محمدبشیر یوسفزوی
د ولسمشر غني په لارښوونه د اماني دورې ماڼیو رغاوونه
ولسمشر غني ان د تېرو ولسمشریزو ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال یوه مفصله مقاله د افغانستان د خپلواکۍ د ګټونکي ملي اتل غازي امان الله خان د دورې په اړه ولیکله او په هغه کې یې وړاندیز او ټینګار دا وو چې دغه نیمګړی څپرکی باید بشپړ شي.
نوموړی چې کله واک ته ورسېده، نو وې ویل د غازي امان الله خان پیل شوی او د افغانستان دغه مهم څپرکی چې شهید سردار محمد داوودخان یې هم د تعقیبولو هڅه وکړه، مګر لا هم نه دی بشپړ شوی، په خپله دوره کې به یې بشپړ کړي. ښاغلی غني هم چې د مرحوم غازي امان الله خان په څېر د هیواد ابادۍ، سوکالۍ او پرمختګ سره بې کچې مینه لري، نو غواړي چې د هغه دغه انکشافي او زیربنایي پروګرامونه تعقیب کړي.
مګر د ولسمشر غني نېکمرغي داده چې د ده ولس د امان الله له وخت څخه ویښ، هوښیار او بیدار دی او تېرو څلورو لسیزو جګړو ، ناخوالو او بحرانونو دوی پاخه کړي دي او اوس په هر شعار، هرې اوازې او هر چا پسې نه ځي، بلکې دوی د کار او حساب خلک تشخیصوي او بیا د هغوی د برنامو ملاتړ کوي، نو له دې امله د ولس ملاتړ له ولسمشر غني سره دی.
ولسمشر غني له لومړي سره د غازي امان الله خان برنامې تعقیب کړې، خصوصا د ترانزیت، زیربنا، اورګاډي کرښې او د هیواد د پرمختګ په نورو برخو کې او د ستونزمنو شیبو او پړاوونو د بشپړولو باوجود هم په ښه توګه مخته تللی دی. نوموړي د دغو پروژو او برنامو ترڅنګ د اماني عصر د ماڼیو د رغاوولو لارښوونه هم کړې او دا مهال د دارالامان ماڼۍ په ګډون د ډېرو تاریخي ماڼیو او جوماتونو د بیا رغاونې چارې روانې او د عیدګاه جومات له بیارغاونې وروسته پرانیستل شو.
جمهوررئیس غني لارښوونه کړې چې سږکال د خپلواکۍ د سلیزې د نمانځنې تر مهاله باید د دغو ماڼیو د بیا رغاونې چارې په اساسي توګه ترسره شي. دغه ماڼۍ چې د افغانستان د عظمت نښې دي، نو د هغو له رغاوولو سره به هم افغانستان بېرته خپل عظمت ته ور ستون شي او هم به د دغه نیمګړي څپرکي د بشپړولو یوه بریالۍ هڅه وي او باور دی چې په نورو برخو کې به هم د غازي امان الله نیمګړی څپرکی په اساسي توګه بشپړ شي.
له څلوېښت کاله جنګ، وراني، دربدري او ستونزو وروسته دا د افغانستان لپاره لویه لاسته راوړنه او پرمختګ دی چې افغانان بېرته خپل لومړني حالت ته ورګرځي او یو ځل بیا له نړۍ سره اوږه په اوږه د مخته تګ مزل پیلوي او که خدای کول د ولسمشر غني د هڅو، طرحو، برنامو او پوهې له برکته به افغانستان په ښه توګه د سولې نړیوال کاروان ته ورملګری شي.
د افغانستان د ثبات او پرمختګ او د ولسمشر غني د اساسي برنامو پر وړاندې عمده تهدید او خنډ پر افغانستان تحمیل شوی جنګ دی او له همدې امله یې هم باعزت او تلپاتې سوله او د جنګ پایته رسول په خپلو مهمو لومړیتوبونو کې نیولي دي او ولسمشر غني غواړي چې په دې ډول هم افغانستان امن او باثباته کړي او هم یې د پرمختګ لورته سوق کړي.