د تایلنډ حکومت پلان لري په پلازمینه بینکاک کې د میشتو ټولو نارینه پناه غوښتونکو چې کڼ شمیر یې عیسویان دي، د اوسیدو ضمانت لغوه او هغوی توقیف خونو ته ولیږدوي.
نړیوالو څارونکو ادارو راپور ورکړې په دغه کسانو کې تقریبآ (۱۱۵۰۰) له پاکستان څخه تښتیدلي عیسوي مذهبه پناه غوښتونکي دي.
د تایلنډ حکومت وایي په دغه اقدام کې يې ماشومان، ښځې او هغه کسان چې له جدي ناروغیو سره مخ دي شامل کړي نه دي.
که څه هم دغه ټول کسان د ملګرو ملتونو د کډوالو کمشنرۍ سره راجستر شوي دي خو د کډوالو په وینا له دغه لارې په تایلنډ او یا هم کوم بل هیواد کې په رسمي ډول میشتیدل آن تر ۵ کلنو پورې وخت نیسي.
د تایلنډ پر حکومت نړیوالې نیوکې دي چې له دغو پاکستاني عیسویانو سره چې د سخت دریځه اسلامپالو له ویرې دغه هیواد ته کډوال شوي سم چلند نه کوي.
د کډوالو مدافعین وایې د تایلنډ حکومت د دغه اقدام له لاری غواړي پناه غوښتونکو ته د توقیف خونو بد وضعیت وښیي او په یو ډول هغوی اړ باسي تر څو خپلو هیوادونو ته بیرته ستانه شي.
22.03.2017
- آرین صافی
په اندونیزیا کې یوی محکمې د تیرې سه شنبې په ورځ د دغه هیواد د ناقانونه کډوالو یو لوی قاچاق کوونکې په شپږ کاله زندان او ۴۸ زره ډالرو نغدي جریمې محکوم کړو.
ابرهم لوناپسي چې د کپتان برام په نوم هم مشهور دی استرالیا او نیوزیلنډ هیوادونو ته د لږترلږه ۱۵۰۰ غیرقانوني کډوالو په قاچاق کولو تورن وو.
نوموړی د ۲۰۱۶م کال په پیل کې له اندونیزیا څخه لمړی تایلنډ او بیا کینیا ته وتښتید، خو کله چې د تیر کال د سپتمبر په میاشت کې د خپل کار لپاره بیرته جاکارتا ته راستون شو نو سمدلاسه د پولیسو لخوا...
22.03.2017
- سميع الدين افغاني
دا یوه څرګنده خبره ده چې دهیواد په کلیو اوبانډوکې اوسیدل د خدای لوی نعمت او پیرزوینه ده او ددی پیرزوینې تر څنګ که له یوې خوا کلیوالي ژوند د زیار او زحمت ژوند دی د بلې خوا ددې زحماتو سره سره کله چې په مالتونو کې مازیګر شي او زیړی مازیګری په ماښام بدل شي او بیاد کلي حجره د را بلل شوو میلمنولپاره په توشکو او کټونو سمباله شي ، د تورو او شنو هیل داره چایونو تابیا ونیول شي او په حجره کې د کلیوالي سندرغاړو خواږه اوازونه د ستار او منګي سره اوچت شي خوږې شیبې او په دیره کې د دیرې د مجلس د ټنګ ټکورفضا ب...