که چیری د افغانستان خلک د موجوده ظلم ، استبداد ، لوټماری ، اداری فساد او د بی عدالتی ډک فاسد نظام په وړاندی غږ پورته نکړی نه یوازی به اولس د تباهی کندې ته ولویږي بلکی د هیواد موجودیت به هم د ګواښ سره مخامخ کیږي.
په افغانسستان کی کیفی بدلون ته اړتیا ده یعنی دا چی د ظلم ، بی عدالتی او په اداری فساد ولاړ نظام رانسکور او په ځای یی په عدالت ، قانونیت، مصوونیت او په رښتینی دموکراسی ولاړ نظام رامنځته شي. دا یوه تاریخی اړتیا او د افغانستان د خلکو کلکه غوښتنه ده چی د اوسنی حاکم نظام په شته والی کی نه شی پوره کیدای.
په دی باید اوسنی حاکمان پوه شی چی د دوی فاسد نظام نسکوریدونکی دی ځکه چی د اولسونو په منځ ځای نه لری او هم خلک ددی نظام د شته والی څخه ستړی شوی او هغه ورځ نږدی کیدونکی ده چی ټول افغانستان اولس به د موجوده فاسد نظام په وړاندی سراسری سوله ایز خوځښت پیل کړی. خو دا خوځښت به د ملی امنیتی دفاعی ځواکونو په وړاندی نه وي.
د افغانستان خلک د خپلو ملی دفاعی او امنیتی ځواکونو ډیر درناوی لری هغوی ته د ملی اتلانو په سترګو ګوری . د افغانستان خلک د خپلو تنکی زامن او ځوانان د ملی امنیتی دفاعی ځواکونو لیکو ته یوازی او یوازی د وطن څخه د دفاع او خلکو د لوړو ګټو د ساتلو د پاره لیږي. د افغانستان خلک د هغو ملاتړ کوی او د افغانستان خلک غواړی چی دا ځواکونه ځانونه د متعصبو او لوټمارو کړیو د نفوذ څخه بهر وساتي. او هم د ملی امنیتی دفاعی ځواکونو څخه غواړي چی یوازی د افغانستان د خلکو او ملی لوړو ګټو ته ژمن واوسی. د هیواد د یووالی او دفاع مسوولیت په غاړه ولری او هم کورنی نظم او امنیت وساتی.
مګر اصلی خبره په موجوده سیاسی ـ اقتصادی – اداری نظام په هکله ده دا نظام د خلکو د پاره د منلو وړ ندی . اولس نه دوکه کیږی او نه د بی عدالتیو په وړاندی چوپ پاتی کیدای شی. دا ټکی نه یوازی د افغانستان تاریخ ثابت کړی دی بلکی دا د ټولنی د پرمختګ او تکامل قانون دی.
د قوم ، ژبی ، توکم ،سیمی او مذهبی شعارونو شاته پټیدل اوس د دوی ناوړې کړنې او لوټماری نه شی پټولی اوس یوویشتمه پیړۍ ده نړۍ په کلی اوښتی ده د هر چا ورځنی کړنی او عملونه ټولو ته ښکاره کیږی.
د افغانستان په اوسنی نظام کی واګې یوازی د ګوتو په شمار کسانو په لاس کی دی چی د خلکو او وطن د برخلیک سره لوبې کوي.
هغوی قومی ، ژبنی ، مذهبی او سیمه ایز تعصبونه رامنځه کوی او ورته لمن وهی. دوی غواړی له دی لاری اولس سره وویشی او خپل حاکمیت ته دوام ورکړي.
د دوی څیرې د افغانستان د خلکو د پاره ستړی کونکی شوی دی .د هیواد خلک په خپلو غبرګو سترګو وینی چې د دوی څخه هر یو د اداری فساد ، زور او لوټماری له لاری په سلګونو میلیونه ډالر راټول کړی او یو شمیر یی د ډالرو په حساب میلیاردران هم شوی دی.
خلک د خوځندو مجسمو په توګه تګ او راتګ کوي او هره ورځ په سلګونو د سلګونو کسانو جنازی د هدیرو خواته وړل کیږی او د هغوی په ویر باندی په زرګونو کورنۍ د غم په ټغر کینی.
اوس په افغانستان کی ستره انسانی تراژیدی روانه ده او ددی غمیزی اړخونه وار په وار نور هم پسی پراخیږی. دلته که د یوی خوا د خلکو ژوند ، مال او ناموس خوندی نه دی نو د بلی خوا په میلیونو کسان وږي او نهر ګرځي چی د اړوندو ناروغیو له امله خپل ژوندون د لاسه ورکوي.
وزګارتیا خپل لوړ پړاو ته رسیدلی ده په میلیونو د کار قوه وجود لری مګر کاری موقع وجود نلری.افغانستان د طبعی منابعو له خوا په نړۍ کی یو شتمن هیواد دی او هم د نړیوالو هر راز تخنیکی او مالی مرسته موجوده وه مګر د اوسنیو بی کفایته او لوټمارو حاکمانو د ناغیړۍ له امله افغانستان همغه ډول د مصرفی هیواد په توګه وساتل شو.ددی په ځای چی چی دلته کرنی ته پراختیا ورکړل شی تر اوسه دی هیواد ونه کولی شول د خپلو خلکو د اړتیا وړ غله تر لاسه کړی همدارنګه د بریښنا د بندونو د امکاناتو د موجودیت په صورت کی تر اوسه یو د بریښنا بند هم جوړ نه کړل شو.
د واکمن نظام د چارواکو د بی کفایتی له امله د افغانستان کاری قوه ، چی زیاتره یی د لوړو او مسلکی زده کړو لرونکی ده ځانونه سمندرونو ته لاهو کوی او غواړی چی ځانونه او خپلی کورنی د تباهی څخه وژغوری.
د کابل حاکمه ډلې او کړۍ د خپلو ناسمو پالیسیو او پلانونونه له مخی ، ټولنه د پاشل کیدو خواته بیایی چی ښکاره مثال یی په قومی بنسټ د پیژند پاڼو ویش دی . دلته چارواکی غواړی چی پیژند پاڼی د قوم په بنسټ وویشی چی دا ډول کړنه په ټوله نړۍ کی وجود نلری .
دلته په واقعی مانا سره ملوک طوایفی وجود لری . دلته افغانستان د ځینو کړیو له خوا په قومی بنسټ سره عملا ویشل شوی دی . دا ډول اداری جوړښت افغانستان د ویشل کیدو خواته بیایی.
دا شپاړس کاله کیږی چی پنجاپی استعماری اداره، د افغانستان په چارو کی د لاسوهنو او تیرو په اړخ کی ، دډیورینډ منحوسی کرښې را دې خواته د توغندیو او توپونو ډزی کوي کورونه ورانوی خلک وژنی مګر د کابل اداره تر اوسه نه ده توانیدلی چی ددی بریدونو په وړاندی یو اغیزمن دیپلوماتیک ګام پورته کړي. د ایران مداخلی په مختلفو بڼو سره روانی دی مګر د کابل اداره په دی هکله یا چوپ پاتی کیږی او یا داسی څه وایی چی کومه ګټه نه کوي.
د د کابل اداره نه د هیواد په بهر کی د افغانستان کی د ملی ګټو د ساتنی جوګه ده او نه د هیواد په دننه کی داسی څه کولی شی چی د ټولنی د هوسایی او پرمختګ سبب شی.
خلک په زغره د دې تراژیدی څخه د وتلو د پاره هر ډول هڅې کوي. د دوی لومړنی هڅې دا وې چی د اولسمشری څوکی د پاره وړ وګړی وټاکی . دوی ټول د رایو ورکولو مرکزونو ته ولاړل تر څو په هیواد کی مثبت تغیر رامنځته شی مګر د اولسمشری او پارلمانی ټولټاکنو د خلکو په ژوندون کی کومه مثبته پایله نه درلوده . ددی ټولټاکنو په ترځ کی فاسدو کړیو د پخوا څخه خپل واک پراخ او ټینګ کړل.
د یوه فاسد نظام په وجود کی د رڼو ټولټاکنو تر سره کول ناممکن دی همدارنګه دا یو حقیقت دی چی د اشخاصو او افرادو په بدلیدو سره نظام نه بدلیږي . یا په بل عبارت د موجوده نظام په چوکاټ کی به ظلم ، فساد او بی عدالتی تل وجود ولري.
اوس خلک په بشپړه توګه په دی ډاډه دی چی د ټولټاکنو له لاری دوی نه شی کولی کوم مثبت بدلون رامنځته کړی . د دوی په نظر په افغانستان کی د اوسنی نظام په چوکاټ کی د ټولټاکنو تر سره کول د خلکو اراده نشی تمثیل کولی بلکی دا ټولټاکنی داسی تر سره کیږی چی د حاکمو او فاسدو کړیو واک ته پراختیا ورکړي.
د خلکو په باور د اوسنیو واکمنانو د (( تحول او تداوم )) او یا د (( اصلاحاتو او همګرای)) په نامه شعارونه، د دولت د مشرانو له خوا د ټولټاکنو په کیمپاینونو کی د خلکو د رایو د خپلولو د پاره ورکول کیدل او کله چی د قدرت په څوکیو یی ډډې وهلی په همغه شیبه یی دا شعارونه په بشپړه توګه د یاده و ایستل او هیواد د نویو سترو ستونزو سره مخامخ کړ.
په اوسنی نظام کی اداری فساد په بشپړه توګه علنی ، رسمی او قانونی ګرځيدلی دی. همدارنګه د نشه یی توکو ، د اولس او دولتی ځمکو غصب ،د قیمتی کاڼواو فلزاتو د کانونو ناقونه ایستل او قاچاق، د جنایتکاره وسله والو بانډونو تنظیم او ملاتړ ،نا امني ، قومی تعصب ، طبقاتی او قومی بی عدالتی د مهمو ځانګړنو څخه دي.
کله وار داسی هم کیږی چی په خپله په فساد ککړ کسان هم د خلکو د دوکې او د ځانونو د سپین ښودلو سره د اداری فساد او بی عدالتیو د شته والی په هکله خبری کوي دا فاسد کسان غواړی د خلکو په سترګو کی خاورې وشیندی.دوی فکر کوی چی خلک سترګی او غوږونه نلری او د سم او ناسم سره توپیر کولی نه شی. د خو د دوی څیرې د هیواد خلکو د پاره په بشپړه توګه بربنډې دي.
همدا خبره ده چی اوسمهال افغانستان ، د خلکو په اصطلاح ، ددی هیواد د خلکو د پاره د ځمکی په مخ دوزخ ګرځیدلی دی چی د خلکو روحونه او بدنونه په کی سوځي او خپل ژوندون پکی د لاسه ورکوي . د دی اصلی عامل په افغانستان کی د یو څو لوټمارو کړیو حاکمیت او د هغوی څخه د نړیوالو ملاتړ دی.
کابل چارواکی او د هغوی نړیوال ملاتړ کونکی په دی ویاړ کوی چی دلته یی په دموکراسی او قانونیت ولاړ نظام رامنځته کړی دی دوی وایی چی دلته اساسی قانون او نور قوانین را منځته شوی او د قوانینو پلی کول پیل شوی دی . حتی په دی ویاړ کوی چی د دوی له خوا را منځته شوی قوانین په سیمه کی تر ټولو دموکراتیک قوانین دي .
دا ډله به هیواد کی د اولسمشری څوکۍ او پارلمان ته په اصطلاح ټولټاکنې ، د رسنیو په اصطلاح ازادي ، د ښځو په اصطلاح برابر حقوق ، دولتی څوکیو ته په اصطلاح ازادی سیالی ، د بیان په اصطلاح ازادی او داسی نورو ټکو ته اشاره کوي او هم وایی چی د دوی د واکمنی په مهال په افغانستان کی د ښې حکومتوالی د پاره کار روان دی .
د کابل چارواکی او د هغوی ډنډورچیان وایی چی ددوی په واکمنی کی په افغانستان کی یوه لړ پرمختګونه را منځته شوی دی دوی وایی چی د ښارونو بڼې بدلی شوی دی او دلته لوړې لوړې او عصری ودانۍ رامنځته شوی او هم یو شمیر سړکونه رغول شوی دی . دوی د سړی د سر عوایدو زیاتوالی ته اشاره کوی او وایی چی اوس دا عواید څو څو ځله زیات شوی دي .
دا کسان د پوهنی سیستم ته اشاره کوي دوی وایی که چیری د طالبانو د حکومت په مهال یو میلیون کسان ښوونځیو ته تلل اوس دا شمیره تر نهو میلیونو رسیدلی ده او داسی نور.
اوس راځې حقایق وګورو . د قوانینو طرح کول یوه موضوع ده چی د قوانینو محتوا څه ده او څه ډول تصویب کیږی ؟ خو مهمه د قوانینو عملی کول او د هغو اطاعت دی. په رښتیا هم که چیری په کمه اندازه ( یعنی د څو روپیو ) غلا وکړي ښایی د دولتی اړوندو ارګانونو له خوا ونیول شی او جزا ورکړل شي او یا د لږ اندازه نشه یی توکو سره ونیول شی او داسی نور چی په دا ډول تورنو کسانو باندی اوسنی بندیخانی ډکی دي.
خو لویې داسی کړنی چی د قوانینو خلاف وي د هغه تر سره کونکی ددی په ځای چی عدلی ارګانونو ته وسپارل شی هغه زیات ښاغلی کیږی. د ساری په توګه که چیری د دولتی ځمکې څخه یو څوک د یو کور د پاره ونیسی یا د دولت په اصطلاح غصب کړی د هغه کور او یا کورونه د دولتی ارګانونو ورانیږی خو هغوی چی په زرګونو جریبه ځمکه نیسی او یا نیولی ده د هغوی په هکله دولت چوپ پاتی کیږی او څه نه وایی چی دا حقیقت د افغانستان ټولو خلکو ته روښن دی.
د دولتی لوړ پوړو چارواکو ، حاکمه کړیو او د هغو د ډنډورچیانو دا ادعا چی دلته دموکراسی نظام دی او دا د اوسنی دولت یوه لاسته راوړنه بولي. دوی وایی چی په افغانستان کی دموکراسی د دوی د لاسته راوړنه ده دوی وکولی شول چی د افغانستان خلکو ته دموکراسی وروپیژني.
مګر واقعیت دا دی چی د افغانستان ټولنه په دموکراتیکو بنسټونو ولاړه ټولنه ده . په دی ټولنه کې خلک ځانګړو ټولنیزو بنسټونو له لاری د خپلی ټولنی د برخلیک په هکله تصمیمونه نیسی چی دا بنسټونه عبارت دی له جرګه ، مرکه او نور. چی د زرګونو کلونو څخه راپدې خوا د افغانستان خلکو په منځ کی وجود درلود.
مګر د تاریخی او رسمی لحاظه په معاصر تاریخ کی په افغانستان کی دموکراسی د امیرامان الله خان له وخته راپیل او د محمدظاهر شاه د حاکمیت تر پایه یی دوام موندلی دی . د ظاهر شاه د حاکمیت په دوره کی پارلمان او د رایی ورکول په عصری توګه رامنځته کړل شول.
باید ووایو اوسنی تش په نامه دموکراسی ، یو ظاهری شکل دی چی د افغانستان د خلکو او نړیوالو د دوکه کولو د پاره رامنځته شوی ده. دلته د خلکو رایو ته درناوی نه کیږی . خلک د رایو مرکزونو ته ځی مګر هغه کسان تر ډیره بریده بریالی کیږی چی د حاکمه لوټمارو کړیو غړی او یا د هغو د ګټو ساتونکي وي. همدارنګه د جعل ، تذویر او بډیو له لاری دوی مقننه قوه ته لاره پیدا کوي.
د خلکو په باور دلته تش په نامه دموکراسی موجوده ده. ټولټاکنی تش په نامه دی . دلته رڼې ټولټاکنی نه تر سره کیږی . ه د خلکو رایو ته درناوی نه کیږي . دلدلته د زور ، فشار ، جعلکاری او روپیو په ویش سره کسان پارلمان ته ننوزی.
د دوی په نظر دلته د رایو اچولو د پاره یو غیر عادلانه میکانیزم را منځته شوی دی . دوی وایی چی دلته هڅه شوی ده چی د یو شمیر د ولایتونو خلکو نفوس ( ناسمو تخمینونو له امله لکه د خوست ، پکتیا ، پکتیکا ، هلمند ، او نور) کم ښودل شوی او هم ورته په پارلمان کمه برخه ورکړل شوی ده.مګر د دوی په باور د یو شمیر ولایتونو نفوس په قصدی او غیر واقعی توګه زیات ښودل شوی او په پارلمان کی زیاته ونډه ورکړل شوی ده.
همدارنګه په ټولټاکنو کی د خلکو رایو ته نه درناوی او د هغه په خپل وخت نه اعلان په د افغانستان د مطروحه قوانینو خلاف دی چی افغانستان یی د سترو ستونزو سره مخامخ کړ.دلته د نافذه قوانینو موادو ته اهمیت ورنکړل شو مګر د اشخاصو تر منځ توافق د نافذه قوانینو څخه لوړ وګڼل او مرعی الاجرا وبلل شو. همدارنګه د پارلمانی ټولټاکنو شاته غورځول یو غیر قانونی عمل دی چی د دولت چارواکی ورباندی سترګي پټوي. او داسی په زرګونو مثالونه چی په افغانستان کې نافذه قوانین په خپله د دولتی لوړ پورو چارواکو له خوا نقض او تر پښو لاندې کیږي.
په تیرو ټولټاکنو کی د هیواد خلکو د یو مثبت بدلون د پاره د ټولټاکنو صندوقونو ته رایی واچولې خو د خلکو رایو ته کوم اهمیت ورنکړل شو. د مختلفو لارو چارو څخه په کار اخیستلو سره ، فاسدو کړیو د هیواد سیاسی ، اداری او اقتصادی واک په خپل لاس کی وساته .
د دوی په نظر د اوسنی نظام په موجودیت کی په راتلونکی د رڼو ټولټاکنو تر سره کول ، ناممکن او د خلکو د پاره د منلو وړ ندي. همدا خبره ده چی د افغانستان خلکو تش په نامه دموکراسی باندی باور د لاسه ورکړی دی. دموکراسی په افغانستان کی یو د خندا وړ تصویر دی . داسی تصویر چی د هغی شاته اداری فساد ، تعصب او بی عدالتی پټ شوی دی.
دا چی د افغانستان واکمنې کړۍ دا ادعا کوی چی دوی وکولی شول چی د افغانستان د ابادی د پاره یولړ ګامونه پورته کړی .خو واقعیت باید ووایو . د طالبانو د حکومت په نسکوریدو سره د لویدیز هیوادونواود هغوی متحدینو هڅه وکړه چی د افغانستان د ابادی په پروګرامونو کی برخه واخلی . نو له دی امله دوی په ډیره سخاوتمندانه توګه په زیاته اندازه مرستی د افغانستان هیواد سره وکړې . خو د دې مرستندویه هیوادونو مهمه ستونزه فاسد او بیکاره دولتی ماشین و.
لویدیزوال په دی ښه پوهیدل چی ددی مرستو زیاته برخه د حاکمو او فاسدو کړیو جیبونو ته لویږی نو لدی امله دوی دی ته زړه نه ښه کاوه چی خپلی مرستی د دی دولت له لاری ولګوي. همدا خبره وه چی د دی مرستو په لګښت کی ګډوډی او ځنډ رامنځته شو. د کابل د دولت بیکاره وزیرانو تر ننه پوری ونه کولی شول خپلی انکشافی بودجی ولګوي. دې وزیرانو په پلانونو کی د خپلو جیبونو او د کړیو ګټې یی په نظر کی نیولې. تر ننه پوری د کابل اداره نه شی کولی خپل انکشافي پلانونه عملی کړي.
د کابل اداره چی د متعصبو کړیو له خوا اداره کیږی دوی په انکشافی پروژو کی یو شمیر سیمو او ولایتونو ته زیات اهمیت ورکړ مګر یو شمیر سیمی او اوس یی د له نظره وغورځوه . کابل اداری د پښتنو په سیمو کی د انکشافی پلانونو د عملی کولو څخه ډډه کوله او کوي یی .
د بهرنیو مرستو زیاتره برخه په خبله د دولتی لوړ پوړو چارواکو او په حاکمه ټولګیو پوری د تړلو شرکتونو په جیبونو ته ولویده باید ووایو چی په تیرو شپاړسو کلونو کی ددی اداری فساد له امله په افغانستان کی داسی میلیاردران رامنځته شول چی د نړی په زیاترو هیوادونو کی نه لیدل کیږی .که چیری د دوی پخوانی او یا د دوی د کورنیو شتمنی په نظر کی ونیول شی د دوی څخه زیاتره یی په وچه ډوډی ماړه نه و .پخوا به دی یو پاو تور چای د رانیول توان ورسره نه و، یا به د بل په دسترخوان لوی شوی و، یا به یی د بوټانو د رانیولو توان نه درلود او په چپړاکو کی به ګرځیدل . مګر اوس داسی ژوند لری چی د نړی پاچهان او امپراتوران یی نه لري.
اولس لا نور د لوږې او تش لاسۍ کندی ته ورټیله کړل شو. که چیری په دقت سره وڅیړل شی د هیواد د اکثریت اولس د ژوند سطح د طالبانو د واکمنی د ژوند سطحی څخه ټيټ دی. دلته فقر ، بیکاری ، لوږه تر پخوا ډیره زیاته شوی ده.
داچی د کابل اداره ادعا کوی چی دا اداره په ټول اولس پوری تړلی ده . داسمه نه ده په واقعی مانا سره د کابل اداره د ټاکلو سیمو څخه د ځانګړو ډلو په انحصار کی ده دا ډلی د اداری فساد او لوټماری په اړخ قومی اجندا لری . خلک په دی باور دي چی اوسنی دا حاکمه کړۍ یوازی د خپلوشخصی او ډله ایزو ګټو په اړخ کی خپل توکم ، ژبی او سیمه ته پاملرنه کوي. په مقابل کی د هیواد اکثریت اولس ( د پښتنو په ګډون ) په ماهرانه توګه د خپلو حقوقو ګوښه کړل شوی او حتی ځپل کيږي.
په دولتی دستګاو کی د اداری فساد په اړخ کی قومی تعصب هم په لوړه کچه لیدل کیږی . په سلو کی پنځه نوی مقرری د دولت په چوکاټ کی د شفافیت له مخی نه دی ترسره شوی او نه تر سره کیږی. دلته هغه څوک مقرریږی چی د نوموړو فاسدو کړو غړی او یا د هغوی د ګټو ساتندویان وي.
ډیر خلک وایی چی دلته په دولتی څوکیو کی مقرریو معیارونه عبارت دی ، د حاکمو کړیو اړوند توکمونو سره تړلتیا ، د واکمنو کورنیو او فاسدو کړیو غړیتوب او ملاتړ او نور دی. دلته لیاقت ، اهلیت ، رښتینوالی او خدمت کوم اهمیت نه لري. باید ووایو چی د افغانستان په دولت کی وروستیو مقرریو یو ځل پورتنی ټکی ثابت کړ.
باید ووایو چی ډیرو کتونکو باور کاوه چی د افغانستان اوسنی اولسمشر به د هیواد په سویه د دولت په جوړښت کی ، د وړ د ملی فکرونو خاوندو کدرونو په تقرر سره ، به د هیواد په سطح یو ملی توازون رامنځته کړي له بده مرغه داسی ونه شول. اوسنی اولسمشر هم ونه کولی شول چی د خلکو نوموړی غوښتنی ته مثبت ځواب ورکړی . د هیواد زیاتره خلک د دولتی واک څخه پردی شول .
دولتی پوستونه او څوکی زیاتره میراثی ، تنظیمی او په محدودو سیمو پورې وتړل شول. د کابل اداری پوری لوړی او منځنی څوکۍ ټولی د زورواکو او فاسدو کړیو تر منځ ویشل شوی دی او هغه څوک چی په نوموړو څوکیو مقرریږی دوی یوازی خپلو فاسدو کړیو ته ژمن وي او د دوی د پاره د افغانستان اولس او هیواد کوم ارزښت نه لری . دوی حتی نافذه قوانین او دولتی هیرارشی نه منی بلکی ټولی کړنی د تنظیمی او شخصی ګټو په بنسټ تنظیموي.
دلته ښه حکومتوالی وجود نلری . دلته اکثریت چارواکی د خپل واک د ټینګښت او د شتمنیو په راټولولو باندی بوخت دی که چیری په دی اداره کی داسی چارواکی پیدا شی چی هغه واقعا د خلکو او وطن فکر غم ورسره وي هغوی په نښه کیږی ، د دندی څخه د شړل کیدو په اړخ کی حتی د هغه فزیکی موجودیت هم د ګواښ سره مخامخ کیږی.
اوس په دولتی مقرریو کی شفافیت په بشپړه توګه وجود نلری . په دی مقرریو کی په عمومی ډول سره اقتصادی ګټه ، سیاسی- توکمیزو واکمنو کړیو سره اړیکی ، قوم ، ژبه او سیمه په نظر کی نیول کیږی. دلته لیاقت ، تجربه ، استعداد او کاری وړتیا په نظر کی نه نیول کیږی. دا دولت دڅو ډلو په خپل منځ کی د قوم او توکم په بنسټ سره د غلطو او جعلی تخمینونو په بنسټ سره ویشلی دی.
باید وویل شی چی د هیواد په سطح هم د هیواد بشپړ اکثریت خلک ځانونه په دولت کی نه وينی. دلته د یوې سیمی او یا ولسوالی څخه اته نهه لوړ پوړی په کابینه او یا رهبری کی لیدل کیږی مګر داسی هم ده چی د شل پنځه ویشتو ولایتونو څخه یو وزیر هم په کابینه کی نه شته. په دولت کی دا د تعادل نه شتوالی ددی سبب شوی دی چی خلک په بشپړه توګه ددی ادارې او نظام څخه پرادي شي.
اوس پوښتنه دا پیدا کیږی چی دا استعدادونه په مشخصه سیمه او یا ډله کی دي او نور خلک د هر ډول استعداد څخه بی برخی دی او که څنګه . چی د هیواد بشپړ اکثریت خلک ددی دولت د چوکاټ څخه څخه بهر وګڼی
په تیرو نږدی شپاړسو کلونو کی په اداری فساد ، نشه یی توکو او نورو ناخوالو کی په نړی کی ریکارډونه ټینګ کړل او اوس هم په نړی کی په لوړو درجو کی شمیرل کیږی.
د پورتنیو ټولو حقایقو په نظر کی نیولو سره ټولنه د تباهی او نابودی کندی ته روانه ده . ټولنی او هیواد ته نجات ورکول د دی هیواد د هر وګړی دنده ده. افغانستان او د هغه خلک هغه وخت نجات مومی چی د حاکمو ارتجاعی فاسدو او متعصبو حاکمو کړیو په وړاندی ټول خلک غږ پورته کړی ا و عمل د مبارزی ډګر ته راودانګي.
که چیری ددی کړیو په وړاندی نوره هم چوپتیا ته دوام ورکړل شی کیدای شی چی افغانستان د داسی بحران سره مخامخ شی چی تری وتل به ډیر ستونزمن وي او په ستره بیه به د افغانستان خلکو ته تمام شی.
دا ځکه چی بی عدالتی، لوټماري او فساد په کابل ( افغانستان) کی لوړې او نه زغمیدونکی درجې ته رسیدلي دي.