ټولټاکنې او د اسلامي جمعیت تګلار
د اسلامي جمعیت د اجراییه شورا غړی یونس قانوني وړمه ورځ یوه خصوصي تلیفوني مکالمه کړې چې رسنیو هغه افشا کړې ده. د BBC په وینا دې مکالمه کې څرګنده نه ده چې قانوني چا سره خبرې کړي، خو ویلي يي دي ښای د جمعیت ګوند په راتلونکو ټاکنو کې د ښاغلي حنیف اتمر ملاتړ وکړي. قانوني خپلو خبرو کې ویلي چې ولسمشر غني د نظام بدلون په اړه د اسلامي جمعیت غوښتنه نه ده منلې، خو حنیف اتمر دوی ته شین چراغ ځلولی او په دې لامل کېدای شي جمعیت د اتمر ملاتړ وکړي.
همدارنګه د هېواد نورو رسنیو لکه طلوع هم ویلي چې دې مرکه کې قانوني زیاته کړې، یوازیني کس چې ولسمشر اشرف غني له ارګه شړلی شي، هغه حنیف اتمر دی!
که څه هم په رسنیو کې د نظام د بدلون په تړاو د حنیف اتمر لخوا د شین څراغ ځلېدا چې قانوني يي ادعا کوي تر اوسه نه ده تر سترګو شوې او داسې ادعا دا مهال یوازې په نوموړي پورې د یوه تور بڼه لري، خو بیا هم پکار دي چې په دې اړه، اتمر پخپله سپيناوی وړاندې کړي.
له نیکه مرغه ښاغلي اتمر «د یوې اعلامیې په صادرولو، یونس قانوني سره د راتلونکي سیاسي نظام د جوړښت په موخه هر ډول هوکړه ردکړه، افغان جرمن انلاین، بریښناپاڼه»
ریاستي نظام د هېواد په اساسي قانون کې د ملي او سراسري ارزښت پتوګه تسجیل دی، چې که چیري کومه ډله او یا تنظیم يي له قانوني لارو پرته، چې هغه لارې هم په اساسي قانون کې څرګندې دي، د بدلون غوښتنه کوي او بیا داسې بدلون په ټولټاکنو کې د تبلیغاتي موخو او یا نورو ملي ضد پلانونو لپاره کاروي، په حقیقت کې د اساسي قانون او د هېواد لوړو ګټو سره ښکاره ټکر کوي.
د ټولټاکنو هیڅ ټیم، قانوني حق نه لري چې د مخکیني شرط پتوګه د نظام بدلون، په ټاکنو کې د خپلې کړنلار پتوګه اعلان کړي او که داسې څه ته لاس اچوي د شته اساسي قانون له مخې په ټاکنو کې برخه نه شي اخیستلای!
خو که بلخوا د اساسي قانون او نطام په وړاندې د توطيې د هڅو تر څنګ، د اسلامي جمعیت د هڅو بل اړخ ته وګورو، د همدې تنظیم د مشرتوب غړی بیا په نورو ټیمونو کې د ریاستي نظام تر چتر لاندې ځانونه پټوي او د لوړو چوکیو د ترلاسه کولو لپاره، هرې روا او ناروا وسیلې ته لاس اچوي. د جمعیت تنظیم غواړي د ټولو ټاکنیزو ټیمونو په بدن کې لکه سپږې، ځانونه ور ننه باسي او د راتلونکو حکومتونو د کړنلارو د تخریش او شنډولو لپاره ځانونه بسیج کړي.
قانوني دا هم وايی« موږ ته که په جوړښت (د حکومت) کې بدلون را نه شي مرستیالي هیڅ معنا نه لري، ریاست خو موږ ته نه رارسېږي، په دې دور کې باید زموږ ستراتیژیک هدف دا وي چې جوړښت له ریاستي څخه نیمه ریاستي ته بدل شي؛ یعني ولسمشر ۳ مرستیالان ولري، اجراییه ریاست پر صدارت تبدیل شي، د صدارت صلاحیتونه په ټولو چارو کې مشخص شي، والیان نیمه انتخابي شي او یوه عالي مشورتي شورا جوړه شي چې ټول مشران په هغې کې شامل وي. دا څلور وړاندیزونه مو وکړل او د جمعیت ګوند د سیاسي پروګرام په توګه مو وړاندې کړل چې که هر کاندید ورسره موافقه وکړي د هغه به ملاتړ کوو. روهي بریښناپاڼه»
دا چې قانوني وايي «ریاست موږ ته نه رسیږي»، په کوم دلیل يي وایي؟
ایا د ولسمشرۍ په لومړي پیر ټولټاکنو کې د ښاغلي کرزي په وړاندې قانوني نوماند نه وو؟
خو هلته يي یوازې اتلس سلنه رايې وړې وي!
ایا عبدالله عبدالله ولسمشرۍ ته د کرزي او وروسته د اشرف غني په وړاندې نوماند نه وو؟ دا چې رايې يي ونه شوې ګټلای، دلته څو ک ملامت دی، دوی که افغان ولس؟
که اسلامي جمعیت په دې اند وي لکه څنګه چې قانونی وایي، نو بیا د جهاد او مقاومت!!! په نوم ولې د خپل جلا کاندید احمد ولي مسعود ملاتړ کوي؟
ایا افغانان، د ولسمشر پتوګه پر احمد ولي مسعود راټولېدای شي؟
همداسې د لطیف پدرام کاندیداتورې درواخله!
د مرستیالۍ چوکۍ هم پر هغه کسانو چې جمعیت يي د بېلابېلو ریاستونو لپاره وړاندې کوي درنه ده او د دې تنظیم کسان د داسې چوکیو وړتوب نه لري، څه رسیږي ولسمشرۍ ته!
افغانانو په ۹۰ لسیزه کې د اسلامي جمعیت د بنسټګر برهان الدین ربني ریاست هم ازمایلی او په ۱۹۲۹ کال يي د بچه سقاو پاچاهي هم؟
د دوی شرموونکي تاریخ نه ښای بیا تکرار شي!
خو قانوني اصلې خبره په تلیفوني پټه مکالمه او هم يي د هغې په اړه خپلو وروستیو څرګندونو کې چې پورته ورته اشاره وشوه، نه ده ښکاره کړې.
یونس قانوني څه وخت مخکې د نظار شورا ځینو کسانو ته د سلا او نصیحت په توګه ویلې ول چې د هیواد لومړۍ چوکۍ د دوی په ګټه نه ده. ښه دا ده چې په لومړۍ چوکۍ کې یو بېکاره پښتون ناست وي، خو واک ټول د دوی په لاس کې خوندي وي.
د یونس قانوني په اند، دا دوه ګټې لري:
لومړی داچې مسولیت به ټول د لومړي کس پر غاړه وي او دوی به له مسولیت پرته، د هر ډول امتیاز برخمن وي.
د کمزوري پښتون ولسمشر په شتون کې به یوخوا، دوی د خپلو سیکټاریستي موخو لپاره په ازاد لاس کار کولای شي او بلخوا به تور پر پښتنو پورې کوي چې دوی فاشیستان دی او لومړۍ چوکۍ نورو اقلیتونو ته نه ورکوي!
دوهمه دا چې لاندې او ټیټې مهمې چوکۍ به له دوی سره وي او د پخوا پشان به وايی چې واک او لومړۍ چوکۍ خو د دوی په لاس کې نه ده، د لومړۍ چوکۍ خبره به نورو ته په سترګو سترګو کې ځلوي او ځانونه به افغانانو ته مظلوم او دوهمه درجه خلک ورپېژني.
د دوی رسمي پالیسي همدا ده چې له لومړۍ چوکۍ پرته، د نورو ټيټو چوکیو د نیولو په سیالۍ کې یوله بله مخکې شي، په داسې سیالۍ کې واک په حقیقي ماناوو سره په خپل لاس کې متمرکز وساتي او د بدنامۍ پړي د تل پشان د یوه بېکاره، لټ او ناخبره پښتون پر غاړه ورواچوي!
اوس چې د داسې موخې لپاره د اسلامي جمعیت غشی د ښاغلي اتمر په تړاو خطا وخوت، د یوه بل شل و شوټ پښتون په لټه کې به وي!
د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ ۹ مه
سرلوڅ مرادزی