استرالیا تیره اوونۍ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې استرالیا کې زیږیدلې ۲۷ کلن (نیل پرکاش) د دغه هیواد دولسم وګړی شو چې تابعیت يې د ترهګرو ډلو سره د اړیکو درلودلو له امله فسخه کوي.

استرالیايي چارواکي وايي د اسلامي دولت ډلې د دغه جنګیالي تابعیت یې له دې امله فسخه کړی ځکه نوموړي په فیجي هیواد کې دویم تابعیت درلوده او د استرالیا د قانون له مخې د کورنیو چارو وزارت حق لري چې هغه کسان چې د استرالیا څخه پرته د کوم بل دویم هیواد تابعیت لري او له تروریستي ډلو سره تړاو ولري، تابعیت یې فسخه کړي.

خو بل خوا د فیجي هیواد ادعا کوي چې نیل پرکاش د دغه هیواد تابعیت نلري بلکې مور يې د فیجي وګړی ده او خپله نیل استرالیا کې زیږیدلې او یوازې د استرالیا تابعیت یې درلوده چې په فسخه کیدو سره نوموړی بې هیواده شوې.

خو د استرالیا د کورنیو چارو وزیر پیټر ډوټن ویلي چې د استرالیا د لوړپوړو چارواکو یو بورډ دا پریکړه نهايي کړې چې نیل پرکاش د فیجي هیواد وګړی هم دی او مخکې له دې چې د نوموړي تابعیت فسخه کړي یاد بورډ په دې هکله فیجي ته بشپړ مالومات هم ورکړي.

نیل پرکاش په استرالیا کې د یو فیجي او کمبودیايي والدینو یوازینې زوی دی چې په کال ۲۰۱۶ کې د سوریې سره په پوله د ترکیي چارواکو لخوا وینول شو.

نیل پرکاش د ۲۰۱۶ کال راهیسې د ترکیې په یو زندان کې بندي دی. استرالیا مخکې له دې له ترکیې څخه د نوموړي د ورسپارلو غوښتنه هم کړې وه او ویلي وو چې نوموړي د استرالیا په ویکټوریا ښار کې د یوې تروریستي حملې هڅه ترسره کړې.