څوورځې مخکې مو میډیا او رسنیو کې ،په ډیر کش او فش واوریدل او ولوستل چې" دپاکستان لومړي وزیر م.نواز شریف عاجل!امر کړی دی چې د طورخم او بولدک دروازې پرانستلې شي!" او بیا د دروازو موءظفینو عاجل نه خو ۱-۲ورځې بعد دا امر پر ځای کړ؛ او د افغانستان چارواکو هم خوښي څرګنده کړله!
اوس د دې منافقو پوکستیاني ! د استخباراتي باجه غږوونکو ډول ډول لوبې ګورو،د خپلو ترهګرو ډلو په لاس د بیوزلو ملکي افغانانو ،پښتنو،بلوچانو، سندهیانو او حتا خپلو پنجابیانو په وژلو ؛ دفعتن پړه پر افغانستان یا انډیا اچوي ، هلته کې مجبور بیچاره او مزدور افغانان چې له برکته ېې هغه سپګن پوکستیان ڼن پر ایټمی قدرت بدل سوی، په ډیره بی عزتۍ او غیر انساني، غیر اسلامي او ... ځوروي، وژني، وهي ټکوي ، پیسې ترینه اخلي او بندیانوی؛ حتا که د دوی مرداره ویزه هم ولري؛ بیا لا پسې "تش په نامه دروازې" تړي ،دکورنیو نیمايي اخوا نیمايي دیخوا ،مریضانې،ماشومان، سپین ژیري په میاشت انتظار کوي او بیا همهاغه بیشرف ن چې "د افغان اردوو دړې وړې کول " ېې په ۱۹۹۲ کې درغلې اسیمبلۍ ته تر ټولو لویه لاسته راوړنه ګڼله، بیا احسان باروي !! او د افغانستان ایجړاګان ېې هم هرکلی کوي !!. له بلې خوا پر کونړ راکټونه اوروي او هلیکوپټرونه ېې د افغانخوا هوايي حریم تیری کوي مګر د ستراتیتیک تړون  ۹ اډه وال! امریکیانیان په عین ورځ په فراه کې د خلکو پر کورونو اوقندهار کی  واده بمبارۍ کوي!
 
څو  کاله مخکې مو د شهید سید قاسم خان میړانه د ګوشتې د دروازې پر ورانولو او شهید نجیب الله هوتک په انګوراډه د پکتیکا کې د پنجابي استخباراتي فوجیانو ته لينګي-ماتوونکي بریدونه هیر نه دي !! مګر افسوس چې دا دقدرت، کاذب شهرت ، پیسو، او ... او پوچو سیاسي معاملو، سهامي شرکتونو او د خپل شرمآوره او ملعوني چارواکیو اوږدولو لیونیان!!!! ، د دې پر ځای چې همدا د جناح په منهوسه  غواره! شوع-شاع سوې دروازې په امان الله خاني توپونو! وولي ، لا نور هم پاپړ، ګلشالي ، وژونکو دواګانو ته ېې جینګ وینګ کېږي!.هلکو!! اول خو دا د انګریزانو هرموني تورلینګیان ، د پښتونخوا او بلوڅخوا مقدسو خاورو کې د دروازو جوړولو څه چې د پښې ایښودلو حق نلري ، بیا که د اخوا ځینې سناتوران، اربابابن،نوابان ... ورسره د پوکستیان پوسکۍ اچوي او منلې ېې ده ورسره ؛ نو بلا ورپسې د " نیت بد قضاې سر" د دروازو تړل به ډدوی کلدارې مردارې له خاورو ایرو سره برابرې کړي
البته د ارواښادو عبدالغفار خان او عبدالصمد خان بابا ګانو، میرزا علیخان ایپی-فقیر صاحب  د  لمسیانو او اولادې غبرګون ښودل د قدر وړ دي او باید هم وي ،>>> د کویټې د حقوقي-وکیلانو، پولیسانو؛ د پیښور د عسکري ښوونځي زلمکیان او د باچا خان پوهنتون استاذان څوک ول چې د همدغو تور-لینګیو استخباراتي بی-شرپانو د ترهګریو خودکشو دسیسو ښکار شول او په سلهاوو پشتنې کورنئ ېې د غمونو په ټغرونو کینولي؟؟؟. 
 
خیر ، توکلت علی الله !، هاغه د مشال ټکر صاحب ټکر هم رانیژدې کیدونکی دی ، او د لر او برو پشتنو افغانانو صبر به هم یوه ورځ د صبر په ونه بدل شي او د کابل او کونړ سیندونو اوبه به خیبر-پختونخوا خړوبوي او د صبر ونې به د پنجاب په سرهد ورخښې کړای شي.آمین.