما الحمدلله، هر وخت له ښو ملګرو سره ژوند تېر کړیدی، مونږه د وروڼو په شان ژوند سره کاوه، او یو له بله سره به مو ډېر کمک کاوه. مونږه یو له بله سره، ډېر په صداقت ژوند کړی دی، او زمونږه ورورګلوي، خاص د الله(ج) په خاطر وه، او بس.
په ثانوی تخنیک کې په یوه عادی تعمیر کې جومات هم و، او په هغه کې به ملا امام هم و. د جومات ملا امام یو سپین ګیری سړی و، او ډېر ښه سړی و.
زما ښه په یاد دي، چې په هغو کلونو کې، چې د محمد ظاهرشاه وخت و، ډېرې مظاهرې وې. په هغه وخت کي د جوانان مسلمان، خلق، پرچم، شعلهٔ جاوېد، مساوات، افغان ملت، ستم ملی، او صدای عوام، سیاسی ګوندونه جوړ شوي وو.
په هغه وخت کې افغانانو ته یوه اندازه آزادي ورکړل شوې وه.
د افغانستان ځوانان هم د خپل سیاسي فکر سره سم په دغو سیاسي ګوندونو کې ځای پر ځای شوى وو. د ټولو ګوندونو غړو یو او بل ښه سره پېژندل، او هرچا به خپل ګوند ته فعالیت کاوه.
کېدای شي، چې دغه خبره به ځینو ته عجیبه ښکاره شي، چې په ثانوی تخنیک کې، ډېر سیاسی ماحول وجود درلود. دا پدې معنا، چې د اسلامی ګوندونو، د افغان ملت، د مساواتو، د شعلهٔ جاوېد، او د ستم ملی، ځینې ټکړه غړي د ثانوی تخنیک شاګردان وو.
د ثانوی تخنیک د زده کړې په دوره کې، جمال عبدالناصر مړ شو، امریکایان سپوږمۍ ته وختل، او د بنګله دېش، د جدا کېدلو جنګ په همغه وخت کې شروع شو.
همدارنګه، پدغه وخت کې په پارلمان کې، مولوی صاحب محمد نبی محمدی، مولوی صاحب سیداکبر، ببرک کارمل، او داسې نور وکیلان و.
د جوانان مسلمان د نهضت زیاتره غړي، ډېر ذکي، پاک، منظم، او د عالی اخلاقو څښتن وو. دوی به په همغه وخت کې منظمې تعلیمی حلقې لرلې.
د پوهنتون په مرکزی لیلیه کې به چې کله دروند او قدرمن ورور عبدالرحیم نیازی، خپلو ملګرو ته خبرې کولې، نو داکتر نجیب به هم، له خپلو ملګرو سره غلی ناست و.
د پام وړ ټکي:
هر شاګرد چې په لومړي ځل له خپلې کورنۍ څخه جدا کیږي، نو هغه ډېره سخته ورته تمامیږي. نو د کورنۍ مشرانو ته لازمه ده، چې ددغه شاګردانو ژر ژر پوښتنه وکړي، او د هغو احوال واخلي. کنه؟ کېدای شي، چې دغه شاګردان خپلې زده کړې نیمګړې پرېږدي.
ښه ملګري لرل، یو ستر الٰهی نعمت دی، او هر وخت کوښښ وشي، چې له ښو ملګرو سره رابطه وساتل شي.
د ملګرو په انتخاب کې باید ډېر غور وشي. ښه ملګري، به تاسو هر وخت ښو کارو ته، او بد ملګري به تاسو هر وخت بدو کارونو ته وهڅوي.
همدارنګه، مونږه ته لازمه ده، چې په هر وخت او په هر ځای کې، خپل ایمان ته ډېر پام وکړو، او مونږ ته باید خپل ایمان تر هرڅه شیرین او ګران وي. د خپل ایمان د تازه کولو او ساتلو دپاره، باید له ښو او تکړه ملګرو سره راشه او درشه ولرو. دیني درسي حلقې جوړې کړو، چې ترڅو وکولای شو، خپل ایمان په منظمه توګه تازه کړو.
په پای کې خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم چی الله(ج) د، په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې الله(ج) ته قبوله اومنظوره وی. آمين یارب العالمین.
همدارنګه، زه یوځل بیا خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربارته پورته کوم، او دعا کوم چی الله(ج) د، د طالبانو وروڼو او امریکایانو ترمنځ هغه څه فیصله کړي، چې هغه الله(ج) ته قبول اومنظور وي. آمين یارب العالمین.
تر بلې لیکنې، تاسې ټول په لوی او مهربان الله(ج) سپارم.
والسلام.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com