تیر ۲۰۱۸ کال کې په استرالیا کې د کلني مهاجرت کچه تر هرڅه ډیره په سیاسي بحثونو کې ښکته پورته کیده او په هکله یې بیلابیلو سیاسي ګوندونو او سیاستوالو مختلف نظرونه درلودل.

یاد بحثونه په ځانګړي ډول د استرالیا په مرکزي او تجارتي ښارونو، ملبورن او سیډني کې د شته ګڼه ګوڼې او په دغو ښارونو کې د ډیرو مهاجرینو د شتون په هکله وه.

خو ۲۰۱۹ کال په پیلیدو سره داسې امکان شته چې د استرالیا د مهاجرت په بیلابیلو ویزو کې یو لړ نوي بدلونونه رامنځته شي.

د ۲۰۱۹ کال په پيل کې د استرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن په یوه غونډه کې دیته اشاره کړې چې د استرالیا په اطرافي سیمو کې د مهاجرینو لپاره د نوو کاري چانسونو د برابرولو لپاره نوموړی ښايي د استرالیا د ښاري سیمو د مهاجرت کلنۍ شمیره راکمه کړي.

په دې هکله نوي وړاندیزونه داسي ښکاره کوي چې دغه هیواد ته نوي ورتلونکي په کار پوه مهاجرین ښايي ترډیره وهڅول شي ترڅو استرالیا کې د دایمي هستوګنې د ترلاسه کولو لپاره د مشهورو ښارونو پر ځای د استرالیا اطرافي سیمو ته د کار لپاره لاړ شي.

په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې د مهاجرت په برخه کې د استرالیا د حکومت لخوا خپاره شوي ارقامو څرګنده کړې وه چې دغه هیواد هر کال د مهاجرت ټولټال ۱۶۲ زره دایمي ویزې مهارت لرونکو بهرنیانو ته ورکړي وې.

خو په یادو شمیرو کې د ۲۰۱۶ کال په پرتله د نږدې ۲۲ زره ویزو کموالی لیدل کیده ځکه په ۲۰۱۶ کال کې استرالیا د مهاجرت ټولټال قابو ۱۸۴ زره دایمي ویزې بهرنیو مهارت لرونکو وګړو ته صادره کړې وې.

د مهاجرت کارپوهان د دغه کموالي لاملونه دا په ګوته کړي وه چې ګواکې د مهاجرت په وړاندې د استرالیا د حکومت دریځ سخت شوې او همداشان د دغه هیواد د مهاجرت قوانینونو کې نسبتآ سخت بدلونونه رامنځته شوي.